سیمه
رجحان

د طالب پلوي قوماندان عبدالحمید خراساني نیول څه پایلې لري؟

طالب پلوی قوماندان عبدالحمید خراساني د طالبانو لخوا نیول شوی او کسان یې بې وسلې شوي دي

سیاسي کارپوهان وايي، د عبدالحمید خراساني نیول کېدل او د کسانو بې وسلې کول یې د ملي یووالي لپاره سم کار نه دی بللی او ویلي یې دي چې کېدای شي، د هغه نیونه به د طالبانو لپاره په راتلونکې کې ښې پایلې ونه لري. 

خراساني له نیول کېدو مخکې رسنیو ته وویل، چې د طالبانو نظامي کمېسیون نوموړی په یوه خونه کې بندي کړی او په ده پورې اړوند کسان یې هم بې وسلې کړي دي.

خراساني څه ډول ونیول شو؟

د طالبانو په اداره کې امنیتي سرچینې بیا وایي، چې په دې اړه معلومات نه لري.

خراساني ویلي، چې په کابل کې د طالبانو نظامي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ لومړی هغه احضار او وروسته یې بیا کلا بند کړ.

د نوموړي په وینا؛ طالبانو د ده ټول کسان بې وسلې کړي او دی یې د نظامي کمېسیون په دفتر کې نیولی دی.

عبدالحمید خراساني د طالبانو یو جنجالی قوماندان دی.

نور یی ولوله | یوه ډله پاکستاني ډاکټران په نور روغتون کې د سترګو ناروغانو درملنه کوي

نور یی ولوله | امیر خان متقي د تاشکند غونډه له افغانستان سره د تعامل لپاره ښه فرصت بللی

هغه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې په پنجشیر ولایت کې د یادې ډلې د امنیت امر و او تر هغه وروسته بیا د پکتیا ولایت د احمد اباد ولسوالۍ ولسوال شو؛ خو خراساني له یادې ولسوالۍ څخه له دندې ګوښه کړی شو.

نوموړي بیا په تېر یوه کال کې خپل ځان د بدري قطعې قوماندان باله او د یو شمېر پنجشیري ځوانانو په نیولو کې یې لاس درلود.

د ایران په اړه د خراساني نظر

د طالبانو یاد قوماندان په تېرو میاشتو کې په ایران کې د کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند په اړه وویل، چې د خامنه یي د رژیم مامورانو یو افغان کډوال وهلی او شکنجه کړی دی.

د طالبانو ویاند د نوموړي د دغو څرګندونو په غبرګون وویل: “یاد کس په افغانستان کې هېڅ کومه دنده او مقام نه لري.”

خراساني بیا تر هغه وروسته د طالبانو پر وړاندې جدي غبرګون وښود او د طالبانو حکومت یې قبیلوي نظام وباله.

د ویلو ده، چې خراساني د طالبانو په ذرهي، نظامي هاموې او رنجر موټرو کې ګرځېده.

نوموړي په تېرو درېیو کلونو کې د مقاومت جبهې پر وړاندې د طالبانو په عملیاتونو کې ګډون کړی و او لسګونه ولسي وګړي یې له یادې جبهې سره د اړیکو درلودو په تور بندیان کړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button