نړیوال خبرونه

ارګ: د طالبانو سره مزاکراتو لپاره افغان پلاوی چمتودی

ارګ: د طالبانو سره مزاکراتو لپاره افغان پلاوی چمتو دی د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وایي د بین الافغاني مزاکراتو لپاره افغان حکومتي پلاوی چمتودی اوس باید نور بین الافغاني خبرې ژر پیل شي،

نوموړي پرون دوشنبه د یوې خبري کنفرانس پرمهال ميډیا ته وویل، افغان دولت د سولې په مزاکراتو کې تر وروستي حملې کوشش کړې او تر ۴ زره طالب زندانیان یې ازاد کړي دي، خو په وینا یې طالبان ژمن نه دي.هغه زیاته کړه، وسله وال طالبان نه یواځې له افغان حکومت سره کړې ژمنې عملي نه کړې بلکې له امریکا سره په کړي تړون یې هم عمل نه دی کړی.

نوموړی وایي، دوی د بین الافغاني مذاکراتو د پيلیدو لپاره د طالب زندانیانو پروسه په دې موخه چټکه کړه څو هیواد کې تاوتریخوالی راکم کړي خو دا برعکس تاوتریخوالي زور واخیست.دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ افغان حکومت ویلي وو، چې دوی به د پاتې طالب زندانیانو د خوشې کولو په اړه وروستۍ پرېکړه د یکشنې ورځې ترپایه اعلان کړي خو صدیقي لاهم د افغان حکومت وروستۍ پرېکړه نه ده وروستۍ شوې.

هغه د افغان دولت د پرېکړې د ځنډیدو لامل د طالبانو له لوري د ځینومشخصو طالب زندانیانو د خوشې کیدو غوښتنه یاده کړه.هغه وویل، دوی به تر ۵۰۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي خو نشي کولای ځانګړي کسان خوشې کړې کوم چې وسله وال طالبان غواړي چې خوشې شي،صدیق صدیقي زیاتوي دوی په پوره توګه بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي او له طالبانو غواړي، چې بین الافغاني پروسې ته ژمن پاتې شي او د خبرو میز ته له افغان حکومت سره کینې.دا په داسې حال کې ده، چې نن د کابل د نږدې ۲۰ سیمه‌ ییزو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د یوې غونډې کوربه دی.

یاده غونډه له طالبانو سره د سولې له خبرو مخکې، په دې هدف ترسره کېږي چې د سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع پياوړې او له مخې یې بین‌الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.افغان دولت د اذربایجان، چین، مصر، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، قطر، سعودي عربستان، ترکیې، تاجکستان، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو او ازبکستان استازو ته بلنه ورکړې چې نننۍ غونډه کې ورسره برخه واخلي.

ددې سربېره د ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او امریکا ډیپلوماتان او استازي هم غونډې ته دعوت شوي دي.افغان دولت دا اوونۍ دوه نورې غونډې هم مخته لري، چې یوه‌ یې سبا سې شنبه د کابل، بیجنګ او اسلام‌اباد درې اړخیزه غونډه ده او بله ‌یې د پنجشنبې په ورځ د هغو هېوادونو ده، چې تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان مسایلو کې ښکېل وو.

اوس وخت د دې رارسېدلی دی چې باید دواړه لورې ژر تر ژره پیل شي ترڅو افغانان د دغه بد بختیو نه لاس په سر شي افغانان د ډېر وخت راهيسې په جنګ او جدل اخته دي نو دا باید ژرتر ژره ختم شي،او افغانان په خپل هېواد کې په ارامه فضا کې ژوند وکړي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button