هنر او ادب

تېرو دوو کلونو کې ۸زره سېلانیان افغانستان ته راغلي

تېرو دوو کلونو کې افغانستان ته ۸زره سېلانیان راغلي او له تاریخي سیمو یې لیدنه کړي ده

دغه سېلانیان داسې مهال پر افغانستان رامات شوي چې مخکې له دې د ناامنۍ له ویرې دغه هېواد ته نه شول راتللی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وايي، اړوند بنسټونه هڅې کوي چې، سیلانیانو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، له دوو کلونو راهیسې څه باندې ۸ زره بهرني سیلانیان د هېواد د تاریخي سیمو د لیدنې په موخه افغانستان ته راغلي دي.

سېلانیانو ته د سهولتونو برابرول

د دغه وزارت مسوولین زیاتوي، اړوند بنسټونه هڅې کوي چې، سیلانیانو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند وايي، له دوو کلونو راهیسې څه باندې ۸ زره بهرني سیلانیان د هېواد د تاریخي سیمو د لیدو په موخه افغانستان ته راغلي دي.

tourist (3)
انځور؛ یوه بهرني سېلانۍ چې د بامیان له بند امیر لیدنه کوي

نوموړی سیلانیانو ته د لا نورو اسانتیاو پر برابرولو ټینګار لري.

نور ولولئ: بامیانو ته په تېر یو کال کې څومره سیلانیان راغلي؟

نور ولولئ: د غزني تاریخي ابدو لېدنې ته ګڼ سیلانیان ورمات شوي

نور ولولئ: افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو د راتګ زیاتېدل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران په دې تړاو و ویل: “په ټوله کې ۸ زره او دوه سوه کسان د اسلامي امارت له فتحې وروسته راغلي دي. د ۱۴۰۲ کال تر پایه اته زره او دوه سوه ګرځندویان موږ درلودل.”

بهرني سېلانیان څه وايي؟

۴۶ کلن روسي اندري کازاکوف، کابل ته په چکر راغلی دی.

کازاکوف یو روسی سیلانی دی چې، تر اوسه یې څه باندې سلو هېوادونو ته دغه ډول سفرونه کړي دي.

دغه روسی وايي، افغانستان ته یې د راتګ هیله درلوده او په وینا یې اوس پوره شوه.

روسي سیلاني، اندری کازاکوف و ویل: “افغانستان ډېر ښکلی دی. خلک یې ښه چلن لري. دا مې هم درک کړه چې، زه د نورو هېوادوالو په څېر دلته یم. دوی د یوه ملګري په څېر چلن راسره کوي، له ماسره روغبړ کوي او له ما پوښتنې کوي؛ نو له همدې امله زه وایم چې، د دغه ځای خلک ډېر ښه دي.”

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د هېواد د اقتصاد لپاره د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ ګټور ګڼي او همداراز له اړوندو مسوولینو غواړي چې، په هېواد کې بهرنیو سیلانیانو لپاره لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا و ویل: “په افغانستان کې د سیلانیانو د راتګ په تړاو زه فکر کوم چې دا به ددې لامل شي چې د افغانستان د عوایدو په برخه کې ډيره مرسته وکړي.”

د ویلو ده چې، پروسږکال تر ډېره بهرني سیلانیان هرات، بلخ، کندهار، نورستان او غزني ولایتونو ته تللي وو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button