افغان کډوال

د هېواد پر نفوس د کډوالو اغېز؛ د راستنېدونکو له زیاتېدو سره د افغانستان نفوس ۱۲ سلنه لوړ شوی

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر میاشتې راهیسې میلیونونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، چې ورسره د هېواد پر نفوس د کډوالو اغېز هم په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي، په تېرو نږدې دوو کلونو کې شاوخوا ۶ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې دا په وروستیو کلونو کې د کډوالو د راستنېدو تر ټولو لویه څپه بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، د دغو راستنېدونکو له امله د افغانستان نفوس شاوخوا ۱۰ تر ۱۲ سلنې پورې لوړ شوی دی، چې ورسره په ګڼو ولایتونو کې پر عامه خدماتو، کارموندنې او بشري مرستو فشار هم زیات شوی دی.

د هېواد پر نفوس د کډوالو اغېز لا پراخېږي

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه کسان د رضاکارانه راستنېدو او جبري ایستلو پروګرامونو له لارې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

همداراز د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ احصایې ښيي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې هم نږدې ۶۰۰ زره نور افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

راپورونه ښيي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له پاکستان څخه تر ۲ میلیونو ډېر او له ایران څخه شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راګرځېدلي دي. د هېواد پر نفوس د کډوالو اغېز

دا هم ولولئ:  طالبان: تېر ۴ ورځو کې د پاکستان له زندانونو ۶۱۴ کسان خوشي شوې

راستنېدونکي له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي

کارپوهان وایي، د هېواد پر نفوس د کډوالو اغېز یوازې د نفوس په زیاتوالي پورې محدود نه دی، بلکې د کار، استوګنې، روغتیايي خدماتو او زده‌کړو پر برخو یې هم مستقیم فشار زیات کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ډاکټر تاج‌الدین اوایل ویلي، ډېری راستنېدونکي د خوړو، سرپناه، روغتیايي خدماتو او د کار فرصتونو له کمښت سره مخ دي.

هغه ټینګار کړی، که نړیوالې مرستې او دوامدارې پراختیایي پروژې زیاتې نه شي، د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالی ښايي افغانستان له نوي بشري بحران سره مخ کړي.

ملګري ملتونه د راستنېدونکو د زیاتېدو اټکل کوي

ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې، چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به شاوخوا ۲.۷ میلیونه نور افغانان هم له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شي.

د راپورونو له مخې، د راستنېدونکو د شمېر دوامدار زیاتوالی د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، عامه خدمتونو او ټولنیز جوړښت پراخ اغېز لرلی او د بشري مرستو اړتیا یې نوره هم ډېره کړې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button