ژوند او ټولنه

کوم خواړه نارينه جنسي قوت زياتوي؟

څيړنو ښودلې چي له ۱۹۷۳م کال راهيسي د نارينه‌وو د سپرم په شمېر کي تدريجي کمښت راغلی دی. کارپوهان وايي چي دا د ژوند د طرز او ناسالمو خوراکو پايله ده

خو ځينې خواړه جنسي قوت ته ګټور بلل کيږي. دلته يې وپېژنئ:

د کارپوهانو په آند د نارينه‌وو د جنسي قوت په ترڅ کې د هغوی د ژوند سالم طرز او د متوازنې غذا خوړل زښت زيات اهميت لري. په دې ترڅ کي لاندې خواړه د نارينه‌وو د جنسي قوت له پاره تر بل هر شي زيات ګټور بلل کيږي.

کب يا ماهی

زيات شمير څېړنو د روغتیا له پاره د کب ګټورتوب په بيا بيا تائيد کړی دی.

څيړنو ښودلې چي کب د نارينه‌وو د سپرم نه یوازي شمېر زياتوي بلکې د سپرم يا د مني د حجرو حرکت هم بهتره کوي. د دې يوه وجه په کب کي د (Omega-3 fatty acids) د مقدار زياتوالی دی.

نور ولولئ: ډيری آلمانيان د نارينه وو د حاملګۍ د مخنيوي درملو له استفادې سره موافق دي

په ډنمارک کي د يوې څيړنې  په ترڅ کې د ځوانانو يوې برخي ته د کبانو غوړ ورکول شول او دويمې ډلې ته نه. د ځوانانو هغه ډله چي د کبانو غوړ يې خوړلي ول د هغوی  په جنسي قوت کې درې مثبت تغيرات رامنځته شول. لومړی دا چي د مني حجم يا مقدار زيات شو، دويم د نارينه‌وو مني توليد کوونکي غړي لوی شول او بل دا چي په مني کې د حجرو يا سپرم شمېر هم زیات شو.

نور ولولئ: ایټالیا په ښوونځیو کې د جنسي زده کړو له تدریس ډډه کوي

چارمغز

په يوه څېړنه کي پر ۱۹۹ ځوانانو د چارمغز مثبت اثرات وپلټل شول. دغو ځوانانو ته تر ۱۴ ورځو پوري چارمغز د خوړلو له پاره ورکول شوه. د دغې وچي ميوې د خوړلو له کبله د هغوی په شهوت او جنسي اشتها کي ډېر زياتوالی راغی.

نور ولولئ: آيا طالبانو رښتيا په جنسي پاروونکو وسایلو بندیز لګولی؟

د دې ترڅنګ د يادو ځوانانو په مني کې د سپرم شمېر هم زيات شو او هم يې حرکت ښه شو. پر دغه تحقيق باندي يو شمېر نيوکې هم وشوې. خو له بل اړخه د نارينه‌وو پر جنسي قوت د چار مغز د مثبت اثر لامل په مجموع کې و جنسي قوت ته د پوستکي لرونکو وچو ميوو د افاديت يوه بله بېلګه بلل کيږي.

نور ولولئ: د مهمو خوړو خوړل جنسي ځواک او قوت زياتوي

دا چي کب او چارمغز د نارينه‌وو جنسي قوت ته ولې زياته ګټه لري، يو بل لامل يې په دغو دوو خوراکي توکو کي د امينو ايسد د (L-Arginin) شتون بلل کيږي. دغه مواد د انسان د ميټابوليزم د ښه کولو تر څنګ يو شمير نورې روغتيايي ګټي هم لري. دغه مواد نايټرک اکسايډ هم جوړوي چې د ويني د فشار د کمولو او د وينو د شريانونو د پراخه کولو له پاره ګټور دی. (L-Arginin) د سپرم د شمېر په زیاتولو او د هغوی د حرکت په بهتره کولو کې زیاته مرسته کولای شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button