Uncategorized

سوريایان او لبنانیان لا هم د اسد په پټو زندانونو کې خپلو عزیزانو پسې لټون کوي

یوازې په صدیانا زندان کې له ۲۰۱۱ بیا تر ۲۰۱۸ د اسد رژیم لخوا ۳۰ زره کسان اعدام شوي دي

سوري او لبناني وګړي د اسد د رژیم ړنګېدو سره په پټو بندخونو کې د خپلو عزیزانو په لټه کې دي. لا هم زیات کسان له کورنیو لا درکه دي.

د سوریې د مخکیني ولسمشر بشار الاسد د رژیم له ړنګېدو سره یو شمېر سوري او ان لبناني وګړي په پټو بندخونو کې د خپلو عزیزانو په لټه کې دي. په سوریه کې حاکمو ډلو د پټو بندخونو او بندیانو د خوشې کېدو په اړه پلټنې پیل کړي دي.

په دې پټو بند خونو کې څومره کسان بندیان دي؟

یو شمېر رسنیو په ترکیه کې مېشت د تري تم شویو بندیانو د ټولنې د شمېرو په حواله لیکلي، چې په دغو پټو بندخونو کې څه باندې ۱۰۰۰ تنه سوري او لبناني وګړي بندیان دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د بشار الاسد د رژیم تر ټولو لویه بندخونه صیدنایا بندخونه وه، چې د دمشق د شمال په دیرش کیلومترۍ کې پرته ده.

نور ولولئ: ابو محمد جولاني څوک دی او پر وړاندې یې ننګونې څه دي؟

نور ولولئ: ۴۰ کاله ورک شوی لبنانی د سوریې په زندان کې و

په سوریه کې حاکمو ډلو تر هغه وروسته د پټو بندخونو د موندلو هڅې پیل کړي، چې د اسد د رژیم له نسکورېدو سره د بندیان د وږې پاتې کیدو په اړه اندیښمن وو.

که څه هم ویل کېږي، چې یو شمېر کورنۍ د خپلو عزیزانو د ژوندي پاتې کېدو تمه نه لري، خو بیا هم هڅه کوي په دې اړه معلومات ترلاسه کړي.

په صدیانا زندان کې د ښځو بندیانېدل

‏په سوریه کې د وروستیو پرمختګونو یوه ویډیو ښیي، چې یاغیان د سوریې له مشهور صیدنایا زندان څخه لسګونه ښځې خوشې کوي.

صیدنایا زندان د سوریې تر ټولو بدنامه زندان دی، چې د بښنې نړۍوال سازمان د څېړنو له مخې په کې ډله ییز اعدامونه او شکنجه کول عام وو.

ویل کېږي، چې په دغه بندخونه کې د اسد د رژیم د مخالفانو سلګونه پلویان شکنجه او اعدامېدل.

د روانې اونۍ د شنبې په ورځ تحریر شام ډلې اعلان وکړ، چې د حمص ښار له نیولو سره یې څه باندې ۳۵۰۰ بندیان د دې ښار له نظامي بندخونې څخه خوشې کړل.

د یو شمېر راپورونو له مخې، له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۸ کلونو پورې د سوریې په زندانونو کې څه باندې دیرش زره بندیان یا اعدام شوي او یا د شکنجو او د روغتیایي خدمتونو د نه شتون له امله مړه شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button