نړیوال خبرونه

جلال اباد کې به روان کال زیاته خرما تولید شي

د جلال اباد وادې کرنيز کمپنۍ مسئولين وايي، چېروان کال به د تېر کال په پرتله د خرما بڼ حاصلات درې برابره زيات وي. د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ تېر کال د کانال اړوند خرما باغ دوه ټنه خرما ورکړې وه. شاوخوا لس کاله وړاندې کانال وادې کرنيز شرکت له لوري د هډې فارم دويم بلاک په پنځوس جريبه ځمکه کې ۲۷۰۰ د خرما شپږ ډوله بوټي کېنول شوي دي.

د ننګرهار وادې کرنيز شرکت د مطبوعاتو او اړیکو مسوول سید همایون غریب مل له یاران ویبپاڼې سره په مرکه یو شمیر هغه دلایل څرګند کړل چې له امله یې سږ کال د لوړ تولید اټکل شوی.

هغه وویل:

«سږ کال به د حاصلاتو د لوړوالي له علتونو ووایو چې اګرو تخنیکي کارونه لکه حېواني سره، توره او یوریا سره پخپله وخت ترسره شوي، قیچي کاري او د ګردو افشاني چارې په منظم ډول روانې دي او نور اړینې او مهمې چارې هم ترسره شوي دي.»

ښاغلي غریبمل زیاته کړه چې یاد شرکت هڅه کوي څو پر خپله ځان بسیا شي او وروسته نور ګامونه هم په پام کې لري.

هغه رسنیوته وویل:

«د اوس لپاره کانال شرکت پلان لري چې د بهرنیو تولېداتو مخه ونیسي او خپلو هېوادوالو ته خپله خرما او په نورو برخو کې تولیدات عرضه کړي کله چې دغه تولیدات دومره ډېر شول چې د هېوادوالو اړتیا ته ځواب ووایي بلې بیا بل پلان شته بیا چې بهر هم ولیږل شي .»

په افغانستان کې عموماً د کرنیزو، اقتصادي او نورو کاروبارونو پر وړاندې ډیرې ستونزې شته چې فساد، نه پاملرنه، جګړه، زورواکي، د ښه بازار نه شتون، باج ګیري او ګڼې نورې، خو دا چې د یاد شرکت یا کانال پر وړاندې اوس اساسي ستونزې څه دي، ښاغلي غریبمل په ځواب کې یاران ته وویل:«د خرما په برخه کې اوس لپاره یوه ستونزه دا هم ده چې دغه بوټي د عربي اماراتو نه راوړل کېږي راوړل يې ستونزمن دي چې له نېکمرغه اوس کانال شرکت ددغې تشې د ډکولو لپاره  د شنو خونو او سړوخونو په جوړولو او خرما بڼ کې تر شاوخوا لس زره سکرونو کښت هم روان دی.» هغه یوه بله ستونزه د کارګرانو هم یاده کړې چې بشپړ تشکیل نه لري او دا ورته یوه ننګونه ده، خو ډاډ یې څرګند کړ چې راتلونکې به هم دا ستونزې حل او زمینه به برابره شي چې تولیدات څو چنده او د هیواد تولیدي اقتصاد سره مرستندویه شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button