سات تيري

ولې زموږ په مغزو کې بوی او حافظه له یو او بل سره قوي اړیکه ؟

یوه څېړنه وايي چې د انسانان په ځانګړې ډول د بوی انتقالولو-هیپوکامپ قوي اړیکه لري

شامه یا بوی هغه څېز دی چې انسانان د هغه له برکته زیات بوی لرونکې شیان د بولو په واسطه حافظې ته سپاري.

ډیرو خلکو ته په پنځو حسونو کې د بویولو حس (شامه) ډیر مهم نه ښکاري؛ خو په امریکا کې تازه څېړنې ښيي چې د بویولو حس نه یوازې د ګلونو او خوراکونو په شان شیانو لپاره بلکې د دې لپاره چې دا شیان په حافظه کې وساتو، هم لازم دی.

د شامه حس تحریکول حافظه پیاوړي کوي

په دې څېړنه کې، چې جزییات یې په ( Frontiers in Neuroscience) مجله کې خپاره شوي، څرګنده شوې چې د شامه حس تحریکول د حافظې له پیاوړتیا سره مرسته کولی شي.

نور ولولئ:  مېټا هم د (چټ جي پي ټي) سیال معرفي کوي

په دې څېړنه کې ویل شوي، د هغو کسانو، چې په الزایمر (هېره)، پارکینسن (رېږد) او ذهني پرېشانۍ اخته کېږي، یوه نخښه دا ده چې د هغوی د بویولو حس کم وي او له ډېرې مودې راهیسي دا څرګنده شوې چې د عمر د ډیرښت، مسمومیت، سیګرېټ څکولو، د سر د ضربې او یا د پزې د دوامداره بندښت له کبله د بویولو حس زیان ویني او دا د حافظې د کمزورتیا سبب کېږي.

د شامه حس او حافظې تر منځ پیاوړتیا زیاتېدل

د کلیفورنیا پوهنتون د نوروبیالوجي استاد مایکل لیون، چې د دې څېړنې د ټیم مشري یې په غاړه لرله، وايي:«د عمر له ډېریدو سره د انسان د حافظې او د شامه حس د وړتیا ترمنځ ارتباط زیاتیږي، خو د نن سبا په مدرنه او سوکاله دنیا کې تقریباً هر شی چې زموږ شاوخوا ته شته، بې بویه دی. نو د بویولو حس نه پارېدا ممکن د بیلابیلو ستونزو په وړاندې مازغه کمزوري کړي.»

نور ولولئ: آیا مصنوعي ځیرکتیا به د انسانانو د دندو ځای ونيسي؟

ښاغلی لیون سپارښتنه کوي چې ښه ده چې هره ورځ یو نه یو څه بوی کړو، مهمه نه ده چې عطر وي یا ګلان، حتي که د دېګ مساله هم وي ښه ده چې د ورځې یې لږترلږه دوه ځلې بوی کړو.

دا په داسې حال کې ده لکه څنګه چې د شامه حس د حافظې له پیاوړتیا سره مرسته کوي، همدارنګه د سترګو نظر او نور حسونه هم حافظه پیاوړي کولی شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button