یوې برتانوی پیغلې خپل ژوند لپاره څنګه مبارزه وکړه؟

ځړول شوی:جولای 28, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

هغې ته یو کال پاتې دی چې ژوند وکړي او یو کال د سرطان له امله مړ شي

بریتانیا کې یوې ۱۸ کلنې زدکوونکې ته ډاکټرانو ویلي وو چې د عمر دې یو کال پاتې دی او د سرطان ناروغۍ له کبله تر یوه کاله مرې. دې تنکۍ پېغلې د مرګ پر ګواښ سربېره مټې بډوهلې او د خپلو هیلو پوره کولو هلې ځلې یې پیل کړې.

لورا هیله درلوده چې د متحده ایالاتو له پخوانۍ لومړۍ میرمنې سره وویني

کله چې ډاکټرانو لورا ناتال ته وویل چې د سرطان په ناروغي اخته شوې، نوموړې سمدلاسه د خپلو هیلو لوی نوملړ جوړ کړ او د خپلو خوبونو پوره کولو لپاره یې ګامونه لا چټک کړل. لورا هیله لرله چې د امریکا مخکینۍ لومړۍ مېرمنې میشل اوباما سره وویني چې په دې کار بریالۍ شوه. لورا ناتال وايي: “ډاکټرانو راته وویل چې نوره پوهنتون ته نه شم تلی. ما فکر نه کاوه چې زه به له پوهنتونه فارغه شم.

همدارنګه دې غوښتل چې د شاهي سمندري ځواک له قومندان سره وویني چې دا لیدنه یې هم ترسره کړله. لورا له مشهور ټوکمار پیټر سره میکدې ته لاړه ځکه دا یې هم یوه هیله وه. هغه لویه هیله چې د سرطان یادې ناروغې درلوده هغه د لوړو زدکړو ترسره کولو هیله درلوده.لورا ناتال وايي: “ډاکټرانو راته وویل چې نوره پوهنتون ته نه شم تلی. ما فکر نه کاوه چې زه به له پوهنتونه فارغه شم.”

نور یی ولوله | یو هېواد کې دولتي کارمندانو په دولتي دفترونو کې د مسکی پاتې کېدلو امر شوی

نور یی ولوله | څنګه خپل ذهن قوي کړو؟

نوموړې خپلې لوړې زدکړې ترسره کړې او دمګړۍ چې ۲۲ کلنه ده بریتانیا کې د منچسټر له پوهنتونه تازه فارغه شوه

نوموړې ته ډاکټرانو په ۲۰۱۸ کال کې وویل چې د مغزو په سرطان اخته ده او د ژوند کولو لپاره یې یوازې یو کال عمر پاتې دی.

لورا د دې خبر په اورېدو د خپلو هیلو پوره کولو ترڅنګ خپلې درملنې ته ښه کلکه ودرېده. نوموړې جرمني ته لاړه او هلته یې د مغزو د تومور جراحي عملیات ترسره کړل، د مغزو سرطان ډېر خطرناکه وي او عملیات یې له ګواښونو ډک وي. لورا په بخت بیداره وه له دې مرګونې ناروغۍ او عملیاته روغه ووته. نوموړې خپلې لوړې زدکړې ترسره کړې او دمګړۍ چې ۲۲ کلنه ده بریتانیا کې د منچسټر له پوهنتونه تازه فارغه شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.