روغتیا

 اوچا: افغانستان کې د میندو مړینې لوړه کچه لا هم د اندېښنې وړ ده

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو مړینې لوړه کچه پکې ثبت شوې ده. د اوچا د معلوماتو له مخې، په هېواد کې په هرو ۱۰۰ زره ژوندیو زیږونونو کې نږدې ۶۰۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د میندو مړینې لوړه کچه؛ افغانستان لا هم له جدي ننګونې سره مخ دی

اوچا په خپل تازه راپور کې ټینګار کړی چې د مور او ماشوم د روغتیايي خدماتو پراختیا، د متخصصو روغتیايي کارکوونکو شتون او په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو زیاتوالی کولی شي د میندو مړینې لوړه کچه راکمه کړي او د زرګونو میندو او ماشومانو ژوند وژغوري.

د روغتیايي خدماتو کمښت د میندو ژوند ګواښي

د راپور له مخې، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی، د مسلکي پرسونل کمښت او د ښځو پر کار او فعالیتونو لګېدلي محدودیتونه هغه عوامل دي چې د میندو او ماشومانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کوي.

اوچا: روغتیايي محدودیتونه د بحران د ژورېدو لامل کېږي

اوچا خبرداری ورکړی چې د روغتیا په سکټور کې د ښځو د فعالیتونو محدودېدل د ډېرو کورنیو لپاره اړینو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي مخه نیسي، چې دا وضعیت د میندو او ماشومانو د مړینې د زیاتېدو خطر لا لوړوي.

دا هم ولولئ:  ټولنه کې له ښځو سره تاوتریخوالی

د میندو مړینې لوړه کچه کمولو لپاره څه ته اړتیا ده؟

روغتیايي کارپوهان باور لري چې که روغتیايي مرکزونه په کافي اندازه متخصص پرسونل، درمل او اسانتیاوې ونه لري، د میندو مړینې لوړه کچه به د افغانستان د روغتیايي سکټور لپاره یوه جدي ننګونه پاتې شي. دوی ټینګار کوي چې د مور او ماشوم روغتیايي خدماتو ته پراخ لاسرسی، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو حضور او د روغتیايي بنسټونو پیاوړتیا د دې ستونزې د کمولو لپاره مهم ګامونه ګڼل کېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button