د انسان روغتیا ته د فضايي سفر پر خطرونو ساینسپوهانو ګڼې څېړنې کړي او لا هم روانې دي
له کلونو راهیسي په فضا کې د انسان د اکتشافاتو د ستونزو یا ننګونو د حل کولو لپاره څېړنې کېږي چې ډېرې یې د فضايي سفرونو په لړ کې د انسان روغتیا ته د خطرونو په اړه دي.
پر دې خطرونو پوهېدل، ورته د حللارو موندل او سپوږمۍ ته د ستنېدو د پروژو لپاره متقابل اقدامات د ناسا د آرتمیس په ماموریتونو او په نهایت کې مریخ ته د ستورمزلو د تګ د ماموریتونو لپاره ضروري دي. مریخ په دې وروستیو کې له دې کبله د فضايي ادارو لپاره په راښکونکي هدف بدل شوی چې ممکن هلته د ژوند کولو احتمال وي؛ څېړونکو خپلې ډېرې مطالعې په دې سیارې متمرکزې کړي دي.
پوښتورګي په فضا کې ورغ نه پاتې کېږي
د لندن کالج پوهنتون څېړونکي، ترسره کړو شننو او تجزیو دې نتیجې ته رسولي چې د مریخ اوږد سفر، چې ستورمزلي په فضا کې له وړانګو (تشعشعاتو) او بېوزنۍ سره مخامخ کوي، د ګردو یا پوښتورګو دایمي زیانمنېدو ته لاره هوارولی شي. پوښتورګي د ژوند لپاره خورا ضروري دي، ځکه چې فضولات لرې کوي، د بدن مایعات برابروي او په وینه کې اسید، مالګې او معدني مواد تنظیموي.
د دې لپاره چې تر اوسه هېڅ فضانورد مریخ ته په اوږده سفر نه دی تللی، څېړونکو په موږکانو فضایي سفر څېړلی. موږکان په دې ازمېښت کې د فضايي تشعشعاتو له هغو ډوزونو سره مخامخ شول، چې د مریخ د یو نیم او دوه نیم کلونو ماموریتونو معادل دي.
نور ولولئ: بریتانیا په هوايي ډګرونو کې د څېرو د تشخیص نوي ټکنالوژي ازمايي
نور ولولئ: د چینايي شرکت برښنايي الوتونکې تکسي
نور ولولئ: استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي
تر یوې میاشتې په لږ وخت کې، هغو نلونو، چې د کلسیم او مالګې توازن ښه تنظیموي، د انقباض نښې وښودې. د پخوانیو مطالعو له مخې، ستورمزلو ته په غیر معمول ډول د پوښتورګو ډبرې پیدا کېږي چې د دې علت د جاذبې کموالي ګڼل کیږي. په هر حال، اوسنۍ مطالعه ښيي چې فضا ته تګ د پوښتورګو په وسیله د مالګې د پروسس کولو طریقه بدله کړې، چې احتمالاً د ګردو د ډبرو په جوړیدو کې یې رول لوبولی دی.
ښځې او په فضا کې ددوی مقاومت
د نویو څېړنو له مخې، داسې ښکاري چې ښځې ممکن تر نارینه وو د فضا د سفر ټول سخت او پټ فشارونه ښه زغملای شي. په مجموع کې، د انسان پر بدن ډیر فشارونه راځي او بحث دا دی چې آیا د انسان نازک بیومیکانیک په اوږدو فضایي ماموریتونو کې ژوندی پاتې کېدای شي.
اوس څېړونکو په بیالوژیکي نمونو کې د معافیتي سیستم له غبرګونونو او د جینونو د فعالیت له څېړلو معلومه کړي چې ښځینه ستورمزلې ځمکې ته تر راستنیدو وروسته، د نارینه وو پرتله ژر د فضایي سفر د شرایطو له مفي اغېزو رغیږي. داسې ښکاري چې نارینه په عمومي ډول د ټولو حجروي معیارونو او ډولونو لپاره له فضایي سفر څخه زیات اغېزمن کیږي.
د انسان هډوکي او عضلې
د ځمکې د جاذبې له پېټي پرته، د انسان د بدن د لاندینۍ برخې هډوکي په فضا کې لږ کار کوي. د بار د زغم کمښت د هډوکو د کثافت د کمېدو سبب کېږي. دا پیښه په بدن کې د نورو برخو د معدني موادو اندازه هم زیاتوي او د نورو ستونزو لکه د کلسیم زیاتوالی او د پوښتورګي د ډبرې لامل کیږي.
فضانوردان هم له یو وخت څخه وروسته د عضلاتو په کمښت، قوت او استقامت کې کموالی تجربه کوي؛ ځکه چې په شاوخوا کې حرکت کول، له پښو او ملا څخه د کار کمښت ته اړتیا لري. په پایله کې، عضلات کمزوري یا اتروفی کیدی شي. عضلات چې په کمزوري حالت کې دي، کولای شي ځمکې ته تر راستنیدو وروسته د لوېدو له امله زیانمن شي یا په مریخ کې د لومړیو ګامونو اخیستل ډېر ستونزمن کړي.