نړیوال خبرونه

د ایران دوه چارواکي کرونا وژلي دي

د ایران رسنیو ویلي، په سوریه کې د ایران پخوانی سفیر حسین شیخ الاسلام او د قضاییه قوې مرستیال مشر علي خلفي د کورونا وېروس له کبله مړه شوي. همدارنګه، د ایران پارلمان کې یوه استازې فاطمه رهبر هم د دې وېروس له کبله بېهوښۍ کې ده.

د پنجشنبې په مازدیګر د ایران قضاییه قوې اړوند خبري اژانس “میزان” په یوه خبرپاڼه کې د علي خلفي د مړینې غمشریکي ښودلې وه

وړاندې ایراني رسنیو په سوریه کې د ایران د پخواني سفیر او د ایران د محمد جواد ظریف پخواني سلاکار حسین شیخ الاسلام د مړینې خبر هم خپور کړی و چې ویل کېدل په کورونا (کووید-۱۹) وېروس اخته شوی و

د ایران اسلامي معارف مدرسو په نامه سازمان د عامه اړیکو مشر احمد خسروي هم د کورونا وېروس له کبله مړ شوی و.

خسروشاهي واتیکان کې د ایران پخوانی سفیر هم تېر شوی چې بالاخره دغه ۸۱ کلن ایرانی چارواکی هم په مسیح دانشوري روغتون کې مړه شوی.

“ایسنا” خبري اژانس ویلي، د ایران د پارلمان غړې فاطمه رهبر له څو ورځو راهیسې په کورونا وېروس اخته شوې او په روغتون کې بېهوښه ده چې اوس یې ځانګړې درملنه او څارنه کېږي.

د افغانستان په ګاونډي هېواد ایران کې د کورونا وېروس په چټکۍ مخ په خورېدو دی. تازه شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې شاوخوا درې زره تنه پر کورونا وېروس اخته دي. د ایران د روغتیا وزارت وايي، د کورونا وېروس له امله تر اوسه ۱۰۷ تنه مړه شوي دي خو د ایران رسمي خبري اژانس اېرنا د مړو شمېر ۱۲۶ تنه ښودلی دی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button