سیمه ییز خبرونه

طالبان: پر اسرائیلو د ایران برید مشروع دفاع ده

د طالبانو تر کنټرول لاندې بهرنیو چارو وزارت وايي، پر اسرائیلو د ایران برید د تهران دفاعي مشروع حق دی

طالبانو په خپره کړي اعلامیه کې له ټولو هېوادونو غوښتي چې د کړکېچ د مخنیوي په موخه دې په غزه کې جګړه ودروي.

د ایران او اسرائیلو اړیکې وروسته له هغه کړکېچن حالت ته لاړې چې کله څو ورځې وړاندې اسرائیلو په سوریه کې د ایران قونسلګري په نښه کړه.

ایران ددغه برید په ځواب کې پرون شپه پر اسرائیلو لسګونه ځانمرګي ډرون بریدونه وکړل او دارنګه یې سلګونه کروز مزاییل ورباندې وتوغول.

په دې اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، پر اسراییل د ایران وروستی برید یو مشروع دفاعي اقدام بللی دی.

iran (3)

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل ملي پوځ ویاند د ایران له لوري د اسراییل پر ښارونو د بې‌پیلوټکه الوتکو د څه باندې ۳۰۰ توغندیو له توغولو خبر ورکوي.

ډانیل هاګاري زیاتوي چې د ایران دغه بې‌پيلوټه الوتکې او توغندي ۹۹ سلنه، خنثا او له منځه وړل شوي دي.

د رسمي شمېرو پر بنسټ، په دغو بریدونو کې، تراوسه ۳۱ اسراییلي وګړي ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

نور ولولئ: امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

نور ولولئ: د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیال هاګاري وايي:«ایران پر اسراییل پراخ برید پېل کړ. د ایران رژیم تر ۲۰۰ زیات ډرون، کروز توغندي او بالستیک توغندي پر اسراییل توغولي دي.”

د رسمي شمېرو پر بنسټ، په دغو بریدونو کې یو لس کلن اسراییلی ماشوم ټپي او روغتون ته وړل شوی دی.

د ایران پر قونسلګرۍ د اسرائیلو برید

دا برید په داسې حال کې کېږي چې دوه اوونۍ وړاندې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د هوايي برید په ترڅ کې د ایران د سپاه پاسداران د دوو جګپوړو قومندانانو په ګډون اووه سرتېري ووژل شول.

glfymmrxuaad i
د ایران ځانمرګي ډرون

د ایران د پوځ لوی درستیز ګواښ کړی چې د اسراییل لخوا د بیاځلې اقدام په صورت کې به،د هغوی ځواب له دې هم پرېکنده وي.

د ایران د پوځ لوی درستیز محمد باقري وویل:«زموږ له نظره دغه عملیات پای ته رسېدلي او د عملیاتو د دوام لپاره هوډ نشته؛ خو که‌چېرې صهیونیستي رژیم د اسلامي جهموریت پر ضد که هغه زموږ په خاوره کې وي او که په سوریه کې په موږ پورې په اړوندو ځایو کې وي یا بل ځای وي پر وړاندې به یې اقدام وشي، زموږ راتلوونکي عملیات به له دې پراخ وي.»

پر اسراییل د ایران دغه بریدونه د دغه هېواد د وګړو له پراخ غبرګون سره مخ شوي دي.

له دغو بریدونو وروسته د اسراییل جنګي کابینې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ یوه غونډه رابللې ده.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په دې هکله وویل:«زموږ دفاعي سیسټمونه ځای پر ځای شوي دي. موږ د هر ډول سناریو لپاره چمتو یو، دفاعي او برید دواړه. د اسراییل حکومت او اردو پیاوړي دي.»

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د امريکا متحدو ايالتونو، جرمني او ځينو نورو هېوادونو پر اسرايیل د ايران بريدونه غندلي او هغه يې د سيمې او نړۍ د هېوادونو سولې، ثبات او امنيت ته ګواښ بللی دی.

پر اسرائیلو د ایران له برید وروسته د امریکا په سپینه مانۍ کې د لسمشر جوبایډن تر مشرۍ لاندې د امنیت شورا بېړنۍ غونډه راوبلل شوه او له اسرائیلو یې ملاتړ په ډاګه کړ.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button