دغه افغان محصلانې به د روغتیا په برخه کې خپلو پاته زده کړو ته په سکاټلېنډ کې دوام ورکړي
طالبانو پر افغان نجونو د زده کړو دروازې تړلي دي، خو یو شمېر هغه افغان محصلانې چې لوړې زده کړې ترې په نیمایي کې پاتې وې او طالبانو ورته د بشپړېدو اجازه نه ورکوله، نو له هېواد بهر لاړې او هلته زده کړې کوي.
افغان ملت پر طالبانو دا نیوکه کوي چې ولې په کور دننه د نجونو او ښځو زده کړو ته زمینه نه برابروي چې د لوڼو د تعلیم لپاره ګڼې کورنۍ افغانستان پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډوال کېږي.
دغه ۱۹ نجونې څه ډول په سکاټلېنډ کې زدهکړې کوي؟
۱۹ افغانې زدهکړیالانې د سکاټلېنډ پلازمېنې اډینبورګ ته رسېدلې چې د لینډا نورګرو خیریه بنسټ په مرسته د روغتیا په برخه کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
دغه زدهکړیالانې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د خپلو زدهکړو له دوام ګرځول شوې وې.
نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي
نور ولولئ: په هرات کې د طالبانو والي په خپل کتاب کې شیعه ګان تکفیر کړي
د لینډا نورګرو خیریه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه زدهکړیالانې له کابل، میدان وردګ، دایکنډي او بامیان ولایتونو څخه د پاکستان له لارې برېتانیې ته لېږدول شوې دي.
دغه بنسټ وايي، له درې کلنو هڅو وروسته دغه نجونې سکاټلېنډ ته ورسېدلې.
دغه محصلانې افغانستان امن نه بولي
۱۹ کلنې زهرا حسیني چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته یې د طب پوهنځي لومړی کال پای ته رسولی و وايي، هیله لري چې افغانستان ته د ستنېدو تر مهاله به یې کور امن شوی وي.
د لینډا نورګرو خیریه بنسټ چې له نجونو سره د مرستې لپاره جوړ او د لینډا نورګرو په نوم د یوې مرستندویه کارکونکي د مور او پلار لهخوا رامنځته شوی، لینډا نورګرو په ۲۰۱۰ کال کې په کونړ ولایت کې وتښتول شوه او وروسته ووژل شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتون ته د نجونو پر تګ یې بندیز لګولی دی. په دې اړه افغان ملت، سیاسیونو، نړیوالو بنسټونو او علماوو بار، بار له طالبانو وغوښتل تر څو په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، خو د خلکو له غوښتنو سره، سره بیا هم طالبان دې ته حاضر نه دي چې د ښځو پر وړاندې ځپونکي تګلارې ته تغیر ورکړي څو نجونو بېرته ښوونځیو او د زده کړو مرکزونو ته ور وګرځي.