روسیه غواړي پاکستان طالبان خبرو ته حاضر کړي

روسیه غواړي چې پاکستان طالبان سولې ته حاضر کړي. روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پاکستاني ميډیا د راپورونو له مخې سرګي لاوروف په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی او هلته به پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د پاکستاني میډیا د راپورونو پر بنسټ لاوروف به له پاکستان وغواړي چې په رښتینې توګه له افغان سولې سره همکاري وکړي او په دې توګه دلته روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.د سرچینې په خبره، لاوروف له پاکستانه غواړي چې طالبان په یو ډول د سولې ته حاضر کړي، تر څو نور له سر زوري لاس واخلي او په داسې لارو چارو فکر وکړي، چې پایله یې د جګړې پای ته رسول وي.

دا چې روسیه ولې له پاکستانه غواړي چې طالبان سولې ته حاضر کړي، بېلابېل دلایل لري او د دوی په نیت هم د سړي شک پیدا کوي، ځکه د طالبانو یوه ریښه په روسیه کې هم ده او د دوی لخوا حمایه کېږي.د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هند ته تللی و او له هندي چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې وې.

1399041612123131720731974 750x430 1

ښاغلي سرګي لاوروف ټینګار کړی و چې د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې د هېوادونو رول مهم دی او دلته ثبات د ټولو اړخونو په فایده ه دی.تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي وو، څومره چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي دومره افغانستان او افغانان سولې ته نږدې کېږي.

د ښاغلی لاوروف پر وینا هند په سیمه کې د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستندوی په توګه په دې پروسه کې مهم رول لري او باید خپلې هڅې لا ډېرې کړي.هغه وايي، هند د افغان سولې په اړه په سیمه ییزه او نړیواله کچه په جوړوو شوو کنفرانسونو او غونډو کې رغنده رول لوبولی دی او روسیه یې د هڅو ستاینه کوي.

دغه لوړپوړي روسي ديپلومات ویلي، چې د افغان سولې لپاره به د سیمه ییزې اجماع په لا پياوړتیا کې هڅه کوي.تر دې وړاندې روسي چارواکو ویلي وو، هڅه کوي د افغان سولې او دلته د سیاسي حل له درکه هند ته رامنځ ته شوې اندېښنې له منځه یوسي.او افعان سولې لپاره یو حل اوګوري.

د ولسمشر غني چلند د وزیرانو سره

ولسمشر غني وزیرانو سره ښه چلند ولې نه کاوه؟ ولسشر اشرف غني چې له تېرو اووه کلونو څخه د حکومت مشري‌ په غاړه لري، وزیران یې له ناوړه چلند شکایت لري‌ او نوموړی تورنوي چې ځيني وخت د کابینې غړو ته ښکنځل کوي.

او ان یو وار یې کوم جنرال ته ګواښ کړی و، چې پرتوګ به یې وباسي.د بي بي‌ سي فارسي‌ څانګې خبریال په کابل کې له ګڼ شمېر پخوانیو او اوسنیو وزیرانو او د کابینې له غړو سره خبرې کړي او له هغوی یې پوښتلي‌ چې د دندې پر وخت د اشرف غني چلند ورسره څه ډول وو.یوه پخواني وزیر ورته ویلي، چې اشرف غني‌ له وزیرانو سره دوه ګونی چلند کاوه،

او تر طرحې زیات د طرحې وروړونکی ورته ډېر اهمیت درلوده، د عبدالله د برخې کوم وزیر که به هر څومره ښه طرحه راوړه، خو ده به ورباندې توند انتقاد کاوه او د اجراء پر ځای یې ردولو ته لومړیتوب ورکاوه؛ ځکه نه یې غوښتل چې کومه لاسته راوړنه د عبدالله د ټیم غړي‌ ته ورپه برخه شي.

یوه بل پخواني وزیر او د کابینې غړي‌ ویلی، چې غني‌ یو وخت د امنیتي‌ ځواکونو پر یوه جنرال غوسه شو او هغه ته یې وویل، چې که اوس درغلم پرتوګ دې کاږم.همداراز یو بل تن چې د ګډ حکومت په مهال یې له اشرف غني سره په کابینه کې کار کړی وایي، په لومړیو کې د غني‌ چلند بیخي‌ ښه و

‌او د هغو ورځو یاد لکه د واده د لومړیو شپو او ورځو «عسل میاشتې» یادونه چې کېږي، خوږ لګېږي؛ خو وروسته ورو، ورو دا چلند بدل شو او هر هغه وزیر چې د غني نه خوښېده دوسیه به یې ورته جوړوله.او له دندې به ېې لرې کاوه نوموړي به هر وخت په دوی انتقاد کاوه.او رټه به ېې.

20210406 145257

یو بل پخواني وزیر سرچینې ته ویلي، چې یو وخت اشرف غني پر یوه وزیر له دې امله غوسه شو، چې ولې یې خپل پلان نه دی راوړی؛ خو هغه وویل، چې اوونۍ وړاندې یې دده دفتر ته سپارلی، چې په غبرګون کې یې غني نور هم غوسه شوه او هغه ته یې وویل «تا غو… خوړل.هغه ویل وزیران تذینه ډېر په تنګ وو. او خر وخت به ېې جنجال کاوه ورسره.

0001 19319273473 20210405 153725 0000

حیات الله حیات: پولیسو نه غیر مسلکي خلک باسوکورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات خبر ورکوي، چې د پولیسو له لیکو به ټول هغه غیر مسلکي کسان وباسي، چې په هکله یې شکایتونه موجود دي.او سم کار نکوي.

د کورنیو چارو ږزارت په تورخم ښارګوټي کې د ذاکر په نوم د پولیسو د یوه افسر لخوا له خلکو سره د ناوړه چلند په غبرګون کې ویلي د پولیسو په لیکو کې غیر مسلکي کسانو ته ځای نشته.نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې نن سهار په تورخم ښارګوټي کې د ذاکر په نوم د پولیسو یوه افسر له خلکو سره ناوړه چلند کړی و، چې ژر تر ژره ونیول شو او قضیه یې تر څېړنې لاندې ده، چې قانوني چلند به ورسره وشي.

نوموړي زیاته کړې، هر هغه کس او یا وګړۍ چې د پولیسو له نوم او مقدس لباس څخه ناوړه ګټه اخلي، هیڅکله به د پولیسو په سپېڅلیو لیکو کې ځای ونه لري او پر ځای به یې مسلکي کسان په دندو وګمارل شي.کورنیو چارو وزیر یادونه کړې، چې د پولیسو په لیکو کې د غیر مسلکي افرادو د شتون او د ځینو منسوبینو د ناغېړۍ او ناوړه چلند په اړه شکایتونه شته، خو وخت غواړي چې اصلاح شي.

img 20210405 153335

ښاغلي حیات له خلکو هم غوښتي، چې د دښمن د تبلیغاتي جنګ برخه ونه ګرځئ او د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو لپاره خپل نظریات ورسره شریک کړي، نه دا چې دښمن ته دا موقع ورکړي چې د نظام او ټولو امنیتي ځواکونو نوم بد کړي.د کورنیو چارو وزیر خبر ورکړی چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو په موخه ګټورې اصلاحي برنامې په پام کې لري، چې د تطبیق له لارې به یې له پولیسو ستاسو د رضایت او باور کچه لوړه شي.

څو ورځې مښکې هم په تورخم ښارګوټي کې یوه پولیس له خلکو سره ناوړه چلند کړی وو، چې د کورنیو چارو وزارت په خبره، د تل لپاره له نظامه وایستل شو.کورنیو چارو وزارت ته چې هر وزیر راغلی، د پولیسو په لیکو کې یې د اصلاحاتو خبره کړې، خو اوس هم خلک له پولیسو شکایتونه لري.

غونډې کې به مهمې پرېکړې وشي

 د ترکیې کنفرانس به د افغان سولې په اړه مهمه پرېکړه وکړي.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې کنفرانس او په یاد کنفرانس کې د موضوعاتو په اړه بیان ورکړې او ویلي يې دي چې د خبرو نهايي لوری به په همدې کنفرانس کې وټاکل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پر ترکیه کې جوړیدونکی کنفرانس به دافغان سولې نهايي لوری و ټاکي دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نیډ پراس کړې یاده غونډه به د افغان مرکه چي پلاوي سره د سولې خبرو کې ډېره مرسته وکړي.هیله کیږيچې روانه میاشت به د افغان سولې پر تړاو د طالب او افغا دولت پلاوی په حضور د سیمه ییزو هېوادونو امریکا په ګډون استانبول کې لوی کنفرانس ترسره سي چې ګډونوال به يې  د افغان سولې پروسې د چټک والي، راتلوونکي نظام جوړښت او جګړې ختم لپاره پر یو لړ مهمواجنډاو باندې بحثونه وکړي.

لکه څنګه چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا کنفرانس مهم  بللی په کور دننه افغانستان يې هرکلی سوی او یو شمېر بهرنیو هېوادونو هم دا کنفرانس خورا مهم بللی.یاد کنفرانس پر داسې موقع ترسره کیږي چې د مي میاشت په را رسیدلو ده او دې میاشتي وروسته باید هیڅ بهرنی سرتیر په افغانستان کې نه وي ځکه تیر کال امریکا او طالبانو د دوحې تړون کې همدا پریکړه کړې وه چې دې هېواد کې به ټول بهرني سرتیري د مي تر میاشتي له افغانستانه وزي.

img 20210403 161353

خو په دې اړه ناټو او امریکا وايي چې په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه سرتیري نه زر نشي ویستی.د ترکیې کنفرانس په اړه دا هم ویل شوي چې ښايي له طالبانو سره پر دې هم خبرې وشي چې ټول بهرني سرتیري باید تر راتلوونکې ډسمبر میاشتي له  افغانستانه وباسي

ځکه اوس په افغانستان کې د میشتو عسکرو هېوادونه وايي چې وخت کم دی او په دومره لنډه موده کې نه سي کولای چې ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.عام افغانان هم د ترکیې کنفرانس ته زیاتي هیلې  لري او وايي چې د ترکیې کنفرانس ته هیلې لري ترڅو نور دا اوږد مهاله جګړه پای ته ورسیږي او دایمي سولې ته لار هواره شي.

پاک افغان ټرانزیټ ټریډ

افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ تړون تمدید کړ.د افغانستان او پاکستان تر خپلو منځو کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ یا (APTA) تړون پرون په کابل کې تمدید او لاسلیک کړ. د دواړو ملکونو چارواکو کابو یوه میاشت وړامدې د دریو میاشتو لپاره د دغه تړون غځېدو پر سر توافق کړی وو.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د اپټا تمدید د پای ته رسېدو تر وخته کېدای شي، د یاد تړون نوې بڼه لاسلیک ته چمتو شي افغانستان ټنیګار کوي، چې د اپټا تړون نوې بڼه باید د سوداګرۍ نړیوال سازمان پر معیارونو برابره جوړه شي.او ټول جزیات پکې ذکر شي.که د اپټا تړون د نړیوال سازمان له معیارونو سره سم جوړ شي له محې به یې افغان سوداګر وکولای شي د پاکستان له لارې هند ته د خپلو سوداګریزو مالونو کچه ډېره کړي.

د دې په بدل کې به پاکستان د افغانستان له لارې د منځني اسیا هېوادونو ته سوداګریزه لار پیدا کړي.د تړون تمدید شوې بڼه په کابل کې د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني او په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د لومړۍ وزیر سلاکار عبدالرزاق داوود لخوا لاسلیک شوه.دغه تړون د ډېر وخت راهیسې د مزمل شینواری په وخت کې ېې هم دوام کاوه اووتر اوسه پورې دا تړون غځېدلی وو.

img 20210402 064127

تقریبا یوه نیم میاشت وړاندې د پاکستان کابینې او وروسته بیا افغان چارواکو د دریو نورو میاشتو لپاره د اپتا تړون غځېدو پرېکړه په دې موخه وکړه، چې د دغه تړون اصلاح کېدو لپاره وخت وموندل شي.خو اوسمهال چې په جزیاتو خبرې وشوې دا تړون لاسلیک شو.

افغان چارواکي هيله لري، چې د اپټا (APTA) تړون د سوداګرۍ نړیوال سازمان له معیارونو سره سم جوړ او لاسلیک شي.د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند احمد فواد احمدي رسنیو ته وویل، د اپټا نوی چمتو کېدونکی تړون به د پاکستان له لارې هند ته د افغان سوداګرۍ اسانه کړي.او دې سره به افغانستان او د پاکستان تر منځ تجارتي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

افغان رکارډونه

د اصغر د کپتانۍ ريکارډ ولمانځل شو افغانستان کرکټ ملي لولوبډلمشر اصغر افغان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د کپتان په توګه د ٤٢ لوبو د ګټلو ريکارډ لمانځل شوى دى.نوموړی دا رکارډ د ډېرو خلکو په حضور کې ولمانځل شو.

په سوشل میډیا کې د دغه غونډې عکسونه خپاره شوي دي، چې ويل کېږي د کابل په شهرنو کې اصغر افغان، د کرکټ بورډ ځينې کسان او د هغه ځينې ملګري راغونډ شوي و، چې د کېک په پرې کولو سره يې دا ريکارډ لمانځلى دى.عکسونو کې ليدل کېږي چې مختلف خلک پکې موجود دي او دا رکارډ پکې لمانځل کیږي.

په دې اړه ویل کیږي له اصغر افغان پرته پخوانى کرکټر او د کرکټ بورډ ډايريکټر رييس احمدزى، پخوانى کرکټر او پخوانى روزونکى هستي ګل عابد، د ملي لوبډلې پخوانى منېجر شېر اغا همکار، د ملي لوبډلې اوسنى منېجر نظيم جار عبدالرحيمزى او نور ښکاري.

1

هېره دې نه وي چې د زمبابوې لوبډلې ته په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د ماتې ورکولو سره اصغر افغان د کپتان په توګه په دې بريالى شو چې په ٤٢ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې بريا خپله کړي.نوموړي د دې نه وړاندې هم ډېر رکارډونه جوړ کړي دي.

تر هغه وړاندې د هند پخوانى کپتان مهيندر سينګ دهوني دا وياړ لرلو، چې په خپله کپتانۍ کې يې ٤١ لوبو کې بريا خپله کړې وه، چې اصغر افغان دغه ريکارډ مات کړ او ٤٢ لوبو کې يې بريا خپله کړه.نوموړي چې هر وخت میدان ته راغلی نو دافغانستان لپاره ېې ویاړونه راوړي دي.

غونډه

ایا د ترکیې غونډه به د سولې اینده معلومه کړي؟ د افغان سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې پر بنسټ په ترکیې کې د بن په څېر د کنفرانس جوړېدو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې ده.تازه ترکیې او امریکا د یاد جوړېدونکي کنفرانس پر اجنډا خبرې کړې دي

دواړو لوریو ټینګار کړی، چې دغه برخلیک ټاکونکې غونډه باید په سمه توګه ترسره شي.په ترکیه کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې خلیلزاد د روانې مارچ میاشتې په وروستیو ورځو کې په ترکیه کې ددغه هېواد له مهمو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي او پر افغان سوله یې له دوی سره خبرې کړې دي.سرچینه کاږي په دې لیدنو کې تر ډېره د راتلونکي کنفرانس پر جوړېدلو او د افغان سولې کنفرانس پر اجنډا او ګډونوالو بحثونه شوي دي او ټینګار شوی چې باید یاده غونډه په منظم شکل جوړ شي.

امریکایي سفارت د کنفرانس د اجنډا په هکله څه نه دي ویلي خو وايي تمه ده چې د خپلمنځي مذاکراتو لپاره جوړېدونکی کنفرانس په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او سولې بهیر د چټکتیا لامل شي.د ترکیې غونډه د سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې له مخې جوړېږي، چې د افغان سولې او جګړې د برخلیک په اړه به پکې برخلیک ټاکونې پرېکړې وشي.

او شاید نور د سولې ډرامه هم یو طرفه کړي.یاده غونډه کې امریکا، افغان حکومت، طالبان، سیاسیون او د سیمې مملکتونو لوړ پوړي چاروکي ګدون کوي او د بُن کنفرانس ته ورته غونډه ده.دا چې یاده غونډه به د افغان سولې او جګړې برخلیک مالوم کړي او که نه، جلا بحث دی، خو امریکا نور له افغان جګړې په تنګ راغلی او غواړي په یو ډول دغه ډرامه نوره پای ته ورسوي.

img 20210330 202936 765

دا به د بایډن د حکومت ستره بریا وي چې د ماموریت په لومړیو میاشتو کې دومره ستره معظله حل کوي، داسې معظله چې ټرمپ په میاشتو میاشتو لا یوې مالومې نتیجې ته ونه رسوله.دلته بیا افغانان هم هیله مند دي چې یاده غونډه به د افغان سولې په اړه ګټوره تمامه شي او نور به د جګړې لمن ټوله شي.او سوله به قایمه شي.

د حکومت د ترکیې ناستې په اړه بیان

حکومت:د ترکیې ناستې په اړه سلا مشورې کوو. د بهرنیو چارو وزارت وایي، په ترکیه کې د  افغان سولې په اړه جوړېدونکې ناستې په تړاو له پاکستاني لوري سره سلا مشورې روانې ساتي.ځکه د هغوی سره اوسمهال اړین کار دی.

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره د اسیا زړه-استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې ترسره کړې لیدنه کې د سولې خبرو اترو د بریا او «مطلوبې سولې» ته د رسېدو په اړه خبرې کړې دي.د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دواړو لوریو موافقه وکړه چې ترکیه کې د سولې خبرو راتلونکي پړاو پورې به دوه اړخیزو او څو اړخیزو سلامشورې وکړي.

fb img 1617168523082

د ترکیې  غونډه چې ښايي راتلونکې  اپریل میاشت د ترکیې  په استانبول کې جوړه شي، د امریکا په وړاندیز  د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې جوړېږي او د افغانستان د سولې پروسې  لپاره مهمه یادېږي.ویل کیږي چې یاده ناسته کې به مهمې پرېکړې وشي او ښای د اینده نظام په اړه بهدهم خبرې پکې وشي.

یاده غونډه چې د طالبانو او حکومت تر څنګ ښایي د سیمې د یو شمېر مملکتونو استازي هم برخه پکې ولري، چمتووالی ورته  روان دی.د طالبانو سیاسي  دفتر وایي، په دې ناسته کې یې غړي ګډون کوي او تر ټولو ډېر ټینګار به یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو وي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون د اسیا زړه-استانبو پروسې د ناستې په څنډو کې د ایران او ترکیې  د بهرنیو چارو وزیر سره د ترکیې ناستې  ته د چمتووالي په اړه غږېدلی.د حکومت سرچینی وایی دا غونډه اوسمهال ټولو خواو لپاره مهمه بلل کیږي او ښایی دا غونډه د سولې خبرې رالمډې کی او له همدې غونډې له امله د سولې خبرې نتیجې ته هم ورسیږي.

ته افتخاري دوکتورا ورکړل شو

د تاجکستان ملي پوهنتون ولسمشر غني ته افتخاري دوکتورا ورکړه د تاجکستان ملي پوهنتون ولسمشر محمد اشرف غني ته په علمي برخه کې د کړو خدمتونو له امله افتخاري دوکتورا ورکړه او همدا راز د دواړو مملکتونو ترمنځ په پنځه برخو کې مهم تړونونه هم امضاء شول

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمد اشرف غني چې پرون د يو لوړپوړي هيت په مشرۍ تاجکستان ته په سفر تللى دى، د تاجکستان ملي پوهنتون د هغه هڅې ستايلي دي او د سيمې په خېر يې بللي دي.ولسمشر غني همدا راز د تاجکستان ملي پوهنتون زده کړيالانو ته وېنا هم وکړه او وې ويل، چې زه ١٧ کاله معلم پاتې شوى يم او ستاسې له خوا راکول شوې دوکتورا ماته ستر وياړ دى.هغه دا به دافغانستان غیب ولس ته ډالی کوم.

ښاغلي غني همدا راز وويل، چې هيله يې دا ده چې کله يې د ولسمشرۍ دوره پاى ته ورسېږي، نو يو ځل بيا بېرته خپل پخواني مسلک معلمۍ ته ستون شي او زده کړيالانو ته درس ورکړي.نوموړی وویل چې ځما معلمي یا استاذی ډېره خوښه ده او هڅه مې کړې چې د خپل وطن خدمت په دې برخه کې وکړم.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې نړۍ په بې ساري ډول بدله شوې ده، پوهنتونونه د پخوا نه بدل شوي دي او د شلمې پېړۍ تحصيلي سيسټم د يوويشتمۍ پېړۍ د تحصيلي سيسټم ځواب نه شي ويلى، د کورونا وبا موږ ته وښودله چې تحصيلي برخه به ډيجيټل کېږي.هغه ویلي باید ټول زدکړیالان په مسلکونو ډېر تمرکز وکړي او ځانونه باید مسلکي کړي.

20210330 154137

جمهور ریس غني دا هم وويل، چې نن له دولتونو څخه د ملتونو غوښتنې هم د پخوا په پرتله توپير لري او دولت اړ دى چې خلکو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي او په دې برخه کې د پوهنتونونو رول ډېر مهم دى.هغه وای زه غواړم چې افغانستان او تاجکستان تحصیلي برخو کې لا زیات تړونونه لاسلیک کړي.

په اړه د بلینکن تازه څرګندونې

بلینکن:د افغانستان موضوع باید د سیاسي لارې حل شي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی انتوني بلینکن وایي د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري، نو ځکه باید د سیاسي جوړجاړي لپاره کوششونه وشي او افغانان په خپلو منځو کې یوه هوکړې وکړي.

اینتوني بلینکن د امریکا له تلویزوني شبکې سي اېن اېن سره په خپله تازه انټرویو کې ویلي هر څوک پوهېږي، چې د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري، نو هلته باید یو سیاسي جوړجاړی  وشي، داسې سیاسي جوړجاړی چې د افغانانو تر منځ په تفاهم رامنځته شي او روان بحران نور پای ومومي.ترڅو افغانان په سوله کې ژوند وکړي او عام وګړي د ویرې له ژومد نه راوزي.

هغه وړاندې زیاته کړې، چې له طالبانو او حکومت سره په خبرو بوخت دی او ټول تمرکز یې په ډيپلوماټیکي کوششونو دی، تر څو حکومت، طالبان، سیمه ییز  مملکتونه او هغه هیوادونه چې ګټې یې په افغانستان کې نغښتي دي؛ د ترکیې په کنفرانس کې ګډون ته وهڅوي.د بلینکن له قوله، ملګري ملتونه په دې ناسته کې حیاتي او دایمي رول لوبوي

د جوړجاړي رامنځته کېدو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیلې داسې وخت دي، چې د طالبانو او حکومت تر څنګ د افغانستان ځیني ګاونډیان او د منځنۍ اسیا یو شمېر هیوادونه د افغان سولې په ړه د ترکیې په ناسته کې  د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.یاده غونډه چې ښایي د راتلونکې میلادي میاشتې اپریل په دوران کې  د ملګرو ملتونو په وړاندیزد ترکیې په استانبول کې جوړه شي،

img 20210329 101852

ویل کیږي دغه غونډه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې یادېږي.بل خوا ته د امریکا له لوري د پوځي حضور د دوام او یا هم د عسکرو د ایستلو په تړاو د امریکا مبهم دریځ د سولې پروسه ټکنۍ کړې ده.د امریکا جمهور ریس وايي، د قطر له توافقنامې سره سم د می میاشتې تر پیلېدو د ټولو امریکایي  عسکرو ایستل د تخنیکي ستونزو له امله ستونزمن بریښي خو امریکا به تر ډېره په افغانستان کې وخت تیر نکړی او دا هیواد به پرېږدي.