نړیوال خبرونه

طالبان: که بندیان خوشي شي, بین الافغاني خبرو ته چمتو یو

د طالبانو د سیاسـي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي طالبان د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چمتو دي خو که له هوکړې سره سم عملي ګامونه وانه خېستل شي او بندیان خوشې نه شي نو مسؤلیت به د نورو پر غاړه وي.

د طالبانو سباسي دفترویاندشاهین پر ټویټر یوه بیان کې ویلي د طالبانو له خوا د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره چې ټاکل شوې د روانې مارچ میاشتې پر لسمه نېټه پيل شي، د دوی اجنډا چمتو ده او له شوې هوکړې “سره سم پرمخ ځو خو که یاد مذاکرات له پورته نېټې نه وځنډیږي پړه به یې د نورو په غاړه وي. “

طالبان ټینګار کوي چې د افغانانو خپلمنځي خبرو له پیل وړاندې دې د افغان حکومت په زندانونو کې د دوی پنځه زره زندانیان خوشې کړل شي او په مقابل کې به یې دوی د افغان دولت اړوند زر بندیان خوشې کړي.

خو افغان دولت ټینګار کوي چې د افغانانو خپلمنځي خبرو په لړ کې باید د دې زندانیانو پر تبادلې خبرې وشي او دا مساله باید د خبرو لپاره د شرط په توګه نه بلکې د خبرو د اجنډا برخه وي.

ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن ( جمعه ۶ مارچ) له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر یوه بیان کې ویلي په دې کتنه کې د سولې بهیر لپاره پر تیاریو او راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وشوې.

ښاغلی صدیقي زیاتوي په دې کتنه کې ” له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوی د لېدنې په اړه هم بحث وشو. “

ولسمشرۍ ماڼۍ د دې کتنې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او نه یې هم له طالبانو سره د زندانیانو د تبالې یادونه کړې ده.

له دې یوه ورځ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي وو، افغان حکومت او طالبان باید د خپلمنځي خبرو لپاره عملي ګامونه پیل کړي، او ټولې خواوې پوهېږي چې اوس د بندیانو د تبادلې وخت را رسېدلی دی.

نوموړي ټينګار کړی وو چې په تېرو ورځو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل د منلو وړ نه دي، او د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره باید تاوتریخوالی ژر تر ژره کم کړای شي.

امریکا له طالبانو سره په شوې هوکړه کې ژمنه کړې چې د پنځه زره طالب زندانیانو او زر تنه دولتي کسانو چې له طالبانو سره زنداني دي، د تبادلې لپاره به لاره هواروي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button