د ایران تازه ژمنه؛ تهران له افغانستان سره د انرژۍ همکارۍ پراخوي

د ایران تازه ژمنه افغانستان ته؛ د دغه هېواد د انرژۍ وزیر عباس عليابادي ویلي، تهران غواړي د برېښنا او اوبو په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.
عباس عليابادي دا څرګندونې کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالب چارواکو سره تر لیدنې وروسته کړې دي.

د ایران تازه ژمنه د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف
په کابل کې د ایران سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د عليابادي له قوله ویلي، ایران د افغانستان سره روانې همکارۍ د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره مهم فرصت بولي.
د راپورونو له مخې، د ایران د انرژۍ وزیر د غويي یا ثور په ۲۶مه کابل ته سفر کړی و او هلته یې د افغانستان او ایران ترمنځ د انرژۍ، برېښنا او اوبو اړوند همکاریو په پراختیا خبرې کړې دي.

ایران له کلونو راهیسې هرات ته برېښنا صادروي
ایران له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان لوېدیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول هرات ته برېښنا صادروي، خو د افغانستان د اوبو بندونو په اړه یې تل اندېښنې څرګندې کړې دي.
تهران ادعا کوي، هغه بندونه چې په افغانستان کې جوړ شوي، ایران ته د بهېدونکو اوبو اندازه یې کمه کړې ده.
د ایران تازه ژمنه داسې مهال مطرح کېږي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي اقتصادي او انرژۍ اړوند اړیکې پراخې کړي.




