ژوند

هوږه جنسي قوت پیاوړی کوي

ډاکټران وايي چې هوږه ډېرې روغتیايي ګټې لري او له همدې کبله هم غذا او هم درمل بلل کېږي چې له پېړیو پېړیو د نړۍ په غذايي فرهنګ کې ځانګړی ځای لري

معتبرې روغتیایي څېړنې ښيي‌ چې هوږه د بدن دفاعي سیستم قوي کوي، د وینې فشار کموي، زړه او رګونه تامین کوي، د وینې غوړ کموي او د هډوکو د کمزوري کېدو مخه نیسي. د دې ټولو تر څنګ انسان په جنسي لحاظ هم غښتلی کوي.

د وینې د بهیر چټکتیا

په انسانانو او حیواناتو باندې د یو لړ څېړنو پایلي ښکاره کوي چې هوږه د انسان په رګونو کې د وینې بهیر چټک کوي او همدغه راز د شهوت په زیاتولو کې هم له نارینوو سره مرسته کوي. یوه بله څېړنه ښيي چې هوږه د نارینه د تناسلې آلې د تحرک کولو په برخه کې هم مرسته کوي.

نور ولولئ: کوم خواړه نارينه جنسي قوت زياتوي؟

د لږ تر لږه ۱۸ روغتیایي څېړنو نتیجه ښکاره کوي هوږه داسې مرکبات لري چې د «تستوستیرون» په نوم د جنسي هورمون او سپرم تولید زیاتوي. همدغه راز د څېړنو په اساس، په هوږه کې داسې مرکبات شته چې د مزمنو ناروغیو په ضد د بدن محافظت قوي کوي،‌ بلکې د جنسي برخې په تقویت کې هم مهم رول لوبوي.

ازاد رادیکالونه

علمي موندنو ښودلې ده چې تازه هوږه او د هوږې پوډر داسې «انټي اکسیدانټونه» لري چې مضر مرکبات ختموي او د ازادو رادیکالونو په توګه په بدن کې فعالیت کوي.

نور ولولئ: ایټالیا په ښوونځیو کې د جنسي زده کړو له تدریس ډډه کوي

په ۱۰۰ هغو نارینوو باندې چې د اولاد زېږولو صحي وړتیا یې نلرله او عقیم وو، څېړنه شوې او ښودل شوې ده چې د هوږې خوړلو له لارې یې «انټي اکسیدانټونو» مشتقات ترلاسه کړي چې د سپرم په زیاتېدو کې یې ورسره مرسته کړې ده.

همدغه راز په موږګانو باندې هم شوې څېړنې ښودلې چې د ازادو رادیکالونو د مهارولو له لارې په اوږې کې د «اس-الیل سیستین» موجودیت د تناسلې آلې د تحرک کولو لامل شوی دی.

په ښځو باندې د هوږې صحي اغیزې

لا مالومه نه ده چې هوږه د ښځو د امیندوارۍ او جنسي فعالیت په برخه کې څه اغیزې لري، خو څېړنو دا ښودلې ده چې د هوږې خوړل د هډوکو د کمزوري‌کېدو مخه نیسي او په ځانګړي ډول د ښځو د هډوکو.

نور ولولئ: د مهمو خوړو خوړل جنسي ځواک او قوت زياتوي

سپارښتنه شوې ده چې تازه او میده اوږه وخوړل شي چې صحي مرکبات یې په خپل حال پاتې وي. د هوږې د بوی ورک کولو لپاره ښه ده چې اوږه میده کړل شي او د زیتون له غوړیو او مالکې سره ګډ کړل شي.

خو ډاکټرانو دا سپارښتنه هم کړې ده چې باید ډېره هوږه ونه خوړل شي، ځکه چې د خولې بوی زیاتوي او همدغه راز د ځینو کسانو د معدې د تکلیف سبب کېږي.

همدغه راز ځینې خلک د هوږې په خوړولو کې ستونزه لري او هغه خلک چې د خونریزۍ او یا وینې د کموالي ستونزه لري او درمل خوري، باید د هوږې په خوړولو کې محتاط وي چې د وینې بهیدو سبب یې نشي.

طبي څېړنو ښودلې ده چې د هوږې د صحي ګټو لپاره کافي ده چې د ورځې یوه برخه هوږه وخوړل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button