سیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

اوچا وايي، روانه میاشت کې به افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي ټولګي وتړل شي

اوچا ادارې خبر ورکړی چې د بودجې د کمښت له امله روانه میاشت افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي ټولګي تړي

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر ‘اوچا’ ویلي چې د زدکړو په برخه کې د ناکافي بودیجې له کبله به په روانه اګست میاشت افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي یا سیمه ییز ټولګي وتړل شي.

اوچا وايي د دغو زرګونو محلي ټولګیو له تړل سره به د څه باندې ۱۶۶ زره ماشومانو چې دوه پنځوس سلنه یې نجونې دي زدکړې اغیزمن شي.

نور ولولئ: افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۶۰۰ ورځې کيږي خو طالبان یې پرانستلو لپاره لا هم تګلاره نه لري

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر په وینا که حالت همداسې دوام وکړي نو تر اکتوبر میاشتې به ۳۳۰۰ محلي ټولګي وتړل شي.

په دې هکله د یونسېف ژمنه

دا په داسې حال کې ده چې په تېره می میاشت کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسېف ویلي و، غواړي چې د خلکو له غوښتنې سره سم د روان زېږدیز کال تر نیمايي پورې د محلي یا سیمه ییزو ټولګیو شمېر له څه باندې اولس نیمو زرو نه ۲۱ زرو ته لوړ کړي چې ورسره به ۶۶۰ زرو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

د یادونې ده چې د یونسېف په مالي لګښت جوړ شویو محلي ټولګیو کې په منظم ډول هغو نجونو او هلکانو ته لومړنۍ زدکړې ورکول کېږي چې د لېري واټن، بې وزلۍ، ټولنیزو محدودیتونو، امنیتي اندېښنو او په دولتي ښوونځیو کې د ځای د کمښت له امله له زده کړو بې برخې پاتې وي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې دې نجونو او هلکانو ته د ښه کيفيت زده کړو مساوي فرصت برابر شي

دغه ټولګي تر ډېره د ځايي خلکو په کورونو او هغو ځایونو کې جوړ شوي، چې چې د ټولنو لخوا مشخص شوي.

په دې ټولګیو کې کم عمره زده کوونکي شامل دي

په دغو ټولګیو کې هغو ماشومان شاملېږي چې عمرونه یې له شپږو تر نهو کالو وي او ترڅنګ یې هغه هم منل کېږي چې له لسو تر ۱۵ کلونو عمر ولري او د بېلا بېلو لاملونو له کبله له زدکړو بې برخې پاتې وي.

یونسېف دا محلي ټولګي ټولو ماشومانو او په تېره بیا نجونو ته ډېر ګټور بولي ځکه چې په وینا یې په نورو ښوونځیو کې د هلکانو پرتله نجونو ته ځای کم وي.

دغو ټولګیو ته درسي مواد هم یونسېف د خپلو ملاتړو نړیوالو ادارو په مرسته برابروي او د ښوونکو تنخواګانې او هغوی ته روزنه هم د یونسېف لخوا ورکول کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button