نړیوال خبرونه

ریس جمهورغني دعمومي امنیتي وضعیت ارزونې په موخه کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

ریس جمهورغني دعمومي امنیتي وضعیت ارزونې په موخه کاپیسا ولایت ته سفر وکړ، د هېواد ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان محمد اشرف غني پرون د کاپیسا ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په خاطر دغه ولایت ته سفر درلود،

یاد سفر کې له ولسمشرسره د جمهوري ریاست لومړي مرستیال صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس شمیم کټوازي او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو هم شامل وو.د یاد ولایت مرکز محمود راقي ته له رسېدو سره سم ملکي او نظامي مسوولینو، مشرانو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې د هغه ولایت استازو جمهوررئیس ته ښه ستړي مشي ته راغلي و ولسمشردیادولایت له والي او امنیتي مسوولینو سره په امنیتي غونډه کې یې د کاپیسا عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه او په دې برخه کې دهغوی د کړنو راپورهم ورته وړاندې شو

اول د کاپیسا والي عبدالطیف مراد د عمومي امنیتي وضعیت، په دې ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو، د مجرمینو د نیولو او کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې او ولسي پاڅون کوونکو ته یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.وروسته د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان برید جنرال شفیق الله رسولزي وویل، امنیتي وضعیت تر مدیریت لاندې دی، سره له دې چې د دښمن تحرکات زیات شوي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونه لوړ مورال او پخپلو منځو کې زیاته همغږي لري.

د ولسمشرد خبرو وروسته د کاپیسا امنیه قوماندان فرید مشعل هم خبرې وکړې او وې ویل، ملي پولیس له اړوندو امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو سره د کاپیسا په ټولو ولسوالیو کې ښه مدیریت لري دويي د ولس سره یو ځاۍ په امنیت راوستلو باندې کار کوي خونوموړي د ولس نه غوښتنه وکړه چې دولت سره د همغږي نوره هم زیاته کړي

نوموړي وویل ولسي شوراګانو باندې کار شوۍ دۍ،، په کاپیسا ولایت کې زموږ ټول پرسونل مسلکي زده کړه او روزنه لیدلې او د کاپیسا د پولیسو لیکو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.» د هغه نه وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ښاغلي صالح او د ملي امنیت سلاکار محب خبرې وکړې او د دښمن د پلانونو د دفع کولو او د غیر مسوولو وسله والو د مخنیوي په برخه کې یې په کاپیسا ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو کړنې وستایلې.او دويي ته ېې د لازیاتو زحمت ویستلو لارښوونه هم وکړه،

ولسمشر غني د خپلو خبرو په اخېر کې د کاپیسا ولایت امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د راتلونکو اقداماتو لپاره دې په ولسوالیو کې د خپلو اقداماتو او اړتیاوو واضح راپور چمتو کړي ترڅو مونږ وکولۍ شو چې په کوم ولسوالۍ کې امنیت څرنګې امنیتي تدابیر پکار دي نو دې لپاره لازمه ده چې یو واضح مېکانېزم باندې کار وشي،

د ولسمشر د دې وړاندې هم ولایاتو ته سفرونه وکړل او دغ لړۍ به دوام لري ښاغلي ولسمشر د دې نه وړاندې لوګر ولایت ته سفر کړۍ وو او یاد ولایت کې ېې د عمومي امنیت ارزونې لپاره لازمې لارښوونې هم کړې وې نوموړي په خپلې وروستۍ مرکه کې هم ویلي و چې هر ولایت ته به سفر وکړي او شوې وعدې به پوره کړي ولسمشرغني د انتخاباتو نه وړاندې هم ویلي وو چې بازو ولاباتو ته چې کار ندۍ شوۍ که کامیاب شو څانګړې پاملرنه ووکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button