کندهار کې به۲۰۷۰ ځوانان په دولتي دندو وګمارل شي

کندهار ولایت مقام وايي، په دې ولایت کې د ښوونکو او بېلابېلو نورو دولتي ادارو د خالي بستونو لپاره د ډله ییز کانکور ازموینه پیل شوه.کندهار کې به۲۰۷۰ ځوانان په دولتي دندو وګمارل شي د ولایت مقام په یوه خپره شوې خبرپاڼه کېویل شوی.

په دغه ازموینه کې له پنځه زره اووه سوه او پنځلس نوماندانو د ۲۰۷۰ خالي دولتي بستونو لپاره د ډله ییزو کانکور ازموینه واخیستل شي او په شرایطو برابر کسان به په دغه بستونو وګمارل شي. د دغه ازمویني د پرانیستي پر مهال کندهار والي حیات الله حیات ویلي، د دې بستونو په ډکولو سره به له یوي خوا د بېکارۍ کچه راټیټه شي او له بلي خوا به حکومتي چارې توګه ترسره کیږي.همداراز د کانکور ملي ادارې استازي پوهاند محمد اقا شیرزاد ویلي،

د کانکور ملي اداره د دې وړتیا لري چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵ زره کسانو د ازمویني پایلي راوباسي او په وینا یې، د دې ازموینې پایلې به هم ژر تر ژره اعلان کړل شي.که څه هم چارواکو ډاډ ورکړی چې د دولتي بستونو په ډکېدو سره به د بېکارۍ کچه ټیټه شي، خو اداري فساد،

همداراز د وړتیا پر ځای د اړیکو پر ځای ګمارنې او د پیسو په بدل کې د دولتي بستونو خرڅول هغه ستونزې دي چې ډېری استعداد لرونکي ځوانان یې په خپلو کورنو کې د بېکارۍ په ټغر کېنولي او هغه کسان ګمارل شوي چې پیسې یا واسطه لري.دويي که څه هم امتحان ورکوي خو ولې که امتحان ېې سم هم نه وي نو بیا هم کامیابیږي.

د ځيني متخصیصینو پر وینا دويي باید د وړتیا او استعداد پر بنسټ وګمارل شي هغه خلک راوستل شي د چا تخصص چې په دغه بست کې وي نه داسې خلک چې تخصص ېې یو شی وي او بست ېې مسلکي دويي چېط کله په دمدو وګمارل شي خپل کارونه پر مخ نشي وړی او اکثره کارونه په نورو خلکو کوي.

وزیردفاع: د کندهار امنیتبه ډېر ژر ډاډمن شي

وزیردفاع: د کندهار امنیتبه ډېر ژر ډاډمن شي د افغانستان دفاع وزیر او غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي  قوماندان سکاټ میلر کندهار ولایت ته سفر کړی او هلته د حالاتو ته په کتو سره د کندهار د امنیت کیدلو ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې وسلوال ځپلي دي.

لکه څنګه چې تاسو ټولو ته معلومات شته چې د کندهار ولایت ارغنداب  او ژړۍ ولسوالیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي چې پر مهال يې د کندهار اوسیدونکي اندېښمن کړي چې  ښايي کندهار هم د هلمند  په څېر سي پر همدې مهال د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر کندهار ته ولاړل او د دې ولایت له محلي چارواکو سره يې وکتل خو

د هېواد د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې ټول به ژر په دې ولایت کې د امنیتي حالت د ښه کیدلو شاهدان و اوسو  په دې ولایت کې مېشتو افغان ځواکونو د دفاع سرپرست وزیر او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان ته ډاډ ورکړ چې طالبانو ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې او ژر به د دې ولایت له نا امنه سویو سیمو طالبان وباسي.

تر دې دمه لاهم په یادو ولسوالیو کې نا امني روانه ده او په ځینو سیمو کې يې نښتې رامنځ ته کیږي د کندهار اوسیدونکي د وروستیو نا امنیو رامنځ ته کیدلو له امله اندېښمن دي او ویلي يې دي چې باید د کندهار د امنیت لپاره کوښښ شي او ټوله مافیا باید خکومت له منځه یوسي تر څو د کندهار کې امن خراب نه کړي او امن پکې راشي. ځکه زیات خلک د مافیا شتون اندېښمن کړي دي.

  1. وزیردفاع: د کندهارامنیت به ډېر ژرډاډمن شي

طالبانو له هلمند وروسته د کندهار او ارزکان پر یو شمېر ولسوالیو بریدونه وکړل او د دې ولسوالیو ډیری سیمې ونیولې له دې نا امنیو سره تر خوا د سیمې هېوادونه په دې کوښښ کوي چې  د طالبانو او دولت ترمنځ ژر د سولې خبرې پیل سي ترڅو جګړې ته د پاي ټکی کښېښودل سي، خو لا مالومه نه ده چې افغانستان کې به روانه جکړه څه وخت پای مومي

کندهارکې د شاتو تولیدات نورهم زیات شوي دي

کندهارکې د شاتو تولیدات نورهم زیات شوي دي ، دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونه او د شاتو تولید زیات شوی دی.د دغه ولایت مسولین د تېر کال په پرتله سږکال زیات تولید شوي دي،کوم چې د هېواد اقتصاد لپاره یو ښه زیرۍ دۍ،


د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ د مسولینو په وینا په یاد ولایت کې هر کال د شاتو د مچیو د فارمونو د زیاتوالي له امله شاوخوا ۲۷ ټنه شات یا عسل تولیدیږي.دغه چارواکي وايي چې هرکال په کندهار کې زیات شات توليديږي خو سږ کال تر ټولو کلونو زیات شات تولید شوې دي او لا هم توليديږي دا هم باید یاده کړو چې شات د یخو ځایونو په پرتله ګرمو ځایونو کې زیات کيږي نو کندهار هم د نورو ولایاتو په پرتله ګرم دٌۍ همدا وجه ده چې دغه ولایت کې شات ډېر توليدیږي،

د دغه ولایت د شاتو تولید د هیواد ډیری ولایتونو او همدا رنګه له هیواد بهر عربي هیوادونو ته هم صادریږي.دد کندهار نه شات اکثره کویت، سعودي ، متحده عربي اماراتو ته صادريږي ددغه هېوادونو وګړي اکثره شات ډېر خوښۍ او هر کال ورته استول کيږي افغانستان نه علاوه پاکستان او هند او بنګله ديش نه هم اماراتو او عربي ملکونو ته شات ډېر صادریږي او دغه شات عربان ډېر اخلي او استفاده کوي ېې

اوس مهال کندهار ولایت کې ۵۴ د شاتو د تولید فارمونه موجود دي، چې هر فارم کې تر شپږ زرو پورې مچۍ ساتل کیږي.او شات ورڅخه توليديږي د دغه ولابت د کرنې مسولین ووايي چې کندهار کې د نورو ولایاتو پرتله هم ډېر شات تولید شوي او لا هم توليديږي کوم چې د هېواد اقتصاد لپاره ډېرښه زېرۍ دۍ څکه چې د هېواد صادرات کله ډېر شي نو دا د هېواد اقتصاد لپاره یوه ښه نښه ده او باید دولت هم په دې اړه نور کار هم وکړي ترڅو شات په نړیواله کجه وپلورل شي

د شاتو د مچیو هر صندق ۵زره افغانۍ ارزښت لري، چې د کندهار د بزګرانو اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا سبب شوی دی.دلت باید دغو بزګرانو سره کار وکړي ترڅو د دويي شته ستونزې حل شي ځکه که مونږ اوکورو دغه بزګران د دولت نه خوشاله ندي او په وینا ېې سم سهلت ورته نه ورکول کيږي او نه ورته دولت پاک کيږي،

کندهارکې د شاتو تولیدات نورهم زیات شوي دي
کندهارکې د شاتو تولیدات نورهم زیات شوي دي

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید ټول تجاران سره یو ځاۍ شي او دولت ته مراجعه وکړي ترڅو دويي ته هغه څه ورکړل شي کوم چې د دويي ته پکار دي وزارت تجارت هم باید په دې اړه یو مېکانېزم جوړ کړي ترڅو دويي ته سهولت ایجاد شي او د هېواد اقتصاد پیاوړۍ شي او نوره هم وده وکړي او افغانستان به د ځان بسیاینې ته نور هم ورلنډ شي،

کندهار ولايتي ادارې په کرونا باندې مصرف شوې بودېجې په اړه معلومات وړاندې کړل

کندهار ولايتي ادارې په کرونا باندې مصرف شوې بودېجې په اړه معلومات وړاندې کړل وروسته له هغه چې د کندهار ولایتي ادارې ته د کرونا لپاره د ورکول شوې بوديجې په اړه د فساد تورن شوې و د عامې روغتيا نوماند وزيرکندهار ته سفر درلود

دغه وزير کندهار کې د ولسي جرګې له وکیلانو سره ژمنه وکړه چې دغلته به د فساد په اړه لګېدلي تورونه په پوره دقت څېړي او وضاحت به يې له دوی سره شريکوي.اوس تازه د کندهار ولايتي ادارې د لګول شوې بوديجې په اړه وضاحت پر ليکه کړی دی. «د کرونا د مخنیوي په موخه کندهار ته منظور سوې (١٠،٠٠٠٠،٠٠٠) سل میلیونه افغانۍ تر دې مهاله د تدارکاتو د قانون له مخي په مصرف رسیږي، چي له جملې یې د (٥٢،٥١٢،٧٠١) دو پنځوس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت (٢٢) لوی او کوچني قراردادونه منظور سوي دي.»

د کندهار ولایتي اداره وايي، د کرونا د مخنیوي لپاره په ولایتي کچه ټولو ټاکل سویو کمیټو د عینومېني ۳۵۰ بستریز روغتون او عامي روغتیا ریاست د مسؤلینو له لوري د سویو پیشنهادنو له مخي قراردادونه منظور کړي، تر څو د پیشنهادونو له مخي اړتیاو ته رسیده ګي سوې وي.

همدارازراز راپور کې ذکر شوي دي:د ولایت مقام د تدارکاتو کمیټې تر دې مهاله د ٥٢ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ٢٢ لوی او کوچني قراردادونه منظور کړي، چي تر اوسه د یادو ٥٢ دو پنځوس نیم میلیونه افغانیو څخه قراردادي شرکتونو ته (١٨٥٦٣٥٨) اتلس نیم میلیونه افغانۍ د مستوفیت له طریقه ورکول سوي او پاته (٣٣،٩٤٩،١٢٠) درو دیرش اشاریه نهه میلیونه افغانۍ په کندهار مستوفیت کي موجودي دي او قراردادي شرکتونو ته یې د تسلیمي پروسه جریان لري او همدارنګه د کرونا د مخنیوي په موخه روغتیایي پرسونل ته د حمل او ثور میاشتو لپاره (٩٦٠٤٩٧٦) نهه نیم میلیونه افغانۍ معاشات هم اجراء سوی دی

ولايتي اداره وايي، تر اوسه پوري د منظور سویو ١٠٠ میلیونو افغانیو څخه قراردادي شرکتونو او روغتیایي پرسونل ته د معاشاتو لپاره د مستوفیت له لوري (٢٨٠١٥٨٤٩) اته ویشت میلیونه افغانۍ ورکول سوي او پاته (٧١٠٨٣٤٤٣) یو اویا میلیونه افغانۍ په کندهار مستوفیت ریاست کي شتون لري.

د عینومېني ۳۵۰ بستریز ه شفاخانه او د صحت عامې ریاست د ژړۍ، دامان او بولدک ولسوالیو د کنټرول مرکزونو لپاره د (۵۰۰۰۰) لیټره ډیزلو قرارداد د (۱۹۵۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت روح الله محیبي لوجستیکي کمپنۍ سره سوی دی. د عامي روغتیا ریاست او عینو مېني۳۵۰ بستریز روغتون لپاره د (۱۶) قلمه دفتري تجهیزاتو د خریدارۍ لپاره (۸) لوجستیکي شرکتونو ته د قیمت اخیستلو اسناد تسلیم سوي، ولي له جملي یې یوازي (۳) شرکتونو په داوطلبي کي ګډون وکړ، چي په نتیجه کي روح الله محیبي لوجستیکي شرکت د (۲۴۲۷۲۶۰) دوه میلیونه څلور سوه زره افغانیو په ارزښت قرارداد ترلاسه کړ.

د ا هم باید یاده کړو چې افغانستان یو غریب او بې وسه هېواد دۍ باید د فساد مخنیوۍ وشي ا افغانستان نور د دې بې و طلۍ نه وباسي او هېواد سره خیانت او فساد ونکړي ځکه افغانستان بودیجه میمې نه زیاته په بهرني مرستو او د نړیوالې ټولنې په مرستې روانه ده نو باید چې کوم کومک ورسره کيږي په سمه توګه مصرف شي ترڅو دغه راغلې پیسې په ځاۍ مصرف شي او افغانستان د تعمیر او ترقۍ لپاره هم ؛ټه ور ثابت شي،

افغانستان مرکزي اسیا ته دوه نیم زره لارۍ واستولې

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ولایتي رياست وايي،چې پلان لرو چې د مهاجرینو لپاره د کندهارپنجوايي ولسوالۍ کي ١٠٠ اړمنو کورنیو لپاره کورونه جوړکړي دوي وايي دغه کورونه به اوس لپاره د ۱۰۰ کورنویو لپاره جوړيږي

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست او ډبلیو ایچ او مؤسسې په همکارۍ د بو ان ایچ سي آر مرستندويه ادارې په بودیجه په پنجوایي ولسوالي کي ١٠٠ بېرته راستنېدونکو، داخلي بې ځایه سویو او بې وزله فامیلونو لپاره کورونه جوړېږي او د ښار په مختلفو ناحیو کي ٤٩١ اړمنو کورنیو لپاره د سولري برېښنا دوې پروژې عملي کېږيپه همدې مقصد د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو، ولایت مقام سټکوريَ خدماتو ریاستونو او د بو ان ایچ سي آر همکاري موسسې د مسولینو ترمنځ ولایت مقام کي د همږغۍ غونډه جوړه سوه او د پروژو د څرنګوالي په اړه بحث وشو او دويي د دغې پروژې په څرنګوالي باندی او پلانونو باندې هم خبرې اترې وشوې،

همدا راز د سولري بریښنا پروژه د کندهار ښار په (٧، ٨، ٩، ١٢) ښارې ناحیو کي د دریو میاشتو په اوږدو کي عملي کیږي، چي په تطبیق سره به یې په شرایطو برابر ٤٩١ بیرته راستنیدونکې، داخلي بې ځایه سوې او ځایي اړمني کورنیو ته د سولري برېښنا اسانتیا برابره شي، اوس وخت کې باید دولت دغو خلکو سره د الله د رضا لپاره مرسته وکړي ترڅو دويي هر فامیل خپل کور ولري اوو په ارامه فضا کې پکې ژوند وکړي،

د کندهارپنجوایې ولسوالي کي به په شرایطو برابر ١٠٠ بېرته راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو فامیلونو لپاره د دوو خونو، یوه دهلېز او دوو تشنابونو په درلودلو کورونه جوړ شي، دغه کورونه کې به هواداره کوټې یا خونې وي ځکه د کندهار ډېره یخه نده او خلک غواړي چې دغو ځایونو کې ازاده او هوادار کورونه ولري،

د ولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د داخلي بې ځایه سویو او راستنېدونکو کورنیو د لاسنیوي لپاره یاد پروګرام ګټور وباله او له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چي په پوره شفافیت او روڼتیا دغه پروګرام تطبیق کړي.ښاغلي دستګیري د ځمکو د ملکیتونو قانوني چارې بشپړول، د مستحقو کورنیو په نښه کول، په اساسي ډول د کورنو جوړول، د کورنو لپاره ښه ډیزاین، اړتیا او شرایطو ته پام د پروګرام په ښه تطبیق کي ګټور وبلل او مسؤلینو ته یې سپارښته وکړه، چي دې برخو ته پاملرنه وکړي.

پاسینۍ دواړه پروژې د سیمه ییزو شوراګانو سره په همږغۍ عملي کیږي، تر څو د مستحقو کسانو د تثبیت پروسه په پوره روڼتیا سره ترسره شي، د کندهار خلک د دولت نه غواړي چې چې که دغه پروژې ژر تر ژره عملي یا پلي نشي نو دغه راستدونکې خلک به په خرابو کورونو کې ژوند کوي او یا به هم په خېمو کې زوند کولو ته اړ شي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې دولت باید ژر تر ژره دغه کورونه جوړول پیل کړي او بودیجه ورته ځانګړي کړي ترڅو دغه ځايي خلک ژر ت ر ژره خپل کورونه ولري او ارامه فضا کې ژوند وکړي، دا هم باید یاده کړو چې د دې وړاندې هم دولت مهاجرینو او بې ځایه شویو ته کورونه جوړ کړي دي،

کندهار: د کندهار ولایت چارواک د روغتیا وزیر ته راپور وړاندې کړ

د هېواد د روغتيا نوماند وزير ډاکټر احمد جواد عثماني کندهار ته تازه سقر کړۍ او هلته ېې د کندهار ولایتې ادارې مسولینو سره لیدل کتل کړي دي په دغه ولایت کې ورته د روغتیا د سکتور چارواکو راپوروړاندې کړۍ او د کرونا د تازه جزیاتونه ېې هم خبر کړ،

په شروع کې د کندهاروالي حیات الله حیات وويل: «د کرونا د خپریدو پر مهال یې ښار ته دخولي لارو کي صحي چیک پاینټونه جوړول، د عامه پوهاوي په موخه بیلابیلي کمیټې جوړول او د طرزالعمل له مخي کندهار ته د سل میلیونه منظور سویو افغانیو لپاره درې کمیټې جوړول یې اساسي کارونه وه، چي لومړي کمیټه د والي په مشري د اړتیاو د پوره کولو، دوهمه تدارکاتي او دریمه د تدارکاتو کمیټې څخه د نظارت کمیټه جوړول وه، چي د ۳۵۰ بستریز روغتون او عامي روغتیا ریاست له لوري تر پیشنهاد وروسته به قرارداد منظوریدي او کمیټې په خپلو چارو کي مطلق خپلواکي وي، چي په نظارتي کمیټه کي مدني ټولني او د خبریالانو څخه استازي هم شامل وه او ډاډ یې وړاندي کړ، چي په یاده برخه کي هر ډول حساب ورکولو ته چمتو یو.»

د کندهار د روغتیا ریس وینا وکړه په وینا کې ېې د ټولو کمیټو څخه ځانګړي مننه وکړه، چي پر وخت یې د دوی د وړاندیزونو ته رسیده ګي کړې او همداراز یې د کرونا ویروس لپاره اړوند د ټولو ترسره کړیو فعالیتونو، اړتیاوو، ستونزو، راتلوونکو پلانونو، استخدام او نورو مسایلو اړوند هر اړخیز معلومات شریک کړل.په غونډه کي د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالقیوم او غړي نعمت الله شیردلي هم خبرو کي وویل:

په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو وکیل ګل احمد کمین په خپله وینا کې وویل ، پر میرویس حوزوي روغتون د ناروغانو ډیر رش دۍ او باید وارډونه یې تقسیم شي ، تر څو ناروغانو ته سمه رسیدګي وشي.د ولایت مقام د ټولنیزو چارو معاون حاجي اغالالی دستګیري په خپله وینا کې وویل ، تر دې دمه ۲۳ قراردادونه د څه باندي ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره سوي او د وضاحت لپاره مو خبریالانو او د ولایتي شورا غړو ته بلنه ورکړي چي راسئ او موږ وضاحت درکړو ، هغه وویل مونږ نورو چارواکو ته ځواب ویلو ته تیار یو،

په پارلمان کي د کندهار بله استازې پروین محمدي هم وینا کړه ، د کرونا اړوند باید د تدارکاتو ټول مسایل خلاصه او د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبیق سي، تر څو ولس د حقایقو څخه خبر سي.

دوی د خبرو تر اورېدو وروسته د عامي ورغتیا وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني کندهار ته د خپل سفر موخه دلته د عمومي روغتیايي وضعیت ارزول او کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ترسره سویو کړنو څېړل او د راتلونکو پلانونو په اړه لازم پلانونه نیول یاد کړل.نوموړي وویل زه د کرونا ویروس سره مبارزې لپاره په دنده ګمارل شوۍ یم غواړم په لرې برټو سیمو کې سم صحي خدمات وړاندې کړم ترڅو دغه وبايي ناروغي د مملکت نه ژر تر ژره له منځه لاړه شي ځکه کرونا ویروس د ژوند په ټولو برخو اثر کړۍ دۍ او لا هم خپريږي اوس وخت د دې رارسطدلۍ دۍ چې باید دغه ناروغۍ سره جدي مبارزه وکړو،