کورني خبرونه

د افغانستان د برم په ځای “ارګ” کې د طالبانو مدرسه؛ اوس ملایان فارغوي

دوی له هغې مدرسې د فارغو ملایانو د دستار بندۍ مرام ترسره کوي چې دغه ډلې په ارګ کې جوړه کړې ده

طالبانو د مدرسو طالبانو ته د لا زیاتې زمینې د برابرولو په خاطر د دارالمعلمین، ښوونځیو، پوهنتونونو او ځینې تاریخي ځایونو په مدرسو بدل کړي او ددې تر څنګ یې په ډېرو ولایتونو کې نوي مدرسې ایجاد کړې چې اوس په کې طالبان زده کړې کوي، خو دا زده کړې د دیني پر ځای یې زیاته نظامي برخه لري.

arg4
انځور؛ په ارګ کې د طالبانو مدرسه

له ارګ څخه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغې غونډې ته د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وینا کړې او ویلي یې دي چې علم تر ایمان وروسته ستر نعمت دی او ګڼ طالبان یې هڅولي چې د دیني علومو حاصلولو ته مخه کړي.

د مدرسو لړۍ تر ارګه ورسېده

طالبانو په افغانستان کې تر بیا واکمنېدو وروسته د زرګونو مدرسو په جوړولو لاس پورې کړی، چې خبره یې ان تر ارګه هم رسېدلې، چې د هغوی دغه چاره د ګڼو افغانانو له توندو نیوکو سره مخامخ شوې ده.

نور ولولئ: د پنجاب روزل شوي طالبان به بادار ته زیان ورسوي؟

نور ولولئ: طالبان د ښوونځیو پر ځای د مدرسو پر لوستلو ټینګار کوي

نور ولولئ: د پنجاب روزل شوي طالبان به بادار ته زیان ورسوي؟

پر طالبانو نیوکه کوونکي وايي، چې دوی په افغانستان کې د نجونو بر زده‌کړو بندیزونه لګولي، د هلکانو له پاره یې هم د عصري زده‌کړو برخه کمزورې کړې او د خپلو کسانو له پاره بیا د زرګونو مدرسو په جوړولو لګیا دي.

arg1
انځور؛ په ارګ کې دلکشا ماڼۍ.

خو طالبان بیا وايي، د دوی ټولې ترسره شوې چارې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ترسره کېږي او د دغې ډلې مشر ملا هبت الله په خپلې وروستۍ وینا کې ویلی و چې نړۍوال د دوی د نقدولو په نوم د اسلامي شریعت سره مخالفت کوي.

ارګ د افغانستان د برم ځای و

د افغانستان اوسنی ارګ یا ولسمشرۍ ماڼۍ په ۱۳۰۰ لمریز کال د وخت پاچا امیر عبدالرحمان خان په وخت کې جوړ شو. ددې تر څنګ یو شمېر نورې ودانۍ هم جوړې شوې چې یوه بستان سرای نومېږي.

arg2
انځور؛ د کنفرانسونو تالار چې دوولس خونې لري.

دلکشا قصر بیا بیا د امیر حبیب الله خان په کې ۱۲۹۰ لمریز کال کې جوړ شو چې د کابینې د غونډو خونې، خوړنځای، انتظارخانه، چای خانه او نور ځایونه اباد دي چې په میناتوري او ښایسته نقاشي جوړ شوي دي.

د ساعت برج هم په دلکشا ماڼۍ کې ولاړ چې په ۱۹۱۱ م کې اخیستل شوی او بیا دلته نصب شوی دی.

arg3
انځور؛ دغه د ساعت برج دی چې دلکشا ماڼۍ کې ولاړ دی. 

د ارګ پر تاریخ او برم ډېرې څېړنې شوي او د افغانستان د عزت او برم ځای یادېږي، خو په دې وروستیو کې ملت ویره لري چې دغه تاریخي برخو ته نه پاملرنه به یې تاریخي برخې زیانمنې کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button