ستاسې اند او نظر

د سوله پروسه په کوم طرف روانه ده؟

سوله د هر افغان ارمان دی او هر افغان ورته سترګو په لار دی خو هر یو وګړی ریشتینې سوله غواړي داسې سوله نه غواړي چې تش په نامه ورته سوله نوم کېږدي او نور جنګ یو نوۍ بيل وي افغان وژنه پکې د تېر په څېر نوره هم زیاته شي،

دهېواد د ۵ زره کلن تاریخ  واقعات یو خوا خو وروستي څلوېښت کلنه خونړۍ او له درده ډک کلونه هغه خفه کوونکي څلور لسیزې ګڼل کېږي، چې په کې اکثریت شهیدان، معیوب، یتیمان او د اوښکو ډکو سترګو کوربانه یې ګرځولي یو.اوس هم دغه ناتار پرافغان ملت او خاوره خپلې بوږنونکې وزرې لا پسې غوړوي او د وير ټغر یې خور ساتلی دی.زمونږ مشهور او منل شوی متل دی چې ” ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي ” طبعاً افغانان د سولې ارمانجن او هغه قشر دی، چې د دې نوم لپاره یې ځانونه قرباني کړل خو بیا هم دغه د سکون وږم مرور او لارې یې لاپسې جلا کړي دي.

فعلي کوششونه سولې په برخه کې مظلوم ولس ته هیله بخښونکې، خو په حقیقت کې هغه نوی داستان پیلیدونکی دی، چې بیا ځلې افغاني غرور له خاورو سره خاورې او د یوه نوي ویرجن فصل صفحې پرانېستل کېږي.د سولې تړون هغه کیلي وه، چې باید د ښکېلو خواو تر منځ لاسلیک شوی وای خو له بده بخته، چې هلته اصلي لوبغاړي ته د یوه لوري خطاب کېږي، چې خپله مستقیماً د سولې پروسې بطلان ښکاره کوي.

نن ورځ د سولې تفاهملیک د هغو ډلو ترمنځ لاسلیک کېږي چې اصلاً نه په جګړه کې زیانمن شوي او نه د جګړې د لومړۍ کرښې جنګېدونکی ځواک بلل کېږي.روانې ناندرۍ هغه غولونکې غوغا ده، چې په کې ګټونکي مالوم او د تمثیلي پارچې د لوبغاړو او لوبغالي لپاره افغان ملت او خاوره غوره ډګر بلل شوی.همدارنګه د یادې پروسې د بطلان ښکاره ثبوت د هغو پټو مسايلو نه څرګندتیا ده چې بېچاره مظلوم ولس څه، آن د رأس حاکم دولت ترې ناخبره او د نورو خولو ته یې سترګې غړولي ناست دي.

د افغان سولې پروسه د هغه ډلو په کنټرول او رهبریت ترسره کېږي چې د نني ناورین او خونړۍ جګړې اصلي سپوټران او ملاتړې ادارې بلل کېږي.هغه څوک یې ملاتړ کوي چې څلوېښت کاله یې د خپلو ګټو لپاره نه ختمېدونکې جګړه جاري ساتلې او په خپل مغروره تاریخ کې تر ټولو لوی اقتصادي تاوانونه یې پرې زغملي، نو څنګه شونې ده چې دغه ملاتړې ادارې دې هغه فصل ختم کړي، چا چې پرې مالي او ځاني ربړونې او سختۍ تجربه کړي او لا یې هم د فصل پای نه ده جوته شوې.

هغه ګاونډي هېوادونه هم د افغان سولې پروسه کې دخیل دي، کوم چې زمونږ پر خاوره د توپونو مرمۍ وروي او بېګناه د سولې ارمانجن ملت همداسې له خپلو هیلو سره د تورو خاورو کوربه کوي.په هغه سوله به څه باور وشي چې د رنګ بدلون ورکوي او د جګړې د نوي فصل پرانېستلو ته یو نوی باب پرانېزي.

بل اړخ ته داخلي کشمکشونه د شخصي ګټوپر بنسټ د سولې هغه لمر ته کله د بارذیت اجازه ورکوي، کوم چې له وجهې یې دوی سره د حساب کتاب تر مېز د راوستلو لارې چارې جوړږي،افغانا باید په دې پوه شي چې شخصي ګټو ته په ملکي ؛ټو ډېره ترجیح ورکړو ترڅو افغانستان ته خپلواکي نصیب شي،اوس باید ټول افغان سیاسیون سره په مېز کېني او طالبانو سره خبرې وکړي ترڅو افغانان د یو ادرس نه طالبانو سره خبرې وکړي او طالبان هم باید په ټول صداقت او رېښتینولي سره کار وګړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button