د ایران توغندیز ځواک او د اسرائیلو شنډوونکی سیسټم

اړوند خبرونه:
ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي
د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی
امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي
د ایران او اسراییل ترمنځ د جمعې له ورځې راهیسې د پیل شوي شخړې له امله، د اسراییل د دفاعي په وینا، ایران نژدې ۳۷۰ بالستیک توغندي پر اسراییل توغولي دي. خو پوښتنه دا ده چې کوم ډول توغندي کارول کېږي، او د اسراییل هوايي دفاعي سیستم څومره ځواکمن دی چې د تهران له احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو ځان وژغوري؟
امریکايي چارواکي اټکل کوي چې ایران په منځني ختیځ کې د بالستیک توغندیو تر ټولو لویې زېرمې لري چې د توغندو شمېر یې تر ۳۰۰۰ اوړي. له دغو توغندیو ځینې په ډېر چټک اسراییل ته رسېدای شي—آن تر دې چې په ۱۵ دقیقو کې خپل هدف ته رسېږي.
خو یوازې د منځني واټن بالستیک توغندي، یعنې هغه چې تر ۱۰۰۰ کیلومتره ډېر واټن وهلی شي، کولای شي له ایران څخه اسراییل وولي. د ایران نیمهرسمۍ خبري آژانس ایسنا (ISNA) پر اساس، ایران نهه ډوله داسې توغندي لري چې دغه وړتیا لري.
د امریکا د دفاع وزیر پخواني سلاکار دان کالډوېل (Dan Caldwell) دا اوونۍ پر ایکس (X) لیکلي:
«د ایران هغه توغندي چې اسراییل ویشتلی شي، شمېر یې نژدې ۲۰۰۰ ته رسېږي.»
سره له دې چې د ایران د توغندیو ډېر جُزئیات پټ ساتل شوي، خو ایسنا تېر کال د اپرېل په میاشت کې یو ګراف خپور کړ چې ځینې کلیدي وسلې یې ښودلې وې. دا توغندي پکې شامل وو:
سجیل (Sejil): تر ۱۷۰۰۰ کیلومتره په ساعت کې سرعت، ۲۵۰۰ کیلومتره واټن
خیبر (Kheibar): ۲۰۰۰ کیلومتره واټن
حاج قاسم: ۱۴۰۰ کیلومتره واټن
د امریکا د پوځ یوه تازه ارزونه ښيي چې ایران “په زیاته اندازه” بالستیک توغندي، کروز توغندي، او بېپیلوټه الوتکې لري چې کولای شي د سیمې دننه هر ځای وولي. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ادعا کړې چې ایران غواړي دا ظرفیت نور هم پراخ کړي.
نتانیاهو د جمعې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، ایران د توغندیو تولید ګړندی کړی او هڅه کوي چې په میاشت کې ۳۰۰ بالستیک توغندي تولید کړي—چې له مخې به یې ایران په راتلونکو شپږو کلونو کې تر ۲۰۰۰۰ پورې توغندي ولري.
د اسراییل او ایران د پوځونو پرتله
د SIPRI د وروستیو اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۳ کې د اسراییل دفاعي بودیجه ۲۷.۵ میلیارد ډالره وه، چې د ایران له ۱۰.۳ میلیارد ډالري بودجې تر دوه برابره زیاته ده.
د ایران د توغندیو پروګرام د شمالي کوریا او روسیې له ډیزاینونو الهام اخیستی، او ویل کېږي چې چین یې تخنیکي مرسته هم کړې، د وسلو د کنټرول انجمن (Arms Control Association) په وینا.
ایران اوس ۶۱۰،۰۰۰ فعاله پوځیان لري، ۳۵۰،۰۰۰ احتیاطي ځواکونه، او همداراز د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي (IRGC) ځواکونه. دا هېواد ۳۳۴ جنګي الوتکې لري، او دفاعي سیسټمونه لکه روسي S-300 هم لري، که څه هم دا سیستمونه د بالستیک توغندیو پر وړاندې محدود توان لري.
بلخوا، اسراییل د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر ټولو د پرمختللو توغندیو زېرمې لري، چې په کور دننه د ډېرو کلونو تجربې په نتیجه کې، او د امریکا په ملاتړ جوړ شوي دي.
Jericho II: اتومي وړتیا لري، تر ۱۵۰۰ کیلومتره واټن
Jericho III: ښایي تر ۶۰۰۰ کیلومتره واټن ولري
Predator Hawk: تر ۳۰۰ کیلومتره واټن
Popeye او Delilah: هوايي یا سمندري توغندويي بریدونه
عملاً ، هر راتلونکی توغندی باید د یوه ځانګړي انټرسپټر (راګرځوونکي) توغندي له خوا شنډ شي. یعنې که ایران ۱۰۰ توغندي توغوي، اسراییل یې باید په وړاندې شاوخوا همدومره توغندي وکاروي.
دان کالډوېل لیکلي:
«د بالستیک توغندیو د شنډولو لپاره لازم انټرسپټر توغندي ډېر ګران او په زیاته اندازه تولید یې ستونزمن دی. ښایي اسراییل او امریکا ژر تر ژره د دغو توغندیو د کارولو لپاره محاسبه او تنظیم پیل کړي.»
د اسراییل دفاعي سیستمونه
اسراییل د میلیاردونو ډالرو نظامي وسایل لري، چې شاوخوا ۳۴۰ جنګي الوتکې او همداراز د امریکا جوړې F-35 الوتکې هم پکې شاملې دي—۴۶ څرخکې، ټولټال ۶۳۴،۵۰۰ فعاله او احتیاطي ځواکونه، او قاته یا څو قشره دفاعي سیسټم لري.
آیرن دوم (Iron Dome): د لنډ واټن راکټونه او مرمۍ شنډوي، تر ۷۰ کیلومتره
David’s Sling: د منځني واټن توغندي، له ۱۰۰ تر ۲۰۰ کیلومتره
Arrow 2 او Arrow 3: اوږد واټن دفاع. Arrow 2 تر ۵۰ کیلومتره لوړ، Arrow 3 تر ۲۴۰۰ کیلومتره واټن شنډوي
د دغو سیسټمونو هدف د دفاع دی، نه برید؛ یعنې راتلونکي توغندي کشفوي او هدف ته له رسېدو وړاندې یې شنډوي.
پایله او احتمالي پایلې
که څه هم اسراییل قاته دفاعي سیستم لري، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ایران د نظام اصلي برخو پر ضد د اسراییل بریدونه به د شخړې کچه لوړه کړې. ایران ښایي د غچ اخیستنې لپاره په ګاونډیو هېوادونو کې هدفونه وولي، یا د فارس خلیج سوداګریز لوري وګواښي.
د چاتهام هاوس لوړپوړی څېړونکی، ډاکتر ماریون میسمر، لیکلي:
«که اسراییل د ایران پر اتومي او نظامي تأسیساتو بریدونو ته دوام ورکړي، نو ایران به هڅه وکړي چې ژر تر ژره یو ساده اتومي وسله جوړې کړي، څو د نورو زیانونو مخنیوی وکړي او ثابته کړي چې خپله دفاع کولای شي.»