نړیوال خبرونه

کابل دریو اونیو لپاره قرنطین شو

 د افغانستان و لسمشر نن کابینې غونډه راغوښتې وه او د کرونا وېروس له امله کابل د قرنطين کيدو طرحې باندې خبرې اترې وشوې  د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي د کابل د قرنطین کیدو په اړه یې طرح ولسمشرشوه ته وړاندې چې په اړه یې تصمیم ونیسي.

ولسمشر نن په دې اړه پريکړه وکړي که دا طرحه تصویب شي او کابل قرنطین شي نو د .ښار بڼه به بدله شي.

په دې طرحه کې شامل تدابیر په لاندې ډول دي:

د کابل د قرنطین کیدو موخه د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی دی.

په دې سره به په ښار کې ځینې محدودیتونه وضع شي.

د عامې روغتیا وزارت، روغتونو او روغتیایی مرکزونو او روغتیایی بنسټونو او ځینو نورو ادارو پرته به نورې ټولې ادارې رخصت وي. یوازې د عامې روغتیا وزارت اړوند بنسټونو او د دغه وزارت نورې همکارې ادارې به کار کوي نور به لږ تر لږه درې اونۍ رخصت وي.

 د غذایي او روغتیایی موادو له وړاندې کوونکو شرکتونه پرته به نور په ښار کې ټول تولیدي شرکتونه، پلورنځي، رستورانتونه ، کافي خانې ، حمامونه، قیلونخانې، تفریحي پارکونه ، لوبغالي او ستودیمونه، زیارتونه او نور د ګڼې ګوڼې ځایونه او سیمې وتړل شی.

نخاس او مسلخونه به له ښار ډېر لیرې ولیږدول شي.

 حکومتي او شخصي بسونه ، مارسدیسونه ، ټونسونه او هغه ټول مسافروړونکي موټر به ودرول شي چې له پنځو تنو ډېر کسان په کې سپریږي. دغو موټرو ته به ښار ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي.

د حاجیانو کمپ، د کابل او پولتیخنیک پوهنتونونه ، د استاد رباني پوهنتون ، حبیبیه او نادریه لیسه ، د ودونو سالونونه او نورې سیمې چې خلک یې ورکولو ته داوطلب وي د ناروغانو د درملنې په موخه سمبال شي او هغه کسان چې له بهره او په ځانګړې توګه له ایران څخه راځي په دې ځایونو کې به څوارلس ورځې قرنطین کیږي.

د احتکار د مخنیوي په موخه به له محتکرینو او ګران پلورونکو سره قانوني چلند کیږي ، له درېیو د ډېرو کسانو په راټولیدو به بندیز وي،  معتادان به له ښاره راټول شي، د کرونا د مړیو د خښولو له پاره به ځای مشخص شي او اویا ګرځنده روغتیایی ډلې به وګومارل شي چې په ښار کې د کرونا شکمن کسان راټول او ځانګړیو ځایونو ته یې ولیږدوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button