اوس تاسو کولی شی چې د ګېټ پاس څخه بغیر پاکستان ته داخل شی

 افغانستان افغانستان

اوس تاسو کولی شی چې د ګېټ پاس څخه بغیر پاکستان ته داخل شی. پاکستاني چارواکي وايي د پاکستان مرکزي حکومت کابینې د «ګیټ پاس» د ختمولو پریکړه کړې ده

د پاکستان د لومړي وزیر مشاور شهزاد ارباب په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې کابینې په تورخم د غیرقانوني پیسو اخیستلو مسئلې ته په پام دغه پریکړه کړې ده هغه زیاته کړې چې لومړي وزیر عمران خان امر وکړ چې هغه افغانانو ته چې د پاکستان ویزې لري پاکستان ته داخلیدو اجازه ورکړي.

پاکستان,ته داخل شی,ګېټ پاس

هېره دې نه وي چې د پاکستان حکومت محدود شمېر ګيټ پاس چې له مخې يې مسافر کولای شي د تورخم له لارې پاکستان ته داخل شي، هغه افغانانو ته ورکولو چې د نورو هیوادونو ویزې یې درلودلې.

دا هم ولولئ | د کرکټ نړیوال جام ته ورځې پاتې دي

خو په ټولنیزو رسنیو داسې راپورونه خپاره شول چې د یو ګيټ پاس لپاره پاکستاني چارواکو له افغانانو له ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې ډالر اخیستل. همدا راز ځینې مسافر به له رسمي ګيټ پاس سره سره پاکستان ته داخلیدو لپاره نه پرېښودل کیدل.

د تورخم لاره چې ننګرهار ولایت د قبایلي سیمې خیبرایجنسۍ سره نښلوي د تېرو څلورو میاشتو راهیسې پاکستان لوري د دوه طرفه تګ راتګ لپاره بنده کړې ده اوسمهال یواځې افغانان کولای شي چې له پاکستان څخه افغانستان او له پاکستاني اتباع له افغانستان څخه پاکستان ته داخل شي.

کرکټ نړیول جام ته ۲۱ ورځی پاتی دی

 افغانستان افغانستان

دافغانستان او ویسټنډیز ترمینځ لوبو ته 18 ورځی پاتی شوی دوستانه لوبه دافغانستان او افریقا ترمینځ دوستانه لوبی ته 19 ورځی پاتی شوی. پرون افغان نولس کلنو بنګله دیش نولس کلنو ته په لومړی ټیسټ لوبه کې په 3 ویکټو ماتی ورکړه

عمرزی ته یی چانس ندی ورکړی  ګربز د لوبی غوره لوبغاړی شو 59سکور یې.په 36 رنزونه  وکړل  پرون د نیپال شلوریزه لیګ کې رحمان الله ګربز دوې دعظمت الله عمرزی لوبډلی ته ماتی ورکړه ګربز پکی 59 منډی وکړی خو د هندوستان غوره لیګ IPL کې بیګاء شپه راشید خان دوې د پنجاب سره لوبه وه چي پنجاب دوي وګټله .

دا هم ولولئ | په خوست کې سږ کال حاصلات د تیر کال په پرتله لوړ دي

پنچاب 25/7/20 سنرایزیز 120/7/20 راشید خان بالینګ کی 19رنزونه ورکړل 1ویکټ په بیټنګ کې 3رنزونه وکړل په ورلډ کرکټ لیګ کی سکاټلینډ پی ان جې PNG ته ماتی ورکړه.او لوبه ېې په خپل نوم کړه دې سره د لیدونکي زړونه ېې هم وګټل.

نن دهندوستان په IPL کې چینایی دکلکتی لوبډلی پر وړاندی ماسپښین 02:30 بجی لوبه کوی

بنګلور لوبډله د ممبی انډینز سره لوبه لری نن ماښام 06:30 بجی کریم جنت او شهزاد لوبدلی نن نیپال لیګ کی بریا خپله کړه. کریم بال..4/2/32 شهزاد 1 یوه منده جوړه کړه.

د یادولو وړ ده چې اي پي ایل غوره لیګ یو داسې سیریز هم د نړیوال جام په څېر دی هر کال په هندوستان او عربي اماراتو کې جوړیږي د لرې سسیمو څخه ورته خلک  رازي او د میچونو څخه ېې خوند اخلي نو سږ کال هم د دې لوبو څخه خوند اخیستلو لپاره خلک ګراونډونو ته ورزي او لطف ترینه پورته کوي.

طالبان د محمد ظاهر شاه د دوری اساسی قانون چی اسلام خلاف نه وی عملي کوي

 افغانستان افغانستان

طالبانو ویلي وو چی محمد ظاهرشاه د پخواني پاچا د دورې اساسي قانون له هغو د مادو پرته چې  د دوی په خبره له اسلام سره په ټکر وي د موقتې دورې لپاره اجرا کوي. او د موقتی حکومت لپاره اساسی قانون اجراتو په حکومت کی عملی کوی.

دا خبره د طالبانو حکومت وزیر مولوي عبدالحکیم  د عدلیې سرپرست د شرعي په حواله نن نشر شوې ده.شرعي پر ۲۸مه د سېپټېمبر د چین له سفیر سره په کابل کې لیدنه کې  کړی وه او دا خبرې یې له هغه سره په لیدنه کې  شریکه کړې هم وه.د هغه پر وینا مونږ غواړو چې دا قانون د يو څه وخت لپاره عملي شی او د رسمي حکومت جوړېدو څخه وروسته ورباندې بیا کتنه وشي.دې سره به عام وګړي وکولی شي چې عامه خدمتونو ته په ښه ډول لاسرسی ولري.

دا هم ولولئ | په خوست کې سږ کال حاصلات د تیر کال په پرتله لوړ دي

د عدلیې وزارت د طالبانو د اعلامیې پر بنسټ چې د دې وزارت په فیسبوک پاڼی نشر شوې د دوی حکومت هغو نړیوالو قوانینو او سندونو ته هم احترام کوي چې د دوی په خبره د شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې نه وي او قوانین د اسلامی شریعت، هیواد، او عامو وګړو په ګټه وي.

او د هیواد د پرمختګ او د خلکو هوساینی او د بشری ژوند په ګټه به هم وی. دا جزییات نه دي ورکړي طالبانو چې د پخواني پاچا ښاغلې محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون چې دوی یې د عملي کولو منلو ته تیاری لري چی په کومو مواردو کې له اسلام سره ټکر لري. خو وايي چې ژر به عملي شي او ځینې معدې چې اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي ترینه لرې کړي.

طالبان کوښښ کوی چی ژر تر ژره اساسی قانون جوړ کړی او د هیواد، وګړو او عامه امنیت او د هیواد د پرمختګ او سوکالي لپاره ورڅخه استفاده واخیستل شی.همداراز د دوي هغه ژمنې هم عملي شي چې دوی د واک ته راتللو نه  مښکې  عامه وګړو سره کړې چې مونږ به یو داسې نظام ولرو چې هم اسلامي وي او هم د هېواد په ګټه وي. 

د افغانستان ځینې وګړي د پروازونو نشتون له امله د بهرني هېوادونو تګ څخه پاتې دي

 افغانستان افغانستان

د افغانستان د ولایتونو یو شمېر هغه اوسېدونکي چې کارونه او مزدوري په عربي هېوادونو کې کوي او وطن ته په رخصتۍ راغلي وو، اوس یی چې د رخصتیو وخت پوره شوی دی، خو د نشتون د هوايي پروازونو له امله دوی نه شي کولای عربي هېوادونو ته دوباره د کاروبار لپاره ورشي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په افغانستان کې دې هېواد ته، تر ډېره نړیوال هوايي پروازونه بند شوي دي. او نشی کولای چی بهر ملک ته هوایی پروازونه وکړی او د بیکارۍ له امله مسافر ډیر تنګ شوی دی.دوی اندیښمن دی، که چیری پروازونه نور هم وځنډوی،نو د عربي هېوادونو د سلګونو مسافرو ویزې به ختمی شی او له دې امله به ډېر شمېر کورنۍ د هغه کاروبارونه په بهر ملکونو کی له مینځه ولاړی شی او د لوی تاوانونو سر مخ شی.

دا هم ولولئ | په خوست کې سږ کال حاصلات د تیر کال په پرتله لوړ دي

د بهر ملکونو مسافرو د اسلامي امارت او د بهرنیو هېوادونو له مسوولینو مو جدي غوښتنه ده چې په جیل خانو کې مو بندیان دي، هلته مو په یخچالونو کې مړو جسدونه  پراته دي، هغه دې هغه دی بیرته خپل هیواد ته راستون شي، په افغانستان کی چې کوم مسافر دي، دا هم ډېر په زحمت کی دي، اقتصادي حالات يې ډېر خراب شوې دی، دوهمه خبره دا ده  کوم چې طیاره کویټ او قطر ته تللی شي، په هغې کې بهرنیان تللی شي، نو دا افغانان ولې په کې نشي تللی؟

په شروع  کې د کورونا ناروغۍ له امله بندیزونه لګولی وو او وروسته بیا په افغانستان کې د نظام په تبدیلیدلو سره زیات نړیوال هوايي پروازونه بند شوي او د دوی د بهر ملکونو مزدورۍ تلولو ته مخه يې نیولې ده او نشی کولای چی بیرته ولاړ شی. که چیرې دوی ته پرواز برابر نه شي، نو د دوی ویزې ختمیږی او نشی کولای دوباره مزدورۍ ته ولاړ شی.

دوی زیاتوي چی، افغانانو ته بهرنیان دا ګوته نیسي او نیوکه کوی چې دوی کورونا واکسین نه دي کړی، حال دا چې اوس یو مسافر هم د کورونا واکسین  نه دی پاتې. ټولو مسافرینو کورونا واکسین کړی دی او مسافرو ته دی خپل حق ورکړل شی.

عزیزالله فضلی د افغانستان کرکټ بورډ عمومی ریئس وتاکل شو

 افغانستان افغانستان

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیز الله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټی  غړو ته نن په یوه رسمي ناسته کې ښاغلی  میرویس اشرف  ددې کمیټی  مشر په توګه معرفي  کړی  دی  

د ناستې په ترڅ کې د غوراوي کمیټی  غړو د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ته د خپلو وروستیو فعالیتونو او کړنو خبر  وړاندې کړی دی  او همدا رنګه یې د میرویس اشرف په ګمارنې خوښي وښودله  او خوشحاله شوی دی. د ناستې پر وخت کې نړیوال جام ته د ملي لوبډلې د ښه او غوره تیاری او روزنیزو کمپونو په اړه خبری  ترسره شوی دی کیمپونو کی لوبغاړی ټریننګ وکړی

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

ښاغلي فضلي د غوراوي مشر میرویس اشرف او غړو ته هدایت وکړه، چې د لوبغاړو په غوراوي کې ټول تخنیکي اړخونه په پام کې ونیسي، لوبغاړی ښه لوبه وکړی ترڅو حق حقدار ته ورکړل  شي او د هرې فیصلی په باره کی  د افغانستان ولس ته په وضاحت ځواب ورکړی چه څوک  حقیقی لوبغاړی دی

ښاغلي میرویس اشرف د کرکټ بورډ د عمومي مشر ښاغلي فضلي له باور څخه مننه وکړه چې ددې غټ کار مسؤلیت یې نوموړي ته ور و سپاره او وعده یی وکړه چې د خپلې کرکټ تجربې او ټولو اړخونو ته په کتلو سره  به د لوبغاړو ښه انتخاب  کوي او ملت ته به ځواب ورکوي

عزیزالله فضلی ښه تجربه لرونکی  او ښه روزونکی دی او عادل ښه  شخصیت دی مونږ ورنه ښه طمع لرو چه بیا پنځوس اورځی

جام غلطی تکرار نه کړی.

(ای اې اي اې) ادارې ایران نړیوالو پلټونکو ته اجازت نه ده ورکړې

 افغانستان افغانستان

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) ويلي، ایران نړیوالو پلټونکو ته اجازت نه دی ورکړې چې د بټیو د تولیدی ورکشاپ ته لاسرسی پیدا کړی  او مداخلت هم وکړی.

پر ۱۲مه د سېپټېمبر د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره له شوي معاهده سره سم ایران موافقه وکړه چې د خپلو اټومي مرکزونو د څارن کونکو کېمرو دوباره جوړولو  لپاره نړیوالو څارونکو ته اجازت ورکړی  چې په همدا شان  د حساسو مرکزونو ویډیو رېکارډ کولو دپاره عمل دوام ولري.

ټېکنالوژي,ایران,افغانستان
3bc10a23873ecb5323499270b6cd52e0

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

همدې ادارې وویل چې له ۲۰مې تر ۲۲مې د سېپټېمبر پورې ایرانیو پلټونکو ورته د کاراج کمپليکس بغیر د اجازی ورکړی چې د نظارت او څارنې الاتو ته بيا  دوباره کتنه وکړي او په “ټولو اړینو ځایونو” کې د معلوماتو ذخيره کولو وسايل او الات تبدیل کړي

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې نوی تازه خبر پر داسې وخت  نشر شوی دی  چې د نړیوالو قدرتونو او ایران ترمینځ خبرې  چې د اټومي معاهدی دوباره  ژوندي کولو په خاطر  ترسره کېده خو اوس له ځنډیدو  سره مخامخ دي. ډانلډ ټرمپ د امريکا پخواني ولسمشر د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې خپل هېواد له اټومي موافقي ویستل  او پر تهران یې اقتصادي بندیزونه  ولګول

اوس د خیبر قبایلی ضلعی د چکر ځایونو ته اسانه ورتلاۍ شی

 افغانستان افغانستان

د خيبر قبايلي ضلعې د سېل ځايونو ويډيو نشر کونکی او بلاګرښاغلی علي اختر اپرېدی وايي، د دوی په سیمو کې  زیات  داسې ځایونه شته چې سېلانیان  ورته په اسانه  توګه  تګ  را  تګ  کولای  شي .                                          

هغه د سېپټمېبر پر ۲۷مه د سېپټمېبر د سېلګرۍ  نړیوالې  ورځې  په  مناسبت په خبرو کې وویل دا وخت  د خيبر تیرا او هايدرسر (ټاپ) سیمو ته ۹۳ کلومیټره    پوخ سړک هم تلی  دی او هوټلونه هم پکې د سیلانیان  او تماشچیانو د پاره  ښه زمینه برابره کړی ده او د ورځی او شپی په امن او امان تیرولی شی. ښاغلی اختر اپرېدی زیاتوي چې د خیبر منظره کونکی  سیمې پېښور ته ډېرې نژدې. 

افغانستان,ژوند,، پختونخواه,چکر

د نوموړي په وینا دا زیاته کړه ، د تیرا هايدر کنډو، مدې تختکۍ، ساران سر (ټاپ) داسې ځایونه دي چې ډېر ښايسته او پرامنه دي او سیلانیان ورته ډیر د لری ځایونو نه راځی. هغلته  به سرایونه او استوګنځایونه هوټلونه  جوړوي، او د سېلانیانو د امنيت او امان لپاره به د سېلګرۍ ادارې پولیس  ګوماري

6de408a129b67aa730201175263a0fec

اختر اپرېدی سېلانیان تشویقوی  چې د دوی سیمو ته تګ را تګ وکړی   خو دا مهال قبایلي سیمې چې له مخکی  څه نا څه دوو لسیزو رادیخوا  ترهګرۍ ځپلي هلته د سېلګرۍ قوی کیدو  لپاره څومره امکانات شته او حکومت یې د ترقی  لپاره څه  نا  څه ګامونه اخیستي دي؟ 

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي      

د هغو ضلعو لپاره د سېلګرۍ ادارې پراجيکټ ښاغلی  مشر  اشتیاق احمد خان وايي، د ۲۰۲۰ز کال پر ۳۱مه د ډېسېمبر د خيبر پښتونخوا حکومت په قبایلي ضلعو کې سېلګرۍ ته د ودی  پراختیا  او پرمختک  ورکولو لپاره د درې اربو روپو يوه پروسه منظوره کړې ده چې هغو سیمو ته  تګ را تګ لارې به پخوي او جوړوی،

.د (پیسو انتقال) او اړینو لومړنیو توکو واردولو د تسهیل ناسته ترسره شوه

 افغانستان  افغانستان

په ملي بانک کي د ناستې په تعقیب د مالیې وزارت کي، د رئیس الوزراء د مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د اقتصاد، صنعت او تجارت د وزیرانو، د افغانستان بانک د رئیس او معاون او د مالیې وزارت د معینانو او اړوندو مسؤولینو په ګډون د (TT د پیسو انتقال) او افغانستان ته د اړینو توکو د تورید لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو په موخه د روان ۱۴۴۳ کال د صفر میاشتې په ۱۹مه د ماسپښین په ۳بجو د مالیې وزارت خیبر صالون کي ناسته وشوه

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

د افغانستان بانک یوه طرحه او د اړینو لومړنیو خوراکي او طبي توکو لست برابر کړی تر څو افغانستان ته یې د واردولو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې سي، په دې ناسته کي پریکړه وسوه تر څو یاد لست د صنعت او معادنو له خونې سره شریکه سي تر څو د داخلي فابریکو د خامو موادو برعلاوه، نور اړین لومړني توکي هم لست ته داخل سي او په هېواد کي د ننه د خوراکي او طبي توکو کمښت ستونزه هواره او د قېمتونو له لوړېدو مخنیوی وسي. 

همدارنګه پریکړه وسوه چي د افغانستان بانک او ټول اړونده ارګانونه د بانکونو د ستونزو د هوارولو لپاره هڅه کوي تر څو ټولې ستونزي په تدریجي شکل او ښه توګه هوارې سي. همدارنګه د داخلي فابریکاتو د لاتقویې او ملاتړ لپاره هر ډول لازمې هڅي په داسې توګه کیږي چي په هېواد کي د ننه، د توکو قېمتونه هم کنترول او له لوړېدو یې مخنیوی وسي. 

تجارانو په حیرتان بندر کي د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د مالیې وزارت ژمنه وکړه تر څو یادې ستونزې په عاجله توګه هوارې کړي. همدارنګه بهرنیو تخنیکي کارګرانو ته د افغانستان د ویزې د تمدید او د افغانستان صادراتو لپاره د لازمو تدابیرو او آسانتیا اړوند هم لازمې پریکړې وسوې. 

د ناستې په پای کي د ا.ا.ا د رئیس الوزراء مرستیال، ښاغلي عبدالسلام حنفي د خصوصي سکتور استازو، سوداګرو او د فابریکو خاوندانو ته ډاډ ورکړ چي د دوی ټولو ستونزو ته به رسېدنه کیږي او د حل لپاره یې لازم تدابیر نیول سوي دي. نوموړي زیاته کړه چي په هېواد کي د اقتصادي چرخش د ښه فعالولو او د کاري فرصتونو د ایجاد په موخه، له اړوندو هېوادونو سره خبرې روانې دي څو (د ټاپي، کاسا۱۰۰ او ټاپ) په شان لویي بین الدولتي پروژې پیل سي.

(یو این ایچ سی ار) پاکستان کی پینځه لاکو رجسټر افغانانو ته پروف کارډ پر ځای سمارټ کارډونو ورکړي

 افغانستان  افغانستان

د سمارټ کارډونو ورکولو دغې پروژه شروعپر وخت يو اېن اېچ سي ار ويلي وو. چې په پاکستان کې د خلکو  د ثبت اومعلوماتو  ادارې (نادرا) په همکاري به په شپږو مياشتو کې په هغه هېواد کې ميشتو شاوخوا ۱۴ لکه رجسټر افغانانو  کډوالو ته د تصديق وروسته نوي سمارټ کارډونه ورکوي. خو شاوخوا شپږ مياشتې تېرېدو باوجود تراوسه له ۳۵ فيصده زياتو رجسټر کډوالو تصديق شوي او نور لاهم پاتې دي.

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند قيصرخان اپرېدی پر۲۴مه د سېپټېمبر   وويل چې د کورونا وبا له امله دا پروژه  لږه د ځنډه  شوه خو هڅه کوی  چې د روان کال تر اخره  ټول رجسټرډ کډوالو ته دتصديق وروسته سمارټ کارډونه ورکړيلومړی  وايي، د نويو سمارټ کارډونو د  لارې دوی بانکيحسابونهخلاصولی  شي، د تعليم او روغتيا اسانتياوو ته لاره اسانه کولي شی

ښاغلی اپرېدی زیاتوي: “په پاکستان د يو اېن اېچ سي ار په ، د دغه ۱۴لاکو  کډوالو رجسټرډ د نوملړ  او کارډونو ترلاسه کولو دپاره يې په پاکستان کې ۴۰ مرکزونه خلاص کړی  دي چې پکې تر ټولو  نه زيات په خيبر پښتونخوا کې ديبلخوا په پاکستان کې يو شمېر کډوال ميشت بيا د نوملړ  دغه جریانمشکل  يادوي

خو په پېښور کې د افغان کمشنرېټ مشر عباس خان د پر ۲۳مه سېپټېمبر وويل چې د کډوالو دې مشکلاتو  ته په کتو  سره  پریکړه وکړې چې هر کس دې خپل ټاکل شوي مرکز  ته ورځي او هغلته به ورته د تصديق لپاره نیټه  ورکوي. نوموړی  زیاتوی لومړی به رجسټر کډوالو نیټه لاسته راوړلو  لپاره خاص شمیرو سره تماس ونیسی  او زيات رش له وجې به يې ټېلېفونونه نه روغ  کیږی  نو دوی به له دی  پروژی شکایت کوو خو اوس ورته د ټېلېفون کولوضرورت نشته  بلکې دوی دې خپلو منتخبمرکرونو ته ورځي هغوی به ورته نېټه ورکوي او دوی دې د تصديق لپاره بيا پر هغه نېټه ورځي.

عمران خان

پاکستان وزيراعظم عمران خان پر نړيواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې دې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره د طالبانو له حکومت سره مرستې وکړ.تر څو عام افغانان خپل ژوند په عادي ډول ترسره کړي او روزانه چارو ته ېې زیان ونه رسیږۍ.

وزيراعظم عمران خان په خپله وينا کې د افغانستان پرتازه حال، د هندوستان تر انتظام لاندې کشمېر، اسلاموفوبيا، اقليمي بدلون، د بدعنوانۍ طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل نیولی وو او  پر اوومه د سېپټېمبر یې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړې عمران خان وويل چې نړۍ دې د افغان ولس په خاطر د طالبانو حکومت پياوړی او قوی کړ. ده وویل:”طالبانو څه ژمني کړې وې؟ هغوی به د بشري حقونو درناوی کوي،

هغوی به ټولشموله حکومت جوړوي، هغوی به خپله خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کاروي او هغوی ټولو ته عفوه هم اعلان کړه. که چيرې نړيواله ټولنه هغوی ته مراعات ورکړي او ورسره خبرې وکړي، دا به د ټولو لپاره یو شان ګټور وي. د عمران خان په وینا، دا ځکه چې دا هغه څلور شرطونه ول چې په دوحه کې امريکا له طالبانو سره پرې خبرې کولې وزيراعظم زياته کړه

چې افغانستان تر يو حساس وخت تېريږي او بايد د وخت ضايع کولو پر ځای يې بشري مرستي وکړل شي. عمران خان په وينا کې دا هم وويل چې په امريکا او اروپايي هېوادونو کې ځيني سياستوال په افغانستان کې د روانو حالاتو ذمه وار پاکستان بولي خو په دې هر څه کې تر ټولو زيات پاکستان اغېزمن شوی دی.

د ده په خبره په پاکستان کې اوس هم ۳۰ لاکه افغان کډوال استوګن دي. په پېښور کې خبريال او شنونکي محمود جان بابر د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان حالاتو تر ټولو زيات پاکستان اندېښمن کړی دی او که چيرې په هغه هېواد کې حالات پر سم لور نه ځي نو د دې تر ټولو زيات اثرات به پر پاکستان وي