نړۍ

اوکراین کې د مسکو په ملاتړ د چینايي سرتیرو نیول کېدل

اړوند خبرونه:

متحده عربي اماراتو په ۲۲۳ سیالو شاخصونو کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ

د متحده عربي اماراتو بهرنۍ مرستې له ۱۹۷۱ راهیسې ۳۶۰ ملیارد درهمو ته ورسېده

د پاکستان او طالبانو تر منځ د عربي متحده اماراتو منځګریتوب

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې په ملاتړ جنګېدونکي سرتیري په اوکراین کې اوکرایني ځواکونو نیولي دي.

د یاد هېواد ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي ادعا کړې، چې دغه هېواد ځواکونو په ختیځ اوکراین کې د روسیې په ملاتړ جنګېدونکي دوه چینایان نیولي دي.

زېلېنسکي نن(چهارشنبه، د اپرېل ۹مه) پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه چینايي سرتېري ویډیو خپره کړې او ورسره یې، لیکلي، کېیف معلومات لري چې جګړه کې د روسیې په ګټه نور چینايان هم پر جګړه بوخت او ښکېل دي.

سربېره پر دې اوکراین د دې ادعا هم کړې چې د «پیونګ یانګ» سرتیري د روسیې د لوېدیځې کرسک سیمې په ځینو برخو کې د اوکرایني ځواکونو سره د مبارزې لپاره ځای پر ځای شوي دي.

هغه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په اشارې سره لیکلي: «د روسیې له لوري د چین او نورو هېوادونو سره یوځای په مستقیم یا غیرمستقیم توګه د اروپا په دې جګړه کې ښکېلتیا دا روښانه کوي چې روسیه د جګړې پای ته رسولو پرځای بله اراده لري.»

د یادونې ده چې تراوسه په دې اړه بېجینګ کوم غبرګون نه دی ښوولی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button