پر کیېف د روسیې تندریز بریدونه
څېړونکي د شواهدو په معاینه بوخت دي او پر روسیه د ډرون بریدونه هم شوي دي
روسیې تور پورې کړی چې اوکرایین یې نن سې شنبه سهار وختي پر پلازمېنه د ډرون بریدونه کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت پر خپل ټلېګرام لیکلي چې کیېف په دغه “ترهګریز برید” کې لږترلږه ۸ ډرونونه کارولي.
چارواکو ویلي چې دغو بریدونو کې څو ودانیو ته یوازې کوچني زیانونه اوښتي دي.
نور ولولئ: والستريت ژورنال؛ جنوبي کوريا د امریکا له لارې اوکراین ته مهمات استوي
پر مسکو د دغو ډرون بریدونو خبر داسې مهال ورکړ شوی، چې روسي ځواکونو بېګاه پر دریمه پرله پسې شپه هم د اوکرایین پر پلازمېنه بریدونه کړي.
دا روانه میاشت پر کیېف د چاودېدونکو ډرونونو او توغندیو ۱۷مه جوپه برید دی.
اوکراین د مسکو بریدونو ته ځواب وایې
د اوکرایین حکومت تر اوسه مسکو کې د دغو ډرون بریدونو په اړه تبصره نه ده کړې، خو دوشنبه یې د پوځي استخباراتو مشر ‘جنرال کیریلو بودانوف’ خبرداری ورکړی و چې پر کیېف به د روسیې توغندیزو بریدونو ته سخت ځواب وویل شي.
د مسکو ښاروال سرګیې سوبیانین ویلي، پر دغه ښار بریدونه جدي مرګژوبله نه لري او یوازې دوو کسانو سره لومړنۍ روغتیايي مرسته شوې.
هغه زیاته کړې چې د بېړنیو خدماتو مرستندویان “د پېښې ځای ته” رسېدلي.
دلته کلیک وکړئ: ستولتنبرګ وايي د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی
د روسې دفاع وزارت ادعا کړې چې دفاعي سیستمونو یې ټول بریدګر ډرونونه په نښه او شنډ کړي دي.
د دغه وزارت اعلامیه کې راغلي “درې [ډرونونه] ترې د برېښنايي تجهیزاتو په وسیله شنډ شوي، کنټرول یې له لاسه ورکړی او له خپلو ټاکلو اهدافو راګرځول شوي دي. پاتې ۵ نور د مسکو ناحیې د “پانتسېر-اېس” هوايي دفاع سیستم په وسیله ویشتل شوي دي.”
لومړنیو رپوټونو کې پر مسکو دغه برید کې د ۳۰ ډرونونو د کارېدو خبر ورکړ شوی و.
اوس چارواکي وايي د ځینو ویشتل شویو ډرونونو پاتې شوني پر ودانیو راپرېوتي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د څو ودانیو ښیې ماتې دي او لوګي ترې خېږي.
د مې لومړیو کې پر کرملېن ماڼۍ هم د ډرون برید د هڅې خبر ورکړ شوی و.
د پرله پسې بریدونو بریدونو دوام
کیېف کې چارواکي وايي د تېرې شپې بریدونو کې مرګژوبله اوښتې
پر کیېف د تېرې شپې بریدونو کې بیا په څو ودانیو کې د اور لګېدو خبر ورکړی شوی.
چارواکو ویلي دا اور د ویشتل شویو ډرونونو د راپرېوتلو له کبله لګېدلی.
نور ولولئ: روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده
اوکراییني چارواکي وايي دفاعي سیستمونو یې تر ۲۰ ډېر ډرونونه نسکور کړي دي.
دغو بریدونو کې د لږترلږه یوه کس وژل کېدو او د دریو نورو ټپي کېدو پخلی شوی.
دوی ته د کیېف د سویلي هولوسیوڅکي ناحیې په یوې څو پوړیزه ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله مرګژوبله اوښتې.