نړیوال خبرونه

ارګ: افغان او امریکايي ځواکونه پر یو امنیتي طرحې کارکوي

صدیق صدیقي نن سې شنبه «سلواغې۲۹مه» خبریالانو ته وویل چې د تاوتریخوالي کمېدو طرحې د عملي کېدو لپاره د قول اردګانو د قوماندانو په سطحه هم بحثونه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه کارونه روان دي او حکومت د تاوتریخوالي کمېدو طرحې او اوربند ټينګېدو ته ژمن دی.

هغه وویل:”پر یادې طرحې په شدت سره کار روان دی،خو موږ نشو کولای چې ټوله جریان ستاسو سره شریک کړو، کله چې دغه مرحه پیلېږي تاسو «خبریالان» به یې د ځینو مواردو څخه خبر شئ.”

ارګ وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافقنامې نېټه به د امریکا لخوا اعلان شي او تر هغه وروسته به «بین الافغاني» خبرې هم پيل شي.

ښاغلي صدیقي که څه هم له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه د هر اړخیز چمتووالي خبر ورکړ، خو ټینګار یې وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به د سولې مذاکراتي پیلاوي کې هم تغیرات رامنځته شي.

صدیقي وویل:”پلاوی به ټول شموله وي، طبعاً کوم تغیرات چې په ماحول کې راغلي دي او د دغو فرصتونو په رڼا کې شاید د پلاوي اړوند موضوعاتو ته هم پاملرنه وشي.”

که څه هم تر دا مهاله د حکومت لخوا د مذاکراتي پلاوي په اړه جزئیات رسنیز شوي نه دي، خو ښاغلي غني تېره شپه له والیانو سره لیدنه کې وویل چې له طالبانو سره د مذاکراتي ټېم صلاحیتونه به د افغانستان حکومت لخوا تعین شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button