دعربستان او افغانستان د همکاریو ګډ کمیسیون له مشرسره د بهرنیو وزیر لیدل کتل شوي

 دسعودي عربستان او افغانستان د همکاریو ګډ کمیسیون له مشرسره د بهرنیو وزیر لیدل کتل شوي.دافغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر تللی. او هلتهېې د مختلفو اعلی چارواکو سره په مخلتلفو موضوعاتو خبرې شوي.

ښاغلي اتمر د سفر په دریمه ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د افغانستان او سعودي عربستان د همکاریو ګډ کمیسیون له رییس او د یاد هېواد د ترانسپورت وزیر ښاغلي مهنډس صالح بن ناصر الجاسر سره په لیدنه کې د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي، فرهنګي او ښوونیزو همکاریو پر پراختیا بحث کړی.له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د سعودي عربستان له سخاوتمندانو همکاریو څخه د قدردانۍ په کولو سره ښاغلي اتمر وویل. افغانستان په څلور ستراتیژیکو محورونو؛ (۱)سوداګري او ترانزیټ، (۲)پانګونه، (۳)د افغان ګارګرانو له پاره اسانتیاوې او لیږد او همدارنګه (۴)د پرمختیايي مرستو په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو په تنظیم او متمرکز کولو کې لیوالتیا لري.

ددغه هیوادد ټرانسپورت وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له وړاندیزونو څخه هرکلی وکړ او له افغان لوري څخه یې وغوښتل چې په لیکلي بڼه د وړاندیزونه طرحه له سعودي عربستان سره شریکه کړي، چې دا وړاندیز له افغان لوري څخه و منل شو. ټاکل شوي دغه طرحه په کابل کې د راتلونکي ګډې ناستې په وروستۍ کاري اجنډا کې شامله شي.

په پرونی ناسته کې دواړو لورو د همکاریو د ګډ کمیسیون د لومړنۍ ناستې د پریکړو پر پلي کیدو په تفصیل سره خبرې وکړې او د نا بشپړو مواردو د تطبیق په اړه یې لازمې پریکړې وکړې.په دې ناسته کې سعودي عربستان ژمنه وکړه چې د طبي زده کړو د یوه پوهنځي په ګډون به یو مسلکي روغتون په افغانستان کې جوړوي او فعالوي.

دعربستان او افغانستان د همکاریو ګډ کمیسیون له مشرسره د بهرنیو وزیر لیدل کتل شوي
دعربستان او افغانستان د همکاریو ګډ کمیسیون له مشرسره د بهرنیو وزیر لیدل کتل شوي

د باندینیو چارو وزیر د سعودي عربستان د ترانسپورت وزیر او د دواړو هېوادونو د همکاریو ګډ کمیسیون رییس مهندس الجاسر په کابل کې د یاد کمیسیون په دویمه ناسته کې د ګډون په موخه کابل ته دعوت کړ چې د سعودي عربستان له لوري یې هرکلي وشو.دویی وویل چې په یو مناسب وخت کې به حتما د افغانستان سفر کوي.

ولسمشرغني ته د مالیې وزارت د اصلاحي برنامو راپور وړاندې شو

ولسمشرغني ته د مالیې وزارت د اصلاحي برنامو راپور وړاندې شو.دافغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د مالیې وزارت رهبري سره په کتنه کې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو او سیستمونو د منظمولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې مالیې وزیر عبدالهادي ارغنديوال او د یاد وزارت ټولو مسوولینو په سیستمونو، تشکیلاتو، استخدام او بشري سرچینو کې د اصلاحاتو په اړه خپل راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.دوی وویل، زموږ عواید ۱۱،۵ میلیارده افغانۍ وو چې د تېر کال په پرتله سږ کال ۱۰،۵ سلنه لوړ شوي دي.همدارنګه سیستمونه کمپیوټري شوي، شفافیت منځته راغلی او هڅه کوو د هرې ورځې په تېرېدو سره عواید لوړ کړو.ولسمشر غني د دوی د راپور له اورېدو وروسته وویل، باید د خپلو عوایدو او لګښتونو په اړه وپوهېږو او د پیاوړتیا او کمزورۍ ټکي یې وپېژنو.

هغه زیاته کړه، باید د وارداتي توکو او داخلي تولیداتو په اندازې پوه شو او همداراز د مالیې وزارت سیستمونه توحید او مالکیت یې افغاني شي.جمهوررئیس غني دېته په اشارې چې افغانستان د دیجیټلي کېدو پر لور حرکت کوي وویل، مالیې وزارت ته د دغه سیستم تطبیقول زیات اړین دي. همدارنګه موږ د تفتیش په برخه کې متخصصینو ته اړتیا لرو، ترڅو د عوایدو د فرار مخنیوی وشي.د هیواد جمهوررئیس وویل، د مالیاتو د فرار یو لامل د سیستمونو پراګندګي ده باید سیستمونه اصلاح او منظم شي.

نوموړي وویل، د برنامو پر اقتصادي بعد باید بیاکتنه وشي او په مالیې او نورو ټولو وزارتونو کې دې افغانستان شموله برنامې په پام کې ونیول شي.ولسمشرغني په بنسټونو کې د اصلاحاتو په خاطر په جینوا کنفرانس کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تعهداتو ته په اشارې وویل، باید په مالیې وزارت کې اصلاحي برنامې تطبیق او هره برخه یې مسلکي او تخصصي شي.

ولسمشرغني ته د مالیې وزارت د اصلاحي برنامو راپور وړاندې شو
ولسمشرغني ته د مالیې وزارت د اصلاحي برنامو راپور وړاندې شو

ښاغلي ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، موږ په راتلونکي کې د ډونرانو په نشتوالي کې پالیسیو ته اړتیا لرو او باید زموږ د پانګونې تمرکز پر کانونو، زېربناو او سیمه ییزه اقتصادي همکاریو اوسي.هغه وویل چې موږ باید یو داسې چوکاټ رامنځته کړو چې د فساد نه پکې خلاص شو.اوپه ځان بسیا شو.

نن ورځ افغانستان کې درې نوې پروژې پرانستل شوې

نن ورځ افغانستان کې درې نوې پروژې پرانستل شوې. دافغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو د دواړو هیوادونو د هوساینې او اقتصادې ودې لپاره د درې ګډو پروژو پرانیسته مهمه وبلله. دغه پرانست غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه.او سیاسي اعلی چارواکو تر څنګ پکې د کابینې غړو هم ګډون وکړ.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ، درې مهمې اقتصادي او زېربنایي پروژې رسماً پرانیستې.دغه درې واړه پروژې چې په کې د اقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ، د کرکي ـ اندخوی ـ پلخمري 500 KV برېښنا لېږد لین پروژه او د امام نظر ـ اقینه ـ سرحد اباد ـ تورغونډۍ د نوري فایبر د وصل پروژې شاملي دي، د ویډیو کنفرانس له لارې په کابل او د ترکمنستان لباب ښار کې د دواړو هیوادونو د جمهوررئیسانو په فرمان رسماً افتتاح شوه.

د افغانستان او ترکمنستان جمهوررئیسانو په خپلو خبرو کې د یادو پروژو پر ارزښت خبرې وکړې او دغه پروژې یې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو د لازیاتې پراختیا او سیمه ییز اتصال لیدلوري د تحقق په برخه کې مهمې وبللې.هېره دې نه وي چې د اقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ په مجموعي توګه ۳۰ کلیومتره اوږده ده چې ۲۴ کیلومتره پټلۍ یې اصلي او ۶ کیلومتره یې د اندخوی په سټیشن کې فرعي کرښې دي او افغانستان له دې لارې له زیاتو هیوادونو سره وصلېږي او دا ګام د اسیا د څلور لارې په توګه د افغانستان د اقتصادي بدلون لپاره مهم دی.

دېته ورته د کرکي ـ اندخوی ـ پلخمري برېښنا لېږد پروژه کې له اقینې څخه تر شبرغان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ او له شبرغان څخه تر مزارشریف پورې ۲۲۰ کیلوولټ لېن غځولو کار بشپړول، شاملېږي.دواړو لوو دغه پروژه مهمه یاده کړه او د دواړو هېوادونو په فایده ېې هم وبلله.

نن ورځ افغانستان کې درې نوې پروژې پرانستل شوې
نن ورځ افغانستان کې درې نوې پروژې پرانستل شوې

همدارنګهد نوري فایبر پروژه چې د ساختماني کېبل کار یې په اقینې بندر کې بشپړ شوی، له مهمو پروژو څخه یوه ده چې د ترکمنستان هیواد له لارې د ۲۵۰۰ میګابایټ انټرنیټ په عرضه کولو سره به یې زموږ وطنوال په هرات او ګاونډیو ولایتونو کې له انټرنیټي خدمتونو برخمن شي.

د ولسمشر غني په حضور کې د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د رئیس شمیم خان کټوازي او د اکټیډ موسسې د رئیس فرانسس هریشر او ANCC موسسې رئیس فرهاد کریمي ترمابین د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه په امضاءورسېدل.

په دغو مراسمو کې چې پرون غرمه په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شول د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شمیم خان کټوازي وویل، له جمهوررئیس څخه مننه چې د دوی په پاملرنه او لارښوونه نن د هیواد لسو نورو ښارونو ته د ولسي تړون ملي پروګرام غځولو او دولسو ښارونو کې د کارموندنې تړونونه له همکارو موسسو سره لاسلیکوو.د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رئیس وویل، په جلال اباد، کندهار، هرات او مزارشریف ښارونو کې په درې کالو کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۱۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۹۱۴ پروژې تطبیق شوي

چې هلمند، غزني، فراه، پروان، جوزجان، بدخشان، پکتیا، لوګر، نیمروز او بلخ لسو ولایتونو ته د دې پروګرام غځولو سره به د ۴۵ میلیون ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې عملي شي.ښاغلي کټوازي وویل د کارموندنې پروګرام دویمه برخه کې به په جلال اباد، لغمان، کنړ، نورستان، هرات، غور، تخار، کندز، بغلان، خوست، کندهار او فاریاب دولسو ولایتونوکې د ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت په څلورو کالو کې بېلابېلې پروژې د ولس په خوښه تطبیق شي.

نوموړي زیاته کړه، ۱۲۰ زره خلکو ته د کاري زمینو ترڅنګ به کارموندنه باثباته او دوامداره شي. د ولسونو په همکارۍ به په لږ وخت کې په ښه ډول دا پروژې پلې او پر دولت د خلکو باور لا زیات کړو. هغه زیاته کړه، په راتلونکي کې به د پروژو تطبیق کې د ښاروالیو ظرفیت لوړ او د همکارو موسسو رول را کم کړو. په دویم پړاو کې دې لسو هغو ښارونو ته چې لږ انکشاف یې کړی دا پروګرام وغځول شي.

د اقتصاد وزیرې وویل، د کارموندنې بین الوزارتي پروګرام اساسي موخې د اقتصادي فرصتونو لپاره د مناسب محیط رامنځته کول، د سوداګرۍ او پانګونې برخې مقررو اصلاحات، د اقتصادي فرصتونو ایجاد، د کسب او کار اسانتیاوې، د زیربناوو ښه والی، د سوداګریزو مارکېټونو د ظرفیتونو پیاوړتیا، د ښاري پروژو اولویت بندي او د کار بازار پیاوړتیا دي.

د ولسمشر غني په حضور کې د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول
د ولسمشر غني په حضور کې د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول

د یادو تړونونو له لاسلیک وروسته جمهوررئیس غني وویل، نن ټولو په ځانګړي ډول هغو هیوادوالوته چې د کرونا او دوامدارې بې وزلۍ له امله یې په اړوندو ښارونو کې ژوند زیات زیانمن شوی، د کارموندنې د دې بهیر د پیل مبارکي وایم او له دې سره به یې په ژوند کې ښه والی راشي.جمهوررئیس غني وویل، د ساساکي پراختیایي پلانونو تر برابرولو وړاندې زموږ د دولتي او بین المللي همکارانو د واحد لید د نشتوالي له امله زموږ ښارونه په غیرپلاني ساحو بدل شول.

وزارت مالیه:تېرودوواونیوکې عواید زیات شوي

وزارت مالیه:تېرودوواونیوکې عواید زیات شوي دغه وزارت په خپل یوې اعلامیه کې لیکلي وو، سره له دې چې کرونا وېروس دافغانستان عواید تر بل هر وخت زیات اثرکړۍ ، په تېرو څه کم دوو اونیو کې یې له ۶ ملیارده افغانیو ډېر چمع شوي دي،

یاد وزارت وايي ، سره له دې چې کرونا د هېوادعواید تر بل هر وخت زیات اثر کړۍ وو په تېرو څه کم ۱۳ ورځو کې یې له ۶ ملیارده او ۲۴۱ ملیونه عواید زیات شوي دي په ورته وخت کې بانک جهاني یوه راپور کې ذکر شوي دي چې په افغانستان کې مالي فساد د دغه هېواد عواید ۳۰ سلنه کم کړي دي، خو د مالیې وزارت بیا وایي چې دوی په مالیاتي سیستم کې د شفافیت او د فساد له ختمولو کلکه اراده لري تر څو په وینا یې په فساد ککړې کړۍهم له منځه لرې کړي،

همدازار دبانک جهاني په راپور کېذکر کړي چې د عوایدو د کموالي له وجې د کورنیو اړتیاوې نه پوره کېږي او دغه کال په هېواد کې د بېوزلۍ په کرښې اوه میلیونه نور کسان زیات شوي دي.خو د مالیې وزارت د نړیوال بانک هغه شپږ میاشتني راپور ته چې په افغانستان کې یې د فساد له وجې د ناسم اقتصادي حالت په اړه معلومات خپاره کړي، ویلي چې د عوایدو کموالي غټه وجه د کرونا وبا وه،

دیاد وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي چې د عوایدو د ټيټوالي عمده دلیل کرونا وه چې سرحدونه بند شوي وو او اقتصادي فعالیتونه کم وو.د نوموړي په وینا، حکومت په ګمرکونو کې د فساد مخنیوي لپاره د عوایدو را ټولونې سیستم ډیجیټلي کړی او دغه راز نور اړین اقدامات یې کړي، خو دا چې کرونا ټوله نړۍ ځپلې نو افغانستان یې هم لوی قرباني و.

دغه وزار زیاتوي ، چې د روان مالي کال د سرطان تر۲۰مې نېټې پورې په ټول افغانستان کې ۸۶ میلیارده  او ۳۷۷ میلیونه افغانۍجمع شوي دي.خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۳۲۹ میلیونه یې له مستوفیتونو، ۲ میلیارده ۱۹ میلیونه یې له مالیاتي عوایدو، ۸۶۵ میلیونه یې له غیرمالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده ۲۷ میلیونه د هیواد له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي

اوس باید دولت داسې اقدامات وکړي چې د هېواد عواید نورهم زیات کړي،ترڅو د افغانستان په بیا رغونې کې وکارول شي،او افغانستان جوړشي ځکه هېواد مو په ډېرو بد بختیو کې دۍ دا څو لسیزې کيږي چې جنګ پکې روان دۍ نو باید داسې یو مېکانېزم دجوړ شي چې عواید موپه سمه توګه راټولشي او غلا او فساد هم پکې ونشي،ځکه د هېواد د عوایدو اداره د دې نه وړاندې هم په فساد ککړه او تورنه وه،

د فساد په تور څلور والیان څارنوالۍ ته معرفي شوي

د افغانۍ پر وړاندې کلداره نوره هم بې ارزښته شوه د ګاونډي هېواد پاکستانۍ کلدارې مخکې هم د افغانۍ پر وړاندې یو بې ارزښته پولي واحد وو خو د څو میاشتو راهېسې د نزولي تګ خبرې نورې هم زیاتې شوې دي،

کلداره له دې مخکې هم د افغانۍ پر وړاندې یو بې ارزښته پولي واحد بلل کېده خو د کرونا وبا په راتګ سره یې نوره هم بې ارزښته شوه او لا هم په ځوړه روانه ده خو اوس پاکستاني وګړي او دولت دغه بې ارزښتۍ راپارولي دي د پاکستان د مسلم لیګ ن ګوند مشرانو خواجه آصف او احسن اقبال د پاکستان پر اوسني حکومت نیوکه کړیې ده چې د دوی د ناکاره اقتصادي پالیسیو او له ګاونډیو سره د ناسمو اقتصادي اړیکو له امله کلداره د افغانیو پر وړاندې په بېساری بې ارزښته شوې ده،

د یاد ګوند یو جګپوړي ممبر احسن اقبال پر عمران خان تور لګولی چې په اقتصاد هېڅ نه پوهېږي، نوموړی زیاتوي؛ (د نیپال معیشت له موږ نه مخکې دی، حتی دا چې اوس د افغانستان کرنسي هم له موږ نه پورته (له یوې روپۍ نه ګرانه) ده.د ترهګرۍ دغه تمویلوونکی هېواد چې له تېرو څو لسیزو را هیسې د ډیورنډ پر تپل شوې کرښه لسګونه ترهګرې ډلې پالي او روزنه ورکوي، په دې وروستیو کې یې د کلدارې ورځ خرابه شوې ده، اقتصادي بحران یې مخ په زیاتېدو دی او په دې وروستیو کې یې له افغانستان سره د صادراتو او وارداتو بهیر هم ټکنی شوی دی.

په اوسني حالاتو کې یوه پاکستانۍ روپۍ د نیمې افغانۍ نه هم کم قیمت لري او په کابل کې ۱۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ په شاوخوا ۴۶۰ افغانیو اړول کیږي.که څه هم له تېرو لسو کلونو افغانۍ او روپۍ هېڅکله سره برابر شوي نه دي او افغانۍ لوړه پاتې شوې ده، خو د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو درېیو کلونو کې د افغانۍ په مقابله کې د پاکستانۍ روپیو قدر نور هم زیات کم شوی دی.

دا چې افغانستان په دې موده کې څنګه وکړای شول چې خپله د کرنسۍ بیه جګه وساتي، د اقتصادپوهانو په وینا یوه وجهه یې کیدای شي دا وي چې افغانستان د پاکستان غوندې غټې نړېوالې قرضې نه لري او بل دا چې ورسره زیاتې بهرنۍ مرستې هم کیږي.بل پلو بیا پاکستانۍ روپۍ د تېر حکومت په پرتله په اوسني هغه کې په پرلپسې توګه مخ په ځوړ روانه ده چې اوس یې ارزښت تر بل هر وخت کم شوی او تېره هفته د یوه امریکایي ډالر په بدل کې د کلدارو بیه ۱۶۸٫۹۱ ته پورته شوه.

له بلې خوا پاکستان په بهرنیو قزضو کې ډوب دۍ او په لکاوو ډالر ېې د اي ایم ایف نه قرض کړي دي اوسنۍ د پاکستان دولت چې عمران خان ېې مشري کوي اکثره د مخالف ګوند مسلم لیګ مشران ېې په نښه کوي او وايي چې باید فعلي دولت ژر ترژرت استعفا وړاندې کړي ځکه دويي د ملک اقتصاد خراب کړ باید ژر تر ژره نوې منتخب حکومت منځ ته راشي،

اوس وخت د دې رارسطدلۍ دۍ چې باید دواړه دولتوونه خپلو منځو کې سره کیني او په اقتصادي رشت باندې سره خبرې وکړي ځکه د پیسو بې ارزښته کېدل د دواړو هېوادونو لپاره خطري خبره ده نو د دواړه هېوادنو اقتصاد پوهان باید سره کيني او د ولسمشرانو په مشورې یو مېکانېرم جوړ کړي ترڅو د افغانستان اقتطاد هم وده ووکړي او پاکستان هم په ګټه کې پاتې شي که دويي داسې ونکړي نو پاکستان کلدارې ممکن نوره هم خکته شي او بې ارزښته شي،

کرونا ویروس:امریکارسما له اقتصادي ستونزوسره مخ ده

کرونا ویروس یو داسې ناروغي ده چې نړۍ ېې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړې ده او د ټولې نړۍ په پرتله امریکا ټولو نه زیاتو ستونزو سره مخ ده امریکا کې کاروبار ته له اجازې ور کولو وروسته اوس تګزاس او فلوریډا په ګډون ځینې ایالتونو کې د کورونا وېروس پېښې ډېرې شوې دي.

دغه هیواد کې د اقتصاد څېړلو دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، امریکا له فرورۍ راپریخوا د اقتصادي ځوړ پېر ته ننوتلي دي. د اقتصاد څېړلو ملي دفتر- چې د اقتصادي کړکېچ د پیل او پای اعلانولو برخه کې باوري خصوصي اداره ده- خپل رپوټ کې زیاتوي، د امریکا اقتصاد په فرورۍ میاشت کې د ۲۰۰۷- ۲۰۰۹ اقتصادي کړکېچ وروسته د ودې اوج ته رسېدلی و، خو له هغه راهیسې په ځوړ روان دی.

دا بهیر د کورونا وېروس له امله لا تیز شوی دی. په دا مهال د اقتصاد څېړلو ملي دفترخپل رپوټ کې لیکلي د امریکا د اقتصادي پرمختګ موسم- چې د ۲۰۰۷ کال له اقتصادي کړکېچ تر وتلو وروسته پیل شوی و- پام وړ ریکارډونه جوړ کړي؛ په داسې ډول چې د امریکا اقتصاد تېرو ۱۲۸ میاشتو کې په لوړ روان و، یا یې صعودي بهیر درلود.

د کورونا وبا له خپرېدو مخکې هم ډېری کارپوهانو د یوه اقتصادي ځوړ خبره کړې وه، خو د وضعیت د خرابوالې پر کچه یې نظر مختلف وو. د کورونا له امله چې امریکا کې مختلف کاروبارونه له ټولبندیز یا قرنطین سره مخ شول، ور سره په دغه هېواد کې د مۍ تر وروستیو تر څلوېښت میلیونو کسان بې کاره شول.

امریکا کې د ټولبندیز یا قرنطین وروسته بیا ټیکزاس او فلوریډا په ګډ ځینې ایالتونو کې په کورونا د نویو کسانو د اخته کېدو شمېر ډېر شوی دی. د یکشنبې په ورځ فلوریډا کې په پرلپسې پنځمه ورځ ډېر کسان په کووېډ-۱۹ ناروغان شول چې ټول شمېر یې ۶۴ زرو ته رسېږي.

دغه ایالتو کې د وېروس د اوج په ورځو کې هم دومره کسان اغېزمن شوي نه وي. په امریکا کې تر شل لکو کسان په کورونا وېروس اخته شوي او د دې وېروس له امله ډېر کسان هم په دغه هېواد کې مړه شوي چې نږدې یو لک یوولس زرو ته رسېږي.

د یادونې وړ ده چې په نړۍ کې اوه میلیونه ۸۵ زره ۸۹۰ کسان په کورونا اخته شوي او څلور لکه پنځه زره ۱۶۵ ترې مړه شوي دي.تر هغه وروسته برتانیا کې څلوېښت زره ۶۸۰ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.خو بازې راپورونو له مخې امریکا په نړۍ کې ترټولو هیوادونو نه زیاته د دغه ناروغۍ نه اغېرمنه شوې ده

دا هم باید یاده کړو چې د کرونا له امله افغانستان هم اقتصادي ستونزو سره مخ ده د بې کارۍ کچه پکې نوره هم زیاته شوې ده داسې فامیلونه شته چې د پیکارۍ له امله خپل اولادونو ته دوه وخته ډوډۍ هم په سمه توګه نشي ورکولۍ که څه هم دغه وضیعت د پخوا نه هم خراب وو خو اوسمهال د کرونا له امله نور هم خراب شوۍ دۍ.

افغانستان مرکزي اسیا ته دوه نیم زره لارۍ واستولې

کرونا و یروس د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او ۱۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ

که نړيوال اقتصادي انځور کې خپل هېواد ته پام وکړو نو دا چې د افغانستان اقتصاد د نړۍ یا سیمې په اقتصاد کې د پام وړ ونډه نه لري، نو له دغه بحثونو څخه باندې پاتې و. بل لامل یې دا دی چې زمونږ د اقتصادي ودې د ځوړ عمده لاملونه داخلي دي.

د ۲۰۱۴ کال څخه را په دېخوا پس له هغې له ستونزو سره مخ شوو کله چې مالي مرستې را کمې شوې، ګڼ شمېر نړېوال ځواکونه له هېواده ووتل، امنیتي وضیعت لازیات خراب شو. د دې ټولو ستونزو ترڅنګ د ولسمشرۍ ټاکنو د نتايجو پر سر شخړه او په پایله کې د ملي وحدت حکومت رامنځته شو چې د هېواد اقتصادي وضعیت باندې یې لازیات منفي اغېز وارد کړ.

همدا لامل دی چې د هېواد اقتصاد کوم چې باید زمونږه اړتیا سره سم ۵ یا له دې نه هم په زیاته سلنه وده کړې وی، پس له ډېرو هلو ځلو تېر کال ایله ۲.۹ سلنې ته ورسېده. له همدې ټیټې اقتصادي ودې له کبه په هېواد کې د بېوزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوونکو سلنه له ۵۴٪ نه لوړه شو او د بېکارۍ کچه ۴۰ سلنې ته لوړه شوه..

په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ د سولې له تړون څخه وروسته دا هیله پېدا شوې وه چې د خصوصي سکتور ذهنیت به مثبت او ډاډ به بېرته ترلاسه شي او په هېواد کې به پانګه اچونه لوړه شي چې په پایله کې به اقتصادي ودې کې د پام وړ لوړوالی راشي. خو له بده مرغه، د کورونا وېروس خپرېدلو دغه فرصت ته زیان ورساوه.