نړیوال خبرونه

دسویزرلینډهېوادچارواکودطالبانومشرانو سره خبرې شوي

دسویزرلینډهېوادچارواکودطالبانومشرانو سره خبرې شوي د سویزرلینډ هېواد چارواکو سره یې د روانو خپل منځي خبرو او افغانستان کې د بشري او تعلیمي مرستو رسولو په هکله خبرې اترې کړې دي.او د ملانړ ډاډ ېې ورکړی.

دوحه کې د طالبانوسیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم د یو لړ ټویټونوکې ویلي، چې نن ماښام د طالبانو د سیاسي دفتر د اروپايي څانګې مسئول مولوي عبدالحق وثیق په مشرۍ هیئت او د طالبانو د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون د بهرنیو اړیکو مسئول مولوي عبدالحکیم همت د ویډیو کنفرانس له لارې په قطر کې دسویزرلینډ هېواد سفیر «دوریګ» او افغانستان لپاره ددغه هېواد نا استوګن سفیر «دي سرجات» او د سویزلینډ هېواد د بهرنیو چارو او پرمختیايي ادارې له استازو سره ملاقات ترسره کړی دی.

هغه زیاتوي،په دغه کتنه کې  د بین  الافغاني مذاکراتو په روان بهیر، د افغانستان د وضعیت او جینوا کې د راتلونکي کنفرانس او په افغانستان کې د سویزرلینډ هېواد د بشري او تعلیمي مرستو د ویش په هکله خبرې  اترې شوې دي.د ډاکټر نعیم په خبره د خبرو په جریان کې طالبانو سویسي چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د هرقسم بشري رسولو کې د مرستو رسوونکو امنیت تأمینوي او دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا او دوام ټینګار کړی.او غواړي چې نور اړېګې ورسره پراحه شي.

د یاد هېوادچارواکي په داسې مهال طالبانو سره د بشري او تعلیمي مرستو ترڅنګ د جینوا راتلونکي کنفرانس کې د همکارۍ ټټر وهي، چې د کابل حکومت چارواکو هم یاد کنفرانس کې د نړیوالو مرستو راجلبولو په خاطر په تیرو څو اونیو کې ګڼ لوړ پوړي حکومتي چارواکي په فساد تورن او څارنوالۍ ته معرفي کړل؛ خو ددې چارواکو له ډلې کم شمېر یې نیول شوي او ګنو نورو بیا په آزادانه توګه خپلو دندو ته دوام ورکړی دی.

طالبان:دارګ لخوا تخریبکونکي خبرې به د سولې خبرو ته زیان ورسوي

د یادونې وړ ده چې طالبان غواړی چې دا ځل د نړی سره پراخه تعلقات ولري او خپل سیاست ته تغیر ورکړي دويي د دې نه وړاندې د نورو اورپايي هېوادونو سره هم مجلسونه شوي دي.او دويي سره ېې په مختلفو موثوعاتو خبرې اترې کړي دي. دغه ډلې د پاکستان هېواد سره هم یو وار په سوداګری ټرانزیټ تعلیم او داسې نورو موضوعګانو بحث کړی د دويي په خبره ډېری هېوادونو ورته ډاډ ورکړی چې د سولې د توافق نه وروسته به ورسره مالي ملانړ جاري ساتي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button