افغانستان

طالبان خپل ملاتړي سیاسي شنونکي د رسنیو بحثونو ته معرفي کوي

د خبریالانو د ملاتړ سازمان وايي، طالبان هغه څېرې رسنیو ته د بحثونو لپاره معرفي کوي چې ددوی په ګټه غږیږي

هاخوا شنونکي وايي، طالبان په تدریجي ډول هڅه کوي چې په افغانستان کې د رسنیو یا هغو نشریو مخه ډب کړي چې د افغانستان پر وړاندې د دوی پر تګلارو او سیاستونو نیوکه کوي او اصلاح یې غواړي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان پر رسنیو د طالبانو د نویو بندیزونو په غبرګون وایي، چې دغه ډله د خپلې خوښې شنونکي په سیاسي خپرونو کې د ګډون په موخه رسنیو ته معرفي کوي.

یاد سازمان نن د یوې اعلامیې په خپرولو د طالبانو دا کړنه یو بل سانسور او د بیان پر ازادۍ جدي بندیز وباله.

د رسنیو په اړه د طالبانو نوي پرېکړه

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د رسنیو پر سیاسي خپرونو د طالبانو د نوي بندیز په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د رسنیو له ملاتړو سازمانونو غوښتي، چې په دې برخه کې قاطع دریځ غوره کړي.

afghan 2024 09 23t082227.370
د افغانستان رسنۍ

دغه سازمان په خپله اعلامیه کې لیکلي: «له ټولو هغو بنسټونو چې د بیان د ازادۍ، رسنیو او د بشري حقونو ملاتړ کوي غواړو، چې د طالبانو د دې ځپونکو پرېکړو پر وړاندې کلک او قاطع دریځ غوره کړي.»

نور ولولئ:  تازه؛ طالبانو درې خبریالان زندان ته اچولي دي

نور ولولئ: طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

نور ولولئ:  طالبان په افغانستان کې فیسبوک تړي

یاد سازمان دغه راز له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو دا اقدامات بې ځوابه پرېنږدي.

یوې سرچینې تېره ورځ وویل، چې طالبان غواړي په افغانستان کې پر کورنیو رسنیو د بندیزونو نوې څپه پیل کړي.

طالبانو بیا د دې تازه بندیزونو د عملي کېدو په تړاو تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د سانسور پرله پسې هڅې

په افغانستان کې پر رسنیو د طالبانو له محدودیتونو سره – سره ځینې رسنۍ ګردي مېزونه او سیاسي خپرونې جوړوي، خو طالبان له دغو سیاسي خپرونو او تحلیلونو سخته اندېښنه لري او دغه ډله غواړی، چې د دې خپرونو له بندولو سره سانسور نور هم زیات کړي او کنټرول شوي معلومات خپاره شي.

دا پر رسنیو د طالبانو نوی بندیز نه دی، دغې ډلې تر دې وړاندې هم د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره د رسنیو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت چارسمبالي ضیاء الحق حقمل ویلي وو، چې رسنۍ دې د هغو بهرنیو کسانو راپورونه نه را نقلوي، چې د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه کوي.

بل خوا دغې ډلې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د ملا هبت الله په امر د ملي ټلویزیون پر خپرونو بندیز لګولی او د بندیز لامل هم په دې رسنۍ کې د ژوندیو انځورونو خپرول بلل شوی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button