لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

دIPLلوبې وځنډېدې

د هند کرېکټ بورډ په خپل یو تازه بیان کې د کرونا له وېرې خپلې سوداګریزې (IPL) د ۱۶ ورځو لپاره وځنډولې. ټاکل شوې وه د روانې مارچ میاشتې په ۲۹ مه نېټه آی پي ایل  لوبې پیل شي خو د نړیوالې وبا (کرونا) ناروغۍ په دې .وروستیو کې خپله وژونکې لمن پراخه کړې ده او اوس تر لویدیځو هېوادونو پورې هم ورسېد

هند له دې وړاندې د خپل هېواد پر اتباعو باندې نورو ملکونو ته او پر بهرنیو باندې هند ته پر ورتګ بندیز لګولی ؤ، څو وکولی شي دغه پر نفوسه هېواد ته په نسبي توګه د کرونا ویروس د ورتګ مخنیوی وکړي.
کرونا ویروس د چین له ووهان ښار څخه سرچینه واخیسته او په ډېره کمه موده کې یې په نړیواله کچه د هر هېواد دروازه ور وټکوله او زرګونه کسان یې تلف کړل.

وروسته له هغه چې د هند جکومت دغه هېواد ته په تګ را تګ بندیز ولګاوه، په IPL کې لوبېدونکي نړیوال لوبغاړي اندېښمن وو چې څنګه به د هند په سوداګریزو لوبو کې د ګډون لپاره وېزې ترلاسه کوي، تر دې چې د هند بورډ دغه انتظار د آی پي ایل پر ځنډولو باندې پای ته ورساوه. ویل کېږي د سریلانکا د کورني کرېکټ یو لوبغاړی هم په کرونا ناروغۍ اخته شوی دی.
د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې ګڼ شمېر هېوادونو ښوونځیو ته تګ، په لویو غونډو کې برخه اخیستل او ځینې مذهبي او کلتوري جشنونه لغوه کړي دي، تر څو وکولی شي د د دغې وبا ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي.

افغانستان هم سږ کال د نورز جشن نه نمانځي او همداراز د بزګز د ورځې په پلمه د بزګریزو توکو نندارتون هم نه جوړوي. یاد شوی نندارتون به هر کال د حمل (وري) میاشتې په دویمه نېټه نمانځل کېده چې سږ کال د کرونا ویروس له وېرې نه نمانځل کېږي. افغانستان یو فقیر هېواد دی چې تر اوسه د کرونا ویروس د درملنې لپاره کوم ځانګړی روغتون هم نه لري

.
هېره دې نه وي چې محمد نبي عیسی خېل، مجیب ځدران او راشد وار له مخې په هند کې تم شوي دي. دوی د ایرلنډ پر وړاندې له شل اوریزې لوبلړۍ وروسته له نورو لوبغاړو سره کابل ته را ستانه نه شول او هملته هند کې پاتې شول. لا هم څرګنده نه ده چې دوی به د IPL لوبو د ځنډېدو له امله کابل ته را ستانه شي او کنه؛ د هند سوداګریزې لوبې د نړۍ په کچه خورا زیات لیدونکي لري چې هر کال د نړۍ د تکړه لوبغاړو په ګډون ترسره کېږي او د هند کرېکټ بورډ، تاجران او رسنۍ ورباندې خورا زیاته ګټه ترلاسه کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button