نړیوال خبرونه

د م.م چارواکی: د جګړو سیمو د هر ډول وسلو انتقال باید قانوني وي

د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی چارواکی وايي، د جګړو سیمو ته د هر ډول وسلو انتقال باید قانوني وي

د روسیې او اوکراین د جګړې په دوام، د بې وسلې کولو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي مرستیال، ادیجي ایبو ویلي چې د جګړې سیمو ته د وسلو بې رویې لېږد د تاوتریخوالي د زیاتېدو او ملکيانو ته د زیان اړولو لامل کېږي.

د روسیې له برید وروسته اوکراین ته د پوځي مرستو برابرول او د وسلو لېږد، پنجشنبه د جولای پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې اصلي تمرکز و.

اوکراین ته ورکول کېدونکي وسلې

ایبو زیاتوي: «د وسلو او مهماتو هر ډول لیږد باید د نړیوالو قوانینو له تطبیق شوي چوکاټ او د امنیت شورا اړوندو پرېکړولیکونو سره سم ترسره شي.»

د ملګرو ملتونو دې چارواکي همداراز ویلي چې د معلوماتو پر بنسټ، په دغو وسلو کې جنګي ټانکونه، زغروال جنګي تجهیزات، چورلکې، سپکې وسلې، د پرسونل ضد ماينونه او نور مهمات شامل دي.

نور ولولئ: ستولتنبرګ وايي د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی

نور ولولئ: ناټو چین ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین خلاف روسیې ته وسلې ورنه کړي

نور ولولئ: ناټو د “اوکراین پلان” لپاره د ۱۰۰میلیارد ډالرو پر ورکړې بحث کوي

هغه څرګنده کړې : «سربېره پردې، داسې راپورونه شته چې هېوادونه د روسیې وسله‌والو ځواکونو ته د بې پیلوټه الوتکو، بالیسټیک توغندیو او مهماتو په څېر وسلې لیږدوي او دا وسلې په اوکراین کې کارول کېږي.»

afghan 2024 07 26t112129.587
د م.م چارواکی: د جګړو سیمو د هر ډول وسلو انتقال باید قانوني وي

د ملګرو ملتونو نوموړي چارواکي ویلي چې د نورو بې ثباتۍ او ناامنۍ د مخنیوي په موخه د کلیدي وسلو د لېږد مخنیوي لپاره د لا ډېرو اقداماتو ترسره کول اړین دي.

د وسلو د کنټرول په برخه کې د مسئولیتونو ادا کول

هغه د شورا له غړو هېوادونو غوښتي چې د وسلو د کنټرول په برخه کې خپل مسوولیتونه سرته ورسوي.

د بې وسلې کولو په چارو کې د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال ویلي چې په اوکراین کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې ۱۱زره او ۴۳۰ کسان وژل شوي او ۲۳زره ۲۲۸ نور ټپیان دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیله شاوخوا درې کاله تېر شوي او تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د خبرو د پېل او د جګړې د پای ته رسونې هڅې ناکامې شوې دي.

مسکو هوډ لري چې د اوکراین جګړه نوره هم وغځوي، ځکه روسیه وايي، زموږ جګړه یوازې له اوکراین سره نه، بلکې د اوکراین له ملاتړ کوونکو سره ده.

د یادونې وړ ده چې اوکراین د مسکو په مقابل کې د امریکا او غربي هېوادونو لخوا حمایه کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button