د طالبانو لخوا د ۱۲ پروژو منظورېدل؛ خو لا هم په هېواد کې د بې روګارۍ کچه لوړه ده
طالبانو د ۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور کړل، خو بې روزګاري په اوج کې ده
ملا عبدالغني برادر اخوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په بېلابېلو برخو کې یې د شاوخوا ۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور او کارونه به یې پیل شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر یکشنبه د چنګاښ پر ۱۷مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې پروژو کې د یو شمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بادغیس – فاریاب لویې لارې د دویمې برخې قیراچونه او د همدې لارې د استنادي دیوالونو جوړول، د هرات نورالجهاد سب سټېشن د انسلیټرونو نصب او ځينې نورې پروژې شاملې دي.
په هېواد کې د ځوان نسل بېروزګاره کېدل
که څه هم طالبان په افغانستان کې د ګڼو پروژو د پیل خبر ورکوي، خو تر څنګ یې د هرې ورځې په تېرېدو د بېروزګارۍ کچه لوړېږي او له همدې امله د ځوان نسل زیاته برخه هڅه کوي چې په ناقانونه ډول له هېواده ووځي او په غریبۍ پسې لاړ شي.
نور ولولئ: د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران
نور ولولئ: له افغانستان سره د روژې په میاشت کې د عربي اماراتو مرستې
نور ولولئ: نړیوال بانک د افغانستان اقتصاد تر ټولو په ټیټه کچه کې بللی
په افغانستان کې بې روزګاري ددې لامل ده چې افغان ځوانان اروپا ته په قاچاقي لارو کې ورک شي یا هم په ایران او نورو هېوادونو کې د قاچاقبرانو لخوا اختطاف یا نورې ستونزې ورته جوړې شي.
کارپوهان پر طالبانو په نیوکې سره وايي، دغه ډله اقتصادي متخصصین نه مقرروي او بل په هېواد کې د بېروزګارۍ د راټیټولو لپاره کومه برنامه په لاس کې نه لري.
له روانو پروژو د خلکو شکایت
طالبانو د کابل-کندهار په څېر د ځینو لویو پروژو کارونه روان کړي، خو خلک وايي، کارونه یې ورو روان دي او پروژې سرته نه شي رسولی.
د کابل-کندهار د لویې لارې مساپر وايي، دوی پر دغه لار ساعتونه، ساعتونه مزل کوي، ځکه طالبانو دغه سړک وران کړی، خو د جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه لري.
یاد مساپر وايي، ددغه لویې لارې ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
ددوی په وینا، موټر عوارض کوي او هغه سوداګر چې پخوا یې مالونه ارزان وړل، اوس یې دوه برابره کرایه پرې کوي چې ټول زور پر عامه خلکو راځي.
طالبانو د روانو پروژو په اړه څه نه دي ویلي چې کله به سرته ورسېږي او د بېروزګاري د مخنیوي لپاره باید څه وکړي.