نړیوال خبرونه

۲۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره سنګاپور کې د هیروینو قاچاقبره اعدا شوه

د سنګاپور چارواکي وايي، تېرو شلو کلو کې دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه اعداموو

۴۵ کلنه ینګاپورۍ سریدوي دجاماني د ۳۰ هیرویینو د قاچاق په تور محکومه شوې وه. نوموړې په روانه اونۍ کې له ملګري او سنګاپوري وګړي محمد عزیز بن حسین وروسته د مخدره توکو دویمه محکومه ده.‌

سنګاپور په نړۍ کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې تر ټولو سخت قوانین لري چې د ټولنې د خوندیتابه لپاره اړي دي.

د سنګاپور قانون دا په ډاګه کوي هر هغه څوک چې له ۵۰۰ ګرامو ډېر چرس یا ۱۵ ګرمه هیرویین قاچاق کړي، د مرګ سزا ورکول کېږي.

ینګاپورۍ سریدوي ۲۰۱۸ کې په اعدام محکومه وه

د سنګاپور له مخدره موادو سره د مبارزې مرکزي ادارې په یوه بیان کې ویلي، سریدوي چې د ۲۰۱۸ کال د جولای پر ۶مه په اعدام محکومه شوې وه، د قانون له مخې “بشپړ قانوني بهیر” په پام کې ورته نیول شوی و.

د ښار عالي محکمې د تېر کال اکتوبر پر شپمه د هغې د محکومیت پرضد د استیناف غوښتنه رد کړه. چارواکو وویل د ولسمشر د بښنې غوښتنه هم ناکامه وه.

نور ولولئ: په ایران کې د اعدام ډېرېدل او د بښنې نړیوال سازمان اندېښنې

د هغې اعدام یوازې دوه ورځې وروسته له هغه کېږي چې په ۲۰۱۷ کې د ۵۰ ګرامو هیرویینو د قاچاق په تور محکوم شوی عزیز د چارشنبې په ورځ اعدام شو.

په اپرېل میاشت کې، یو بل سینګاپوری تانګاراجو وسپیا د ۱ کیلوګرام چرسو د قاچاق په تور اعدام شو، داسې چې هغه هېڅکله لاس نه دی ور وړی.

چارواکو ویلي، هغه یې د ګرځنده ټیلیفون له لارې همغږي کړې ده.

د اعدام شوي ښځې اقرار

قاضي کې اوون په یوه یادښت کې وویل، په داسې حال کې چې هغې له خپله کوره د هیرویینو او میتامفیتامین په څېر د مخدره موادو له پلورلو انکار نه دی کړی، هغې د دې فعالیتونو کچه ټیټه کړه.

نور ولولئ: د بښنې نړیوال سازمان وايي تیر کال نړۍ کې ۸۸۳ تنه اعدام شوي

چارواکي استدلال کوي چې د نشه يي توکو سختو قوانینو سنګاپور په نړۍ کې د یو تر ټولو خوندي ځای په توګه ساتلو کې مرسته کړې او د نشه يي توکو جرمونو لپاره د اعدام سزا پراخه عام ملاتړ ترلاسه کوي.

خو د مرګ سزا ضد مدافعین له دې سره مخالفت کوي.

په هغو هېوادونو کې چې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور زیات اعدامونه تر سره کېږي، د بښنې نړیوال سازمان له غبرګون سره مخامخ دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button