نړیوال خبرونه

د کشمش یا مویزو اوبه بدن لپاره څه ګټې لري ؟

هغه خواړه چې ویټامینونه لري

تاریخپوهان په دې خبره یوه خوله دې چې له نن څخه ۴۰۰ کال وړاندې، یعنې له میلاده ۲۰۰۰ کاله وړاندې وچ انګور یا ممیز (کشمش یا مویز) موندل شوې او د هغه وخت مهم خوراک و. کشمش یو له غوره خوراکي توکو دی، چې ویټامینونه، منرالونه او فایبر لري.

که چېرته د شپې لخوا په اوبو کې لمدت شي او سهار استعمال شي نو دا به نور هم ګټور شي، ځکه چې اوبه د کشمش او د کشمش د پوستکي ټول غذایي مواد او منرالونه منحل کوي او ګټې یې زیاتوي.

ممیز یوه داسې وچه میوه ده چې له روغتیايي ګټو بډایه دي، نو موږ به هڅه وکړو ترڅو واضحه کړو د ممیزو اوبه زموږ د بدن لپاره څومره ګټورې وي.

له زهرجن موادو خلاصون:

د ایوروید پوهان له ډیرې مودې راهیسې د ځیګر او کولمو د پاکولو لپاره د ممیزو اوبه کاروي، ځکه چې دا وچه میوه د انټي اکسیډنټ او غذایي فایبر په برخه کې غوره تمامېږي او د بدن په پاکولو کې مهم رول لوبوي. انټي اکسیډنټ ځیګر ته وړتیا ورکوي ترڅو په سمه توګه کار وکړي او له بدن څخه زهرجن توکي لرې کړي.

کولمې په حرکت راولي:

په ممیزو کې موجود فایبر کولمو ته وده ورکوي او د کولمو په حرکت کې مرسته کوي، د کولمو په پاکولو کې هم ګټور وي، چې په نهاره نور هم ګټور تمامېږي.

د بدن انرژي لوړوي:

ساینسپوهان او د سپورت کارپوهان په دې باور دي چې ممیز د انرژيانو او نورو توکو د ښه بدیل په توګه کار کوي، ځکه چې ممیز مایکرونیوټرینټ او فایبر لري، چې مصنوعي خوند یا خواږه لري، نو په همدې اساس بدن ته انرژي ورکوي. که په سهار کې د ممیزو اوبه وڅښل شي نو ټوله ورځ به تازه وئ او د ورزش یا تمرین دمخه یې هم وخورئ.

د وینې فشار کنټرولوي:

مطالعې او کلینیکي څیړنې ښیي چې ممیز په فایبر، پوټاشیم، فایټونټرینټ او انټي اکسیډنټ بډایه دي، نو هغه خلک چې په منظمه توګه دا میوه خوري د هغو کسانو په پرتله چې دا وچه میوه نه خوري د وینې سیسټولیک او ډیسټالیک فشار یې ټیټ وي.

د زړه روغتیا ښه کوي:

د ممیزو اوبه د وینې پاکولو لپاره هم ګټور وي او د زړه په سالم ساتلو کې مرسته کوي، دا له بدن څخه خراب کولیسټرول لرې کوي او د زړه د روغتیا په ښه کولو کې مرسته کوي.

نور یی ولوله | جرمني د افغانستان سره د ۹۰ مېلیونه یورو ژمنه کړې

نور یی ولوله | ي بانک او ملګرو ملتونو سازمان د استازو لیده کاته شوي

د سرطان مخنیوی کوي:

په ممیز کې موجود انټي اکسیډنټونه بدن له آزاد رادیکالونو څخه ساتي او په دې ډول د سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي.

د وزن کمولو کې مرسته کوي:

په سهار کې د ممیزو اوبه څښل د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي، ځکه چې دا په فرکټوز او ګلوکوز بډایه وي، چې بدن ته ډېره انرژي درکوي او په کې موجود فایبر تر ډېره وخته د لوږې احساس له منځه وړي.

د اوسپنې کمښت له منځه وړي:

د ممیز اوبه د اوسپنې د کمښت لرونکي خلکو لپاره هم خورا ګټورې دي، ځکه چې دا په اوسپنه بډایه دي او د بدن برخو ته د وینې په رسولو کې مرسته کوي او د وینې کمښت پوره کوي.

د هډوکو پیاوړتیا ته ګټور وي:

ممیز بوران او کلسیم لري، چې د هډوکو د ودې لپاره خورا مهم دي، نو د ممیزو اوبه څښل د هډوکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي

معافیت زیاتوي:

د ممیزو په اوبو کې موجود انټي اکسیډنټونه د معافیت سیسټم په پیاوړي کولو کې مرسته کوي او د مختلف ډوله وایروسونو پر وړاندې دفاع کوي.

د ممیزو اوبه څنګه جوړې کړئ؟

دوه پیالې اوبه په یوه لوښي کې جوش کړئ، بیا یې له اور ښکته کړئ او یو ګیلاس ممیز ور واچوئ او د شپې لخوا یاهم لږ تر لږه د ۸ ساعتونو لپاره یې پریږدئ، کله چې دا لوبه څښئ نو ممیز ترې چاڼ کړئ او اوبه یې نیم ګرمې وڅښئ. دا د ورځې په جریان کې هر وخت څښلی شئ؛ خو په نهاره ډېر ګټور وي او له څښلو وروسته یې تر نیم ساعت پورې څه مه خورئ

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button