سیمه

منظور پښتین: پاکستانی ریاست پښتون ته د لومړۍ درجه دښمن په سترګه ګوري، نه هند ته

اړوند خبرونه: 

منظور پښتین: پاکستان د افغانستان په ناامنۍ کې د خیبر خاوره کارولي ده

د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، پاکستان خپل اوله درجه دښمن پښتون ګڼي، نه هند.

پښتین دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پاکستاني پوځیانو په تیراه، جاني خېلو، خیبر او بنو کې په ډزو کې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د راپورونو له مخې پرون چهارشنبه د خیبر پښتونخوا په تیراه کې د پاکستاني ځواکونو د توغول شوې مرمې له امله د یوې ښځې او ماشومې په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.

منظور پښتین وايي، پر پاکستان هند برید کړی خو دغه هېواد یې غچ په خټینو کورونو کې له اوسېدونکو پښتنو او بې ګناه انسانانو اخلي.

نوموړي یو ځل بیا د پاکستاني ریاست له لوري د پښتنو د مشرانو نیولو غبرګون کې هم نیوکه کړې او د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.

پښتین له دې وړاندې هم نیوکه کړې ده چې ځینې پښتانه پاکستان ته د ځان سپینولو په موخه د هند ضد درېږي.

پښتین داسې مهال دا غبرګون ښیي چې تازه هند پر پاکستان د پهلګام د برید د غچ اخیستو لپاره برید کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button