قطر کې د اسلامي هېوادونو د ګډې غونډې پایلې
اړوند خبرونه:
ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي
د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی
امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي
د اسراییل له خوا د حماس پر مشرانو په دوحه کې د تېرې اوونۍ له هوايي برید وروسته، د عربي او اسلامي هېوادونو مشران په قطر کې راټول شول او بېړنی غونډه یې وکړه.
د دې غونډه په وروستۍ اعلامیه کې له هېوادونو غوښتنه وشوه چې له اسراییل سره خپلې دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې بیا و ارزوي. د عربي ټولنې د عمومي منشي مرستیال، حسام زکي، وویل چې دا غوښتنه په ځانګړي ډول هغو هېوادونو ته ده چې له اسراییل سره اړیکې لري.
د قطر امیر او د غونډې کوربه، تمیم بن حمد آل ثاني، د اسراییل پر صدراعظم بنیامین نتانیاهو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل: «اسراییل غواړي عربي نړۍ تر خپل نفوذ لاندې راولي.»
هغه زیاته کړه چې د تېرې اوونۍ برید په دوحه کې د غزې د خبرو اترو د شنډولو په هدف تر سره شو.
د خلیج د همکارۍ شورا مشرانو چې ټاکل شوې په قطر کې غونډه وکړي، د «ګډ دفاعي میکانیزم» د فعالولو غوښتنه وکړه. هغوی له واشنګټن څخه غوښتنه وکړه چې د خپل نفوذ او فشار له لارې ډاډ ورکړي چې د حماس پر هدفونو د قطر دننه بریدونه بیا تکرار نه شي.
په همدې حال کې، د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۵ / د وږي ۲۴)، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ټینګار وکړ چې د اسراییل د برید په اړه مخکې نه و خبر او د ده په اند داسې برید به بیا ونه شي.
د خلیج د همکارۍ شورا مشر، جاسم محمد البودیوي، وویل چې امریکا باید د اسراییل چلند محدود کړي.
د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، په غونډه کې د اسراییل برید «بې شرمانه»، او «پر ډیپلوماسۍ تېری» وباله او ویې ویل چې هدف یې د غزې د نسلوژنې د پای ته رسولو لپاره د دیپلوماتیکو هڅو شنډول وو.
هغه د امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو پر «ملاتړ» سختې نیوکې وکړې او له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل چې اسراییل منزوي کړي، پر هغه مالي او وسلوال بندیزونه ولګوي او د دغه رژیم مشران په نړیوالو محکمو کې محاکمه کړي.
د ایران ولسمشر زیاته کړه چې پر دوحه برید دا څرګندوي چې هېڅ اسلامي او عربي هېواد د اسراییل له «تېري» خوندي نه دی.
پزشکیان تر سفر مخکې هم د اسلامي هېوادونو د یووالي او له اسراییل سره د اړیکو د پرېکون غوښتنه کړې وه او ویلي یې و: «دغه رژیم پر ګڼو اسلامي هېوادونو لکه قطر، لبنان، عراق، ایران او یمن بریدونه کړي دي، هر څه چې یې زړه غواړي ترسره کوي او له بده مرغه امریکا او اروپایي هېوادونه یې هم ملاتړ کوي.»
ایران یو له هغو هیوادونو څخه دی چې اسراییل په وروستیو کې پرې سخت بریدونه وکړل، د دغه هیواد د لوی درستیز په شمل یې مهم پوځي چارواکي ووژل او ډېر مالي زیانونه یې ورواړول.
د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، هم په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې پر اسراییل فشار زیات کړي.
هغه وویل: «موږ باید خپلې دیپلوماتیکې هڅې لا پیاوړې کړو څو پر اسراییل بندیزونه ډېر کړو.»
اردوغان په دوحه کې وویل: «ترکیه چمتو ده د خپل دفاعي صنعت وړتیاوې له وروڼو هېوادونو سره شریکې کړي.»
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اعلان وکړ چې سبا په جینیوا کې د اسراییل پر برید د بېړنۍ غونډې ترسره کولو لپاره راټولیږي.
د قطر صدراعظم، محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، پرون له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې له دوهګونو معیارونو ډډه وکړي او اسراییل ته سزا ورکړي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وویل چې قطر د امریکا یو «لوی متحد» دی او اسراییل باید له هر برید مخکې «احتیاط» وکړي.