نړۍ خبرونه

روسیې سومالیې ته د نظامي ملاتړ وړاندیز کړی

د سومالیې چارواکي وایي روسیې د الشباب وسله والې ډلې سره په جګړه کې د دې هیواد د وسله والو ځواکونو سره د ملاتړ کولو وړاندیز کړی

دغو ډیپلوماتانو چې خبریالانو سره یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې ویلي چې دا وړاندیز په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د خپل سومالیایي سیال ابشیر عمر جاما سره په ملاقات کړی خو دا یې ندي ویلي چې آیا د سومالیې دې جګپوړي ډیپلومات د روسیې وړاندیز منلی که نه.

یو ډیپلومات آن دا ویلي چې روسیه مرستې ورکولو ته چمتو وه خو نور جزیات یې ورنکړل.

نور ولوئ: روسیه : د افغانستان حل همه شموله حکومت جوړول دی

سره له دې چې د سومالیې پوځ کوښښ کوي د وسلو په تر لاسه کولو سره د الشباب وسله والې ډلې په خلاف جګړه کې برلاسي ترلاسه کړي خو دا چې دې هیواد ته د وسلو استولو پر سره د ملګرو ملتونو لخوا بندیز لګیدلی، څرګنده نده چې روسیې د کوم ډول نظامي همکارۍ وړاندیز کړی.

ملګرو ملتونو په ۱۹۹۲ میلادي کال کې په سومالیې کې د کورنۍ جګړې پیل کیدو څخه وروسته پدې هیواد د وسلو بندیز ولګاوه خو په ۲۰۱۳م کال دا بندیز یو څه لیرې شو تر څو د دې هیواد امنیتي ځواکونو سره د الشباب او نورو وسله والو ډلو په خلاف جګړې کې مرسته وشي.

د روسیې او سومالیې اړیکې پخوانۍ دي او د مسکو جګپوړي ډیپلومات ښاغلي لاوروف هم پدې ټینګار کاوه چې روسیه د لومړنیو هیوادونو څخه و چې سومالیه یې په ۱۹۶۰م کال کې تر خپلواکۍ اخیستو وروسته په رسمیاتو وپیژندله.

دا دواړه هیوادونه لا هم منظمي ډیپلوماتیکي اړیکي لري او مسکو څو ځله دې هیواد ته بشري مرستې استولي

د سومالیې دوو صدراعظمانو عمر شارمرکي او حسن علي خیري هم څو ځله د روسیې جګپوړو چارواکو سره په لیدو کاتو کې د دې هیواد د ملي پوځ د قوي کیدو په برخې کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

نور ولولئ: روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده

ځینو ډیپلوماتانو امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط دا هم ویلي چې د روسیې پوځ غواړي په سرې بحیرې کې د ځواکونو ځای پر ځای کولو لپاره د بیر بیرا بندر کې اډه ولري چې د سومالیې څخه بیل شوي هیواد، سومالي لینډ کې پروت دی.

د روسیې په ګډون چین او ګانا تیر کال د نومبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په رای ګیرۍ کې برخه وانخیسته

په سومالیې یې د وسلو د بندیز ملاتړ کاوه خو برتانیې او متحده ایالاتو د دې بندیز ملاتړ وکړ.

نور ولولئ: کابلوف: شونې ده روسیه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني

د سومالیې چارواکي د روسیې د نظامي ملاتړ خبر داسې مهال کوي چې متحده ایالات وار د مخه پدې هیواد کې په عملي توګه ځواکونه لري چې د الشباب په وسله والو یې څو ځله هوایي بمبارۍ کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button