ټکنالوجي

په کویټ کې یو روباټ د یوې رسنۍ نطاقه وټاکل شوه

په لومړي ځل په کویټ کې یوې رسنۍ داسې نطاقه په کار ګمارلې چې انسانه نده او د مصنوعي هوښ او ځېرکتیا په مرسته جوړه شوې ده

کویټ نیوز د خپلې دغې مصنوعي خبریالې نوم «فضا» ايښی او ټاکل شوې ده چې ددې رسنۍ انلاین خبرونه به وړاندې کوي.

د لوڅ سر او ژیړو ویښتانو لرونکې دې مصنوعي نطاقې لومړنۍ د ۱۳ ثانیو یوه ویډیو د شنبې په ورځ د دغې رسنۍ د ټویټر پر پاڼه خپره شوه چې د خبریالانو په ګډون ګڼو خلکو ورته بیلابیل غبرګونونه وښودل.

نور ولولئ: د مصنوعي ځېرکتیا روباټ ګټې او زیانونه

کویټ نیوز د خلیج د لومړنۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼې کویټ ټایمز سره تړلې رسنۍ ده. ددې دواړو رسنیو مرستیال مسول مدیر عبدالله بوفتین وايي چې له دې پروژې څخه یې هدف په رسنیو کې د نوښت رامنځته کولو دپاره د مصنوعي هوښ د ظرفیتونو ازمویل دي.

نور ولولئ: کارپوهان وايي مصنوعي زیرکتیا کیدای شي د ۸۰ سلنه دندو ځای ونیسي

بوفتین وايي: ددې نطاقې ژیړ ویښتان او شنې سترګې د کویټ د نفوس تنوع ښيي چې ډیره برخه یې بهرنیان جوړوي.

په نړیواله کچه د مصنوعي هوښ (Artificial Intelligence) ګړندی پرمختګ سبب شوی چې دغه ټکنالوژي وکولای شي په مختلفو برخو کې د انسان په څېر کار وکړي

مصنوعي ځيرکتيا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. خو په عین وخت کې یې دا اندېښې هم پارولي چې دا ټکنالوژي به په کاري چاپېریال کې د انسانانو ځای نیسي او د هغوی دندې به ختموي.

نور ولولئ: آیا مصنوعي ځیرکتیا به د انسانانو د دندو ځای ونيسي؟

له دې وړاندې په هندوستان کې هم د مصنوعي ځيرکتيا پر مټ يو روباټ د خبرونه ويانده ټاکل شوې وه

هندوستان هم د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته ټلويزيون ته ويانده جوړه کړې ده. هندوستان د مصنوعي ځيرکتيا پر مټ داسې ويانده جوړه کړې چې په يو وخت کې په څو ژبو او بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرونه وړاندې کولای شي.

نور ولولئ: سپینه ماڼۍ ويلي د مصنوعي ذکاوت پر وړاندې انسانان خوندي وساتئ

د «ثنا» په نوم دغه ويانده چې په «انډيا ټوډې» ټلويزيون کې به د هوا حالاتو په اړه خبرونه وړاندې کوي چې نه به ستړې کيږي، نه به يې د انسانانو په څير عمر زياتيږي، نه څه خوري، نه خوب کوي او هم کولای شي له ليدونکو سره د يوې موضوع په اړه خبرې وکړي او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button