د زیتونواستعمال دانسان ګرردوته څومره ګټوردي؟

د زیتونواستعمال دانسان ګرردوته څومره ګټوردي؟لکهڅنګه چې تاسو ته معلومه ده چې د نړۍ لس سلنه خلک د ګردو د تیږو له ستونزې سره مخ دي، چې د ګردو خراب فعالیتونه یې د پیدا کېدو سبب ګرځي. دغه راز کله چې په ګردو تیږي راټولې شي،بدن ته نقصان ورکول شروع کړي.

اوهمدارازد وړو شګو شکل غوره کوي، چې بیا ورو ورو غټېږي. ویل کېږي کله چې د ناروغ کس له بدن څخه ذکر شوې تیږي خارجېږي، ورسره څنګ کې د ناروغ کس د ډېر سخت ځور لامل هم ګرځي، چې علت یې دغه ځورونکې او ډېره ورو کړنه ده چې بیایې ډاکتران د درملنې لپاره عموماً د عملیاتو لارښوونه او سپارښتنه کوي. خو اوسهمال روغتیایې کارپوهان وایي، چې ځینې داسې غذایي توکي هم شتون لري، چې د ګردو له تیږو څخه مو ژغوري. ویل کېږي که چېرته د ګردو له تیږو سره مخ یئ یاهم له دې ستونزې څخه کړېږئ

نو لاندې طریقه یا لار یې په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي.صحي کارپوهان وایي، چې د لېمو اوبه، د زیتونو تېل او له اوربشو څخه تیارې شوې اوبه مو د ګردو تیږي ماتوي او په ډېرو وړو ذرو یې بدلوي، چې بیا زموږ له بدن څخه په ډېره آسانۍ سره خارجېږي.د اړتیا وړ توکي:د زیتونو تېل لس ملي لیتره د اوربشو اوبه لس ملي لیتره لږه اندازه د لېمو اوبه

د زیتونواستعمال دانسان ګرردوته څومره ګټوردي؟
د زیتونواستعمال دانسان ګرردوته څومره ګټوردي؟

څه ډول باید استعمال شي طریقه ېې

ذکر شوي درې واړه توکي ښه سره ګډ کړئ او هره ورځ سهار په نهاره یې تقریباً پنځوس ملي لیتره استعمال کړئ. ویل کېږي که چېرته مو په منظم ډول سره وکارول، نو د څلورو ورځو په شاوخوا کې به مو د تشو میتازو رنګ یو څه ژېړ شي، یعنې مطلب دا چې ستاسې طریقې خپل کار کړی دی، چې بیا د اتو ورځو په شاوخوا کې د ګردو د تیږو ستونزه حلوي.

همدا راز یوه بله طریقه هم شته، چې د ګردو تیږي له منځه وړي. ددې لپاره لس یا پنځلس د خرما زړي راواخلئ، په هاون کې یې میده کړئ او په درې پیالو اوبو کې یې دومره وخوټوئ، چې یوه پیاله یې په بخار بدله شي او پاتې دوه پیالې چاڼ کړئ او سهار یې په نهاره استعمال کړئ.که دا چا هم همداسې استفاده کړ نو ګرنټی سره به مثبتې پایلې ولري.

کوم خواړه مو خېټه اوبه کوي؟

کوم خواړه مو خېټه اوبه کوي؟ دخیټو غټوالی د اوسنۍ نړۍ د تقریباً ټولو انسانانو یوه عامه ستونزه ده.ګڼ شمېر وګړي له دې کبله ځوریږي، چې خیټې یې غټې او پړسیدلې دي، بد شکله یې ښيي او له دې کبله ښه روغتیا، ښه ظاهري جوړښت او ښه احساس هم نه کوي.

لاندې به د هغو خوراک په اړه معلومات درکړو، چې استفادې یې ستاسې د خیټې کمیدو سره مرسته کولای شي.رومیان رومیان د خیټې د غوړوالي په سوزولو کې مهم رول لري. په رومیانو کې کافي اندازه لیکوپن او بتا کاروتن شته، چې په دې برخه کې مرسته درسره کولای شي.څومره چې کولای شئ، په خوړو کې له رومیانو ګټه واخلئ، هم به خواړه خوندور شي او هم به مو وزن ورسره کم شوی وي.دوهم مالټه دا مېوه نورې ښیګڼې هم لري، خو یوه مهمه یې په وزن کمیدو کې مرسته کول دي.

سره مالټه مو اشتها سوزوي، له نور خوراکه مو باسي او د خیټې غوړ مو اوبه کوي.دانېزنجبیل، جیسنګ، تور مرچ، زرد چوبه او نورې داسې دانې هم د وزن کمیدو، اسانه هضم، انرژۍ زیاتیدو او د خیټې د غوړ سوزولو لپاره ګټور دي.دارچیندارچین د وینې غوړ د کمیدو ترڅنګ د خیټې غوړ کمولو لپاره هم ضرور دی.دارچین هم په خوړو کې استعمالولی شئ او هم یې په چایو کې کاروی شئ.مڼه مڼه خوړل هم د وزن کمولو او د خیټې د غوړو د اوبه کولو لپاره ضرور ده.دا مېوه ګڼې نورې ګټې هم لري،

تل یې خورئ، ورسره به ډېر صحتمند اوسئ.ناک د ناک خوړل هم د وزن کمیدو او خیټې اوبه کیدو لپاره ګټور دی. د ناک په موسم کې د ورځې حد اقل یو دانه ناک وخورئ، نورې ګټې هم لري.کیلې د کیلو خوراک هم د وزن کمیدو لپاره ګټور ګڼل شوی.د دې مېوې ښیګڼه دا ده،

کوم خواړه مو خېټه اوبه کوي؟
کوم خواړه مو خېټه اوبه کوي؟

چې د مړښت احساس درکوي او په دې ډول مو د خوراک کچه کمیږي.د کیلو د استعمال لپاره سهار چایو نه وروسته وخت ډېر مناسب ګڼل شوی، خو خوراک کې یې افراط مه کوئ، چې قبضیت درته پيدا کوي.دا پاس خوراکونه نه باید ډېر اوخوړل شي او نه هم کم باید اعتدال سره استعمال شي.

کوم خواړه مو د بندونو له درده ساتي؟

کوم خواړه مو د بندونو له درده ساتي؟ بندونو التهاب او درد نن سبا یو له عامه او ځورونکو ناروغیو څخه شمېرل کیږي. نه تنها عمر خوړلې بلکي زیاتره ځوانان لدې ناروغی ځوریږي.او هره ورځ سلګونه ځوانان او سپینګیري په دې ناروغی نوي اخته کیږي.

د نړی مهم هیواد امریکا کې نژدې ۳۰ میلیونه ځوانان لدې ناروغۍ رنځ وړي او ددوی ژوند یې له کړاوونو ډک کړیدی.له وخت مخکې د بند غضروف تخریبیدل او التهاب یې یو له عمده علتونو څخه دی، څیړونکې پدې باور دي چې یو صحي غذایې رژیم کولی شي چې لدغه حالته مخنیوي وکړي، ځینې خواړه په خپل ځان کې دا وړتیا لري چې د مفصلونو له التهاب سره مبارزه وکړي، هډوکي مو قوي کړي او معافیتي سیستم ته مو وده ورکړي، پخپل غذایې رژیم کې ددې خوړو اضافه کول له تاسې سره د مفصل یا بندونو درد کمولو کې مرسته کوي.

ماهیان د کبانو غوړ د اومیګا ۳ شحمي اسید څخه غني دي، دغه شحمي اسید کولی شي چې په وجود کې د التهاب سره مبارزه وکړي او د بندونو التهاب له منځه یوسي. روغتیایې ماهرین هغه اشخاصو ته چې د بندونو له درده شکایت لري په اونۍ کې دوه ځلې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ګرامه ماهیانو خوراک وړاندیزوي.سالمن، ټونا، میکریل او هیرنګ د کبانو هغه ډولونه دي چې له اومیګا ۳ شحمي اسید څخه غني دي.

دزیتونو غوړې د زړه لپاره تر ټولو زیات مفید او صحي غوړ د زیتون غوړ دي، دغه غوړ د التهاب ضد تاثیر لري او هم په وجود کې د خرابو شحمو اندازه راټیټوي، کوم چې د زړه او مفصلونو لپاره غیر صحي دي.همدارنګه د غوزانو غوړ له ماهي ۱۰ چنده زیات د اومیګا ۳ شحمي اسید لرونکي دی چې د مفصل  درد او التهاب له منځه وړلو کې خورا مفید دي.

دګیلاس (چیري) میوه مطالعاتو ښودلې ده چې د ګیلاس میوه د بندونو درد او ګاوټ ناروغۍ په کمولو کې مرسته کوي.ګیلاس میوه د انټوسیکانین پنوم ماده لري کومه چې د التهاب ضد تاثیر لري او د بندونو التهاب او درد په کمولو کې خورا زیاته مرسته کوي.

لبنیات شېدې، مستې، پنیر او نور لبنیات د کلسیم او ویټامین ډي په لرلو سره کولی شي د بندونو درد مو راکم کړي او هم هډوکي مو تقویه کړي.ویټامین ډي د کلسیم د جذب لپاره یو اړین ویټامین دی، همدارنګه کلسیم کولی شي چې دنورو انتاناتو په مقابل کې د وجود معافیتي سیستم تقویه او لا پیاوړی کړي.که تاسې له لبنیاتو سره حساسیت ولرئ او یا هم ورته لاس رسی ونلرئ نو پرځای یې له هغو خوړو استفاده کولی شئ چې له نوموړي منرال او ویټامین څخه غني وي.

د دې نه علاوه ډاکټران توسعه کوي چې باید د ډېرو غوړو او خوږو خواړو نه ځان وساتل شي تر څو مو د بدن غوړي زیات نشي او د ډېری خطرناکو ناروغیو څخه وژغورل شي. همداراز ډاکټران وايي د یخو پر ځای په ګرمو اوبو باید ځان پریمینزل شي تر څو د هډوکو د درد نه وژغورل شي.

انسان بدن لپاره دويټامين سي ګټې

د انسان بدن هر قسم ويټامنونو ته اړتیا لري. ويټامين سي يو له هغو ويټامينو څخه دی چې تر ټولو ډېر پیژندل کېږي او ترټولو زيات کارول کېږي، په ځانګړي ډول دغه ويټامين د ژمي د موسمي ناروغيو د مخنيوي لپاره ډېر زيات کارول کېږي، مګر په اصل کې ويټامين سي بدن ته ډېرې زياتې ګټې لري، او ښه نتیجه ورکوي.

اوس به مونږ تاسو سره معلومات شریکوو، چې دويټامن سي بدن کې دنده څه ده.ګټې يې کومې دي او په کومو توکو کې موندل کېږي. پوښتنې ځوابوو.ويټامين سي د ډېری خلکو لخوا پيژندل کېږي او په لوړه کچه کارول کېږي، ډېری حيوانات پخپل بدن کې پخپله کولی شي ويټامين سي تولید کړي، مګر انسان نشي کولی دغه ويټامين پخپله بدن کې پخپله تولید کړي له همدې کبله مجبور دی دغه وېټامين له بهر څخه يانې له نورو مېوو او دانو ترلاسه کړي.

دغه ويټامين سي له هغو ويټامينو څخه دی چې تر ټولو ډېر پیژندل کېږي او ترټولو زيات کارول کېږي، په ځانګړي ډول دغه ويټامين د ژمي د موسمي ناروغيو د مخنيوي لپاره ډېر زيات کارول کېږي، مګر په اصل کې ويټامين سي بدن ته ډېرې زياتې ګټې لري، په دې ليکنه کې ويټامين سي څه شی دی، په بدن کې یې دنده څه ده؟ ګټې يې کومې دي او په کومو توکو کې موندل کېږي؟ پوښتنې ځوابوو.

دغه ویټامین د ډېری خلکو لخوا پيژندل کېږي او په لوړه کچه کارول کېږي، ډېری حيوانات پخپل بدن کې پخپله کولی شي ويټامين سي تولید کړي، مګر انسان نشي کولی دغه ويټامين پخپله بدن کې پخپله تولید کړي له همدې کبله مجبور دی دغه وېټامين له بهر څخه يانې له نورو مېوو او دانو ترلاسه کړي.

ويټامين سي ترټولو ډېر په تازه مېوو او سبزيجاتو کې موندل کېږي مالټې، لېمو، ګریپ فروت، کينو، ګلپي، شفتالو، ګشنيز، شلغم، ځمکني توت، انه ناس، تازه فاصليه، پياز، کچالو او کيوي ترټولو زيات ويټامين سي لري.ددې لپاره چې بدن مو منظم خپل کار وکړي پکار ده په منظم ډول ويټامين سي ترلاسه کړي، ځکه د ويټامين سي کم والی ځينو ناروغيو ته دعوت ورکوي.

د انسان بدن کې د ويټامين سي کم والی تر ډېره ناسمې تغذیې، شراب څښلو، زياتو اندېښنو، سېګرېټو او د پښتورګو د ناروغيو له کبله پيدا کېږي.تر ډېره د وېښتانو د تويېدو، د وینې کم والي، د پوزې د وینې کېدو، د غاښونو د ضعيف کېدو، د بدن د بندونو د درد، بې شيمه ګۍ، د پوستکي د وچ والي، د مېتابوليزم د ورو والي او داسې نور مرزون اخته کیدی شي.

د ښه او سالم خوب لپاره فایده مند خواړه

د ښه او سالم خوب لپاره فایده مند خواړه سالم خوب د روغتیا لپاره ډېر اړین دی او روغتیایي کارپوهان هم په دې اړه وایي، چې د ښه او روغتیایي ژوند د تېرولو لپاره په ورځني ډول له ۷ څخه تر ۹ ساعتونو پورې خوب کول پکار دي چې دۍ سره یو انسان دسالم صحت خاوند کیدایشي.

د یو راپور پر د مخې روغتیایي کارکوونکي وایي، چې ښه او ګټور خواړه د ښه خوب په کولو کې مرستندویه ثابتېږي. نو له دې مخکې چې د خوب بستر ته لاړ شئ، باید دا فکر وکړئ چې څه وخورئ.دوی د ښه خوب او د ښه ژوند تېرولو لپاره څو ډوله خواړه په ګوته کړي، راځئ وګورو چې کوم ډول خواړه يې ښودلي دي؟بادام د معدني موادو څخه یوازې دا نه چې ډک دي، بلکې په بادامو کې داسې توکي هم موندل کېږي، چې د شکر او زړه د ناروغیو مخنیوی کوي. همدارنګه د بادامو په جوړښت کې ګټور تېل هم شتون لري، چې د بدن د غړو سوخت ته اغېزمن وي.

په یوه څېړنه کې معلومه شوې، چې د بادامو خوړل د ښه خوب کولو لامل کېږي. څېړنه زیاتوي، چې د بادامو په جوړښت کې داسې ماده هم شتون لري، چې د خوب په ښه کولو کې مرسته کوي.بلخوا د فیلمرغ په غوښه کې په ډېره کچه پروټین وي، چې د انسان د بدن د غړو لپاره اړین وي. په یوه څېړنه کې موندل شوې، چې د فیلمرغ په غوښه کې داسې توکي موندل کېږي، که په برابره توګه وخوړل شي نو د خوب په ښه کولو کې مرسته کولی شي.

د دې نه علاوه کیوي یوه داسې مېوه ده، چې په زیاته اندازه غذایي مواد لري او د کالورۍ کچه یې هم لږه ده. روغتیایي کارپوهان وایي، چې د شپې لخوا د کیوي خوړل د ښه خوب لامل ګرځي. دوی زیاتوي چې ددې سبب پخپله د کیوي په جوړښت کې د سیروټونینو په نوم ماده ده، چې د خوب په منظمولو کې مرسته کوي.او ښه ثابیتیږي.

د دې تر څنګد سلمن او د ټونا کبان داسې خواړه ګڼل کېږي، چې د اومیګا تري او ویټامین ډي کچه یې ډېره لوړه ده او د خوب په ښه کولو کې مرسته کوي.په سپینو ورېژو کې د کاربوهایټ کچه ډېره وي، که چېرته له خوبه یو ساعت دمخه وخوړل شي، نو د ښه او آرامه خوب لامل کېدلی شي.او انسان بیا د ښه صحت هم خاوند کیدلی شي.

د انارو د جوسو فایدې

د انارو د جوسو فایدې دانارو اړوند یو حدیث مبارک دی، چې د انار خوړل د هاضمې سیستم ښه کوي. نو راځئ په دې موسم کې چې انار په مناسب قیمت ترلاسه کولی شو، خوړل یې خپل عادت جوړ کړو.

د یو ریسرچ څخه دا خبره ثابته شوه، چې په ورځني ډول د انارو جوس څښل د وینې په لوړ فشار کې پنځه سلنه کموالی راولي او د غاښونو د چینجنېدو څخه د خلاصون طبیعي درمل هم دي.د انارو تازه اوبه څښل هم بند رګونه خلاصوي او هم د زکام او نزلې لپاره ډېر ګټور تمامېږي.د انارو جوس که څه هم د زړه لپاره ګټور دی، د ستړیا په لرې کولو یې هم ښه ګڼلی شو. دغه راز د انسان تمرکز او فکر دوه برابر هم ډېر شي

د صحت کارپوهانو د ښې روغتیا او د ذهني فشار څخه د خلاصون ښه لار د انارو جوس ښودلی. د انارو د شربت په څښلو د ذهني فشار د هورمون او د وینې د لوړ فشار کچه ټیټولی شي.په ورځني ډول د انارو جوس څښل د خیټې په شاوخوا کې وازده اوبه کوي. د انارو په جوسو کې په طبیعي ډول داسې مواد شتون لري، چې د چاغوالي حجرې وژني او وازده اوبه کوي.چې دا یوه ډېه غټه فایده ده د انسان د بدن لپاره

د انارو استفاده د پښتورګو ناروغانو ته هم ګټور دی.په ۱۰۰ ګرامه انارو کې یوازې ۸۳ یې کالري لري، چې د انسان بدن چست او چالاک ساتي. که چېرته ورزش کوئ نو د انارو جوس ضرور وڅښئ ځکه چې په انارو کې په زیاته کچه معدني مواد شتون لري او په همدې وجه به لږ وږي کېږئ او د هاضمې سیستم به مو ګړندی او ښه وي نو دا هم یو ښه فایده ده د انسان بدن لپاره.

ددې نه پرته مهمه خبره دا چې په انارو کې غوړ نه وي او د هغه کسانو لپاره ډېر ګټور تمامېدلی شي، چې ورزش کوي.په انارو کې موجود فیټو کیمیکلونه د وینې لوړ فشار او کولسټرول کموي او په ورځني ډول د انارو تازه جوس څښل د وینې د شیریانونو ستونزه هواروي، چې د فلج کېدو، د زړه او نورو ناروغیو سبب ګرځي.

عدنان سميع: افغانستان کې مې غوربندۍ شوله ډېره خوښه ده

عدنان سميع افغانستان کې مې غوربندۍ شوله ډېره خوښه ده د انډیا نوموتۍ سندرغاړى عدنان سميع هغه خلکو ته، چې وايي نوموړى سبزی خواړه خوري، هغه په خپل یوسټ کې ویلي ،چې که څوک وايي چې دا ویجيټيرین خواړه نه خوري نو دا سمه خبره خقیقت نه لري،

دنیا کې دوه ډوله وګړي دي ، يو هغه چې غوښې خوري او بل هغه قسم دي چې هغوى يوازې ترکاري يا سبزي خوري، هغوى ويجيټرين یا سبزي خوړونکي دي او وايي چې د هېڅ ډول ژوندي موجود غوښې نه استفاده ونشي یو رسنۍ په خيل فیسبوک پاڼه کې لیکلي وو چې د یو فامیل ټول ماشومان وویجيټیرین دي او غوښه بیخي خوري نه غوښه ښه نه رازي اساسیت ورڅخه لري ، دې خبرې خلک هیران کړي وو چې څنګه دويي د غوښې سره اساسیت لري دا دوي لپاره د هیرانتیا خبره وه ،

د انډیا نوموتي سندرغاړى عدنان سميع، چې د بېښه افغانۍ دۍ ، په خپل ټويټر کې په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې ډېرى خلک سوچ کوي چې زه ويجيټيرين خواړه نه خورم، نو دوى په غلطه دي، ځکه زه له ويجيټيرين خواړو سره هم مينه لرم.هغه همدا رنګه د څلور ډوله خواړو عکسونه هم خپاره کړي دي او ورسره يې ليکلي دي، چې نن يې په کور کې دا ويجيټيرين خواړه پخ کړي دي، نوموړي لیکلي خوړو کې اچار دال او پالک دي، همدا راز هغه يو نان ويجيټيرين خواړه يې هم نن پاخه کړي دي چې هغه افغان خواړه دي او شوله غوربندي یعنې غوربندۍ شوله ده چې هغه يې له اچارو سره خوري.نو دا داسې خواړه دي چې قتغ مزه نوره هم ښه کيږي او د خوړونکو شوق هم نور هم ډېر کړي ،


سميع چې څو کلونهوړاندې يې خپل پاکستانى شناختي کارډ لغوه کړ او د انډیا تابعيت يې واخيست، په اصل کې د افغانستان اوسېدونکى دى او نيکونو يې دلته په لوړو چوکيو کار هم کړى دى، دوى ډېر پخوا ناوېشلي هند ته هجرت کړۍ دۍ ، چې هماغلته پاتې شوي هم دي بیا،اوس ژوند په هند کې کوي اوو یو افغانۍ سره ېې واده کړۍ دۍ، نوموړي د دې نه وړاندې هم یو مرکه کې ویلي وو چې غواړي افغانستان ته په چکر راشي او افغانستان کې چکرې ووهي نوموړي ویلي وو چې نیکه پخوانۍ صیب منسب وو

نوموړۍ څه وخت څه وخت وړاندې په لومړي ځل پښتو او دري سندرې هم وويلې، چې سرليک يې (بيا بيا يادېږي) و او دا سندرې يې خلکو ډېرې زياتې خوښې کړې.دغه سندرې په بوټيوب او نورو سوشل چینلونو کې خپاره شوي وو او ډېر زیات ویوز ېې لرودل دغې سندرې نه نوموړي ته ډېر عاید هم راغۍ ځکه یوټیوب په هر ۱۰۰۰ویوز باندې یو ډالر ورکوي اوو د سمع ويډیو په میلیوناو ویوز لري، ښاغلۍ سمیع اوس هم بازې ويډیوګانې ورکوي

نوموړي په خپله يوه مرکه کې دا هم ويلي و، چې د هغه ډېر ارمان دى چې ځانګړې توګه کابل او هرات وويني.ځکه هرات ېېډېر خوښ دۍ هغه وايي که سوله راغله هرات ته به سفر کوي او هلته به خپل کلي ته هم زي ، عدنان سمیع په سلګونو سدرې ویلي دي او لا هم ېې وايي نو موړي ډېرې سندرې په اردو کې ویلي دي اوپښتو او فارسي کې ېې هم سندرې ویلي، دا هم باید یاده کړو نوموړۍ مخکې ډېر چاغ وو او وزن ېې تر سلو کیلو نه زیات وو خو اوس ېې عملیات کړۍ او وزن ېې کم کړۍ دۍ ،

پارلمان:دولسي دسترخوان برنامې طرحه رد کړه

پارلمان:دولسي دسترخوان برنامې طرحه رد کړه د افغنستان ولسي جرګې د رایو په اکثریت د ملي دسترخوان برنامې په نامه د افغان دولت طرحه رد کړه.او وۍ ویل چې دغه پروګرام ېې د قانون خلاف دۍ،

د پارلمان یو شمیر وکیلانو نن ویلي، چې ددولت دغه پروګرام د اساسي قانون د ۹۱ مې مادې پر ضد دی.تر دې وړاندې بازې وکیلانوویلي وو، چې دغه پروګرام باید ختم شي ځکه په هغه کې د پراخ فساد د رامنځ ته کېدو وېره شته ده.افغان دولت د سرطان میاشتې په ۲۸ د ملي دسترخوان تر نامه لاندې د مرستو ویشلو پروګرام د پیلولو لپاره ځان چمتو کړۍ وو،

جمهور ریس غني رغني ویلي وو، چې دغه پروګرام به په دوو مرحلوکې د هېواد پر ۹۰ سلنه خلکو پلي شي او پر دوی به خوراکي کومکونه وویشل شي.ښاغلي غني په ټینګار سره ویلي و، چې د دې پرواګرام ویش به په جدي ډول څاري او د فساد مخنیوی به کوي.خو ولسي جرګې بیا وړمه ورځ ویلي وو، چې دا پروګرام فساد ته زمینه برابروي او ښایي دغه پروګرام اوس پلي نشي،

دیاد پروګرام لګښت په لومړیو مرحله کې ۸۶ میلیونه افغانۍ او په دویمه مرحله کې ۱۲۸ میلیونه افغانۍ اعلان شوی وو.د دولت دې پریکړې په سوشل ميډيا کې هم غبرګونونه راپورته کړي وو، او خلکو ترې رضایت نه ښوده.د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام داسې مهال ولسي جرګه د رایو په اکثریت ردوي، چې له دې وړاندې د کورونا ویروس له امله د قرنطین پرمهال د وچې ډوډۍ په ویش کې هم د فساد راپورونه ورکړل شوي دي او لا یې په اړه دولت ځواب ندۍ ویلۍ،

د هېواد پارلمان تیره ورځ هم  د حکومت له لوري د ملي دسترخوان په نامه له اړمنو سره د مرستې له پروګرام سره مخالفت کړی وو.په یاده جرګه کې د خلکو یو شمېر استازو په عمومي غونډه کې ویلي، دا پروګرام شفاف نه دی او پلي کېدل به یې یو ځل بیا پراخ فساد ته لار هواره کړي.د پارلمان د بودیجې او مالي کمیسیون مشر میر افغان صافي څرګند کړي وو ، د دغه پروګرام پیلول له ملت سره ستره جفا ده او دوی له مالیې وزارت څخه جدي غوښتنه کوي چې له هر ډول جوړجاړي دې لاس پر سر او دا پروګرام دې نه عملي کوي،

پارلمان:دولسي دسترخوان برنامې طرحه رد کړه
پارلمان:دولسي دسترخوان برنامې طرحه رد کړه

ښاغلي صافي ګواښ کړی وو چې که دا پروګرام د ملي شورا له مشورې پرته پیل شي په راتلونکي کې به یې مسوولیت د حکومت پر غاړه وي، خو حکومت بیا وایي دا پروګرام د بې وزلو لپاره پیلوي او ټول یې باید د ښه پلیتابه لپاره هڅې وکړي.اوس دولت باید د ولس د استازو په غوښتنه دا فیصله خپله بېرته واخلي ترڅو په هېواد کې زیات سیاسي جنجال پېښ نشي او افغانستان پرمختګ وکړي،

نن دکباب نړیواله ورځ ده

نن دکباب نړیواله ورځ ده،کباب چې په ټوله نړۍ کې د مشهورو خوړو څخه دي او ټولې نړۍ کې تر ټولو ډېړ خوړلو واله خوراک دۍ دغه خوراک په افغانستان کې ډېر خوړل کيږي ا افغانان ېې په پښولو کې خورا زیات مهارت لري،

د یو این پخوانی سر منشي کوفي عنان د کباب په اړه وایي: “تر څو چې کباب ته لاسرسی اسانه نه شي، هیڅ ډول سوله به ټینګه نه شي” زمونږ مملکت افغانستان کې مختلف قومونه پراته دي او د خوراکونه یې د خوند، رنګ او بوی له کبله په نړیواله کجه شهرت لري د افغانستان په بیلابیلو ځایونو کې کولای شو ځانګړي او خوندور خواړه اوخورې . افغاني خواړه نه یوازې افغانانو ته خوندور دي، بلکېپه ټونې دنیا کې ستایل کيږي،

افغانستان کې مختلف ډولونه خواړه پیدا کيږي ، خو کباب ډېر مینه وال لري او د افغانستان تر څنګ په نږدې ګاونډیو، اسیایي، اروپایي، امریکایي او افریقایي هېوادونو کې هم ګڼ شمېر شوقیان پیدا کيږي، اوغواړي له خوړلو یې خوند واخلي.د کباب د نړیوالې ورځې په مناسبت ځینې سرچینې د چنګاښ ۲۲ او ځینې نورې لکه ګوګل او نړیوالې مشورې وېب پاڼې د چنګاښ ۲۴ نېټه د دې خوراک نړیواله ورځ یادوي.

کباب د منځني ختیځ په ځانګړې توګه د افغانستان، ایران، قفقاز او ترکیه کې ډېر مینه وال لري. د کباب په جوړولو کې له د غوایي، خوسکي، پسه، چرګ او نورو حلالو حېوانانو له غوښېاستفاده کيږي او په مختلفو ډولونو پخېږي. د دې تر څنګ د کباب غوښه معمولا مسالو، پیاز او سبزیو سره په ګډه پخيږي،

بلخوا بیا د کباب د پخولو لپاره غوښه د سکروټو یا اور له پاسه ایښودل کېږي او په همدې توګه خوندور او عطرین بوی خپروي ، چې د کباب خوند ورسره زیاتېږي. کباب په ځانګړې توګه یو فوق العاده غذا ده، چې د غوښه خوړونکو له خوا په زیاته کچه پخيږي،

نن دکباب نړیواله ورځ ده
نن دکباب نړیواله ورځ ده

کباب څو قسمونه لري،خو په افغانستان کې چپلي کباب، سیخ کباب، چوپان کباب، نرګس کباب، دیګي کباب، شامي کباب، تکه کباب، چرګ کباب، کوفته کباب او نور چې د هېواد په لیرو پرتو سیمو کې په خوندوره بڼه پخېږي. د هرې سیمې کباب جلا خوند، رنګ او بوی لري.د یادونې وړ ده چې افغانستان کې بیا په ځانګړي ډول شینواري کباب هم پلورل کيږي او مختلف سیمو کې د دغه کباب کړايي جوړيږي په کابل کې د شهرنو سیمه کې ډېر مشهور دي او دلته کثره شینواري کباب واله ډېر مېشت دي او پخوي ېېاو خلک ېې خوښوي هم دغه ځاۍ د ورځې په حيساب په پراخه کچه پلورل کيږي،

دشکر ناروغانو لپاره مفید خواړه

د شوګر ناروغي يو له هغه ناروغیو څخه ده چې په نړۍ او هېواد کې مو ډېره زياته ليدل کېږي، د هغه خلکو چې زيات وزن لري، خپلو خوړو ته پام نه کوي، حرکت نه کوي د شکر د ناروغۍ احتمال تر نورو لوړ دی. پخوا به تر ډېره د لوړ عمر په خلکو کې ليدل کېده اوس په تېزۍ سره په کم عمره انسانانو کې هم د شکر ناروغي په زيات شمېر ليدل کېږي.

پوهان توصیه کوي چې د شکر ناروغان دې تر بل هر چا ډېر خپلو خوړو ته پام وکړي، په نړۍ کې د شکر د ناروغیو څخه د انسانانو مرګ ډېر زيات لوړ شوی دی، په نړۍ کې هره ورځ ۱۲ زره او ۶۰۰ کسان د شکر د ناروغۍ له کبله خپل ګران ژوند له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې د شکر مخنيوی امکان لري، اما بيا هم نن ۳۷۱ ميلیونه کسان د دغه ناروغۍ سره مجادله کوي.

روغتيا پالان داسې اټکل کوي چې په ۲۰۳۰ ميلادي کال کې به په ټوله نړۍ کې ۵۵۲ ميلونه وګړي د شکر ناروغي ولري.

په دې ليکنه کې د شکر ناروغانو ته ځينې خواړه توصیه شوي.

هګۍ

د مور د شيدو نه وروسته تر ټولو قيمتي د پروتینو سرچینه هګۍ د هغه فکرونو په خلاف چې د شکر د ناروغۍ لپاره ښه نه ده، د شکر ناروغانو ته زياته ګټوره تمامېږي، د شکر ناروغان کولی شي په ناشته، سوپ او نورو خوړو سره يو ځای یا یوازې هګۍ نوشجان کړي.

مڼه

مڼې کمه کالوري لري، په زياته اندازه فايبر لري، هم انسان ته د مړښت حس ورکوي، انسان زر زر نه وږی کېږي او هم د فايبرو په درلودلو سره د بدو کولېسټرولو د سويو د لوړېدو مخنیوی کوي. د امريکا د متحده ايالاتو د زراعت اداره وايي چې د هغه لسو مېوو څخه چې تر ټولو زيات انتي اوکسيدان‌ لري يوه مڼه ده، مڼه له پوستکي سره يوځای خوړل يو په دوه ګټه لري.

وربشې

د وربشو سره موږ ډېر نه يو عادت، خو پخوا په ډېره پراخه کچه کارېدلې، وربشې د وریجو په نسبت د وینې شکر ۷۰ سلنه لږ لوړوي، وربشې يو له هغه زراعتي توکو څخه ده چې تر ټولو زيات فايبر لري، د دې ترڅنګ په مکمله اندازه ويټامين بي لري.

فاصليه

که څه هم د ځينو خلکو فاصليه له دې کبله نه خوښېږي چې د هاضمې په سيسټم کې ګاز زیاتوي، خو که فاصليه په مناسبه اندازه وخوړل شي نو د شکر د ناروغانو لپاره یې ګټې د معجزې څخه کمې نه دي. فاصليه په بډايه کچه پروتین او فايبر لري، په دې ګټو سره کم تر کمه فاصلیه په اونۍ کې دوه ځل بايد په دسترخوان شتون ولري، د دې لپاره چې ګاز ونه کړي د پخولو يو ورځ مخکې بايد په اوبو کې کېښودل شي.

د ماهي غوښه

د ماهي غوښه نه يوازې چې د شکر د ناروغانو لپاره ګټوره ده، بلکې د نورو وګړو لپاره هم يو معجزوي خواړه دي، ځکه د ماهي غوښه د زړه او کوروالۍ لپاره نه هېرېدونکې ګټې لري. د اومېګا ۳ قوي سرچينه د ماهي غوښه د زړه او شکر د ناروغیو لپاره دا ګټه لري چې رګونه روغ ساتي او د زړه د وینې پمپ کولو ځواک زياتوي.

د شکر ناروغان د زړه د ناروغۍ نوماندان وي نو بايد د زړه روغتيا ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، ددې ترڅنګ د ماهي غوښه په زياته اندازه د اې ويټامين هم لري کوم چې د سترګو د ليد لپاره ډېره ګټه لري.