IPLد کورونا ويروس په ويره کې دى

ځړول شوی:مارچ 12, 2020 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

د کرونا ويروس په ويره کې دى او لا هم په دغه ليګ کې لوبېدونکو نړيوالو لوبغاړو ته د وېزو بندوبست نه دى شوى، تر څو هند ته راشي. د هند کرکټ بورډ يا BCCI مسوولينو ټول نړيوال لوبغاړي په تمه کړي دي، خو لا هم هېڅ معلومات نشته چې په دغه ليګ کې لوبېدونکو نړيوالو لوبغاړو ته به وېزې څه وخت برابرې کړي.

د کورونا ويروس چې د چين له ووهان ښار څخه خپور شوى دى، د نړۍ تر ډېرو هېوادونو ته رسېدلى دى او تر ١٢٠ زره ډېر کسان په دغه ويروس باندې اخته شوي دي او د روغتيا نړيوال سازمان کورونا ويروس يوه نړيواله وبا اعلان کړې ده. همدا راز په هند کې هم په کورونا ويروس ٦٠ کسان اخته دي او له دې امله د هند حکومت هم د وېزو په ورکړه کې بندېز لګولى دى.

د هند کرکټ بورډ وايي، چې دوى به ژر له حکومت سره يوه ناسته وکړي او د اى پي ايل په اړه به ورسره يوې پرېکړې ته ورسېږي.

همدا راز د هند کرکټ بورډ دوه ورځې وروسته د مارچ په ١٤مه نېټه يوه ناسته کوي او په هغې کې به د اى پي ايل په اړه خبرې کوي چې څه وکړي.

تر دې مخکې د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي ويلي و، چې اى پي ايل به په هر حال کې کېږي او د کورونا ويروس ويره نشته دى، خو اوس ويره دا دى چې هسې نه د کرکټ له لارې د کورونا ويروس خپور شي.

ځکه په هند کې خلک د کرکټ سره ډېره زياته مينه لري او هر ډول لوبې چې ترسره کېږي، لوبغالي پکې له خلکو ډک وي، همدا لامل دى چې اوس داسې اوازې هم روانې دي چې ښايي اى پي ايل ترسره نه شي.

خو د هند کرکټ بورډ ځينو سرچينو نړيوالو رسنيو ته ويلي دي، چې ښايي دوى له خلکو هيله وکړي چې د لوبو پر مهال لوبغالو ته نه راځي او لوبې دې په خپلو کورونو کې په ټلويزيونونو وګوري.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د روانې مياشتې په ٢٩مه نېټه په هند کې پيلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *