ټکنالوجي

پر طالبانو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غږ؛ د فیسبوک تړلو له پرېکړې تېر شئ

د طالبانو تر کنټرول لاندې د مخابراتو وزارت ویلي چې د فیسبوک د محدودولو پرېکړه نهايي شوې ده

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو غوښتي، چې د فیسبوک د تړلو پرېکړه بېرته واخلي او له دغه کاره لاس په سر شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د فیسبوک د محدودولو یا بندولو په اړه د طالبانو پرېکړه د اندېښنې وړ وبلله.

د معلوماتو د بهیر نیول

داسې ویل کېږي چې طالبان معلوماتو ته لاسرسی محدودوي، خو دغې کمېټې له طالب چارواکو غوښتي، چې د معلوماتو د بهیر مخه دې نه نیسي.

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر نجیب الله مهاجر د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۹مه) اعلان وکړ، چې وزارت یې د فیسبوک په ګډون د ځینو خواله رسنیو د محدودولو او یا په بشپړه توګه یې د بندولو پلان وروستی کړی دی.

نور ولولئ: فیسبوک څه دی او څه وخت د چا لخوا منځته راغلی؟

نور ولولئ: د میټا شرکت مشر زوکربرګ ویلي د ۱۰ زره کارکوونکو دندې ختموي

نور ولولئ: طالبان په افغانستان کې فیسبوک تړي

هغه په دې اړه د پیسو لګښت او د غیر اخلاقي مسایلو څخه د ځوانانو مخینوی د دلیل په توګه یاد کړی و.

facebook (3)

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د دوشنبې په ورځ د ( وري شلمه) د طالبانو د دغې پرېکړې په غبرګون کې وويل، چې دغې ډلې پر افغانستان کې له واکمنېدو سره سم یو شمېر خبريالان نيولي، خبري وېبپاڼې يې تړلې او بهرنيو رسنيو ته يې لاسرسی محدود کړی دی.

فېسبوک په افغانستان کې د رسنیو تشه ډکه کړې

د خبریالانو د خوندیتوب له کمیټې څخه بیه لیه اي ویلي:«د طالبانو پلان چې فیسبوک ته لاسرسی محدود کړي یا یې بند کړي په افغانستان کې به د معلوماتو ازادي نوره هم زیانمنه کړي»

هغه زیاته کړه، د فیسبوک په ګډون د خواله رسنیو پلټ فارمونه په افغانستان کې د رسنیو د کمښت او د رسنیو د ازادۍ د مخنیوي له امله رامنځته شوې تشه ډکه کړې؛ خو وړاندیز شوی بندیز به د طالبانو له‌خوا د رسنیو د سانسور وضعیت لا پسې خراب کړي.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته ویلي، چې فیسبوک به نه بندېږي؛ بلکې محدودیتونه به پرې ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د طالبانو په دویم ځل واک ته رسېدو سره ګڼو رسنیو خپل فعالیت پرېښود او د خلکو پر وړاندې بیان ازادي محدوده شوه.

په افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونو نړیوال هم اندېښمن کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button