نړیوال خبرونه

کرونا ویروس: افغانستان کې د وېروس وروستۍ ثبت شوي پېښې څومره دي ؟

کرونا ناروغي د نړئ ګډ ګډ ته خپره شوې ده او عام وګړو ژوند یی متاثره کړئ. دغه ناروغي ورځ تر بله په زیاتېدو ده او هره ورځ په زرګومنو کسان په اخته کيږي په دغې ناروغئ باندې د ۲۰ اکو نه زیات کسان اخته شوي  او له دوه لکو نه زیات کسان له دې ناروغئ له امله مړه شوي دي دغې ناروغې له وجې د نړئ  نیم نه زیات هېوادونو کې لاک ډاون قرمطین شوي او عام وګړي نشي کولئ له خپلو کورونو نه  په ازاده توګه ووځي او په اسلامي هېوادنو کې علماو فتوا ورکړې چې عام وګړي دې له کورو نه وڅي او لمونڅ دې په کورونو کې کوي په همدې لړ کې د همدې ناروغئ له امله د کورنۍ غړي هم له یو بل څخه واټن مراعتوي، چې دغه نړیواله وبا یې ژوند ونه ګواښي. په هیواد کي د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۱۷۱ ته پورته سو، چي تازه پېښي یې تر بل هر وخت ډېري ۲۳۲ دي.

نوي مثبتي پېښي په کندهار کي ۴۵، بلخ ۴۱، هرات ۳۴، کابل ۲۰، غزني ۱۲، پکتیا ۱۰، لوګر ۱۰، سمنګان ۹، پنجشېر ۹، تخار ۸، کندز ۷، بغلان ۵، ننګرهار ۵، بادغیس ۴، وردګ ۴، لغمان ۳، پکتیکا ۲، پروان ۲، سرپل او فاریاب یوه یوه پېښه لري. کابل، هرات، کندهار او بلخ هغه لوی ښارونه دي، چي د قرنطین او ګرځبندیز سره سره په سلګونه او تر ټولو ډېري مثبتي پېښي لري.

همداراز بیا په هیواد کي له ویروسه د روغ سوو کسانو شمېر ۲۶۰ ته پورته سو او ځیني مړه سي ۶۴ تنه دي. په هیواد کي یوازنی ولایت نورستان دئ، چي د دوو منفي پېښو پرته د ویروس هیڅ مثبته پېښه نه لري. بلخوا په نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۳،۲ میلیونو ته ورسېدئ، چي له جملې یې ۲۲۸ زره تنه مړه سوي او تر یو میلیون پوري ځیني رغېدلي دي

دا شمېرې په امریکا کي د جانس هاکپنز پوهنتون څخه اخیستل سوي دي. په امریکا کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي تر ۱ میلیون او ۴۰ زرو ډېري سوي. په نړۍ کي تر ټولو ډېر مړي هم امریکا لري،  چي شمېر یې تر ۶۰ زرو ډېر سو.

هسپانیا، فرانسه، جرمنی، برېتانیا او ایټالیا بیا د اروپا تر ټولو ځپل سوي هیوادونه دي، چي اوس مهال پکښي د ویروس پراختیا لږ کمه سوې او پدې هیوادونو کي بندیزونه هم پر کمېدو دي.

ترکیه، روسیه، ایران او چین بیا په آسیا کي تر ټولو ځپل سوي هیوادونه دي، چي چین کي ویروس پر ورکېدو دئ، ایران کي نوي پېښي کمي سوي، خو ترکیه او روسیه کي ویروس په چټکۍ خپریږي.

په ترکیه او روسیه کي مثبتي پېښي تر یو یو لک اوښتي، خو مړي یې نورو هیوادونو ته ډېر لږ دي. ایران کي ۹۴ زره ته پېښي رسېدلي او مړي یې بیا تر ترکیې او روسيې دوه برابره ډېر تر ۶ زره اوړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button