نړۍ خبرونه

دمایک پمپیودنوي سفرونوپیل

د امريکا د د بهرتيو چارو وزير پمپيو د اسرايلو او عربي اماراتو ته په سفر راووت هغه دغه سفر په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د اسرایلو او عربي اماراتو تر مابین ډېپلوماتیک تړون لاسلیک شو،

د بازې معتبرو رسنیو د راپورونو له مخي مايک پمييو به نن د اسرايلو او عربي متحده اماراتو په سفر ولاړ شي.په راپورنو کې زياتوي چې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايلک پمپيو سره به د اسرايلو په سفر د محتده عربي اماراتو چاوراکي هم مله وي،ويل کيږي چې د پمپيو منځني ختيځ ته تګ په سياسي لحاظ اول سفر دی چې له هغه تړون ورړسته يې کوي چې د اسرايلو او اماراتو تر منځ توافق وشو،

د دغه رسنییو په راپورنو کې ذکر شوي مايک پمپيو غواړي بيرته له سره په هغه تړون بيا کتنه وکړي چې د عربي اماراتو او اسرايلو تر منځ په توافق رسېدلۍ دۍ، د يادولو ده چې له هغه تړون وروسته چې اسرايل او محتده عربي اماراتو تر منځ لاسليک او له مخې به يې دواړه هيوادنو په خپلو منځو کې سفارتي اړيکي قوي کوي او له بل سره به د ټينالوجي ، صنعت او ځينو نورو برخو لکه روغتيا ، تراسپورت او ټولنيزو برخو کې ېو له بل سره تړونونه لاسليک کوي.او نوره همکاري به هم کوي،

بلخوا بیا د اسلامي هيوادنو توندي نيوکي هم وکړي او دا يې يو شرموونکی تړون بللی.چې له هغې ډلي ايران، فلسطين ، پاکستان او ترکيې هيوادنو دغه تړون غندلی او دا يې د امريکا پواسطه د منځني ختيځ اشغال بللی دی.او د اسلامي مملکتونو ېې غوښتي چې د دې تړون ملاتړ دې نه کوي او بایکاټ دې ورڅخه وکړي،

خو دد متحده ايالتو بيا دغه د سمې په کچه يو بساری پرمختګ بللی او ويلي دی چې دا تړون کولای شي په عربي هيواړنو کې يوې دايمې سولې ته لار جوړه کړي څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ویلي وو چې د عربي اماراتو او اسرایلو تر منځ تړون نه وروسته شاید سعودي عربستان هم د دې توافق ملاتړ وکړي خو عربستان بیا دا خبره رد کړې ده او ویلي دي که لومړۍ اسرایل فلسطین کې سولې ته ونه رسیږي نو دويي به هيڅ کله د دغې تړون ملاتړ ونکړي،

د يادولو وړ ده چې د عربي اماراتو مخکې اردون او مصر هغه دوه لومړني عربي هيوادونو وو چې له اسرايلو سره يې ورته ډيپلوماتيک تړون لاسليک کړی وه.په دې اړه سوشل ميډیا کې هم سخت غبرګونونه راپارولي او عام وګړو ویلي دي چې عربي امارات یو اسلامي مملکت دی دا ډول تړون ېې باید نه وۍ کړۍ ،او د نورو هې،ادونو ېې غوښتي چې د یاد تړون په اړه دې احتجاج وکړي،

ځیني سیاسي شنونکې هم وايي دا ډول تړون باید ونشي دويي وايي چې اسلامي هېوادونه باید سره یو لاس شي او د دغه تړون خلاف وکړي د دويي په وینا دا ډول تړونوه کولۍ شي چې یو نوي جنګ پیل ته لاره هواره کړي او اسلامي هېوادوننه سره په جنګ کړي او د جنګ ترڅنګ ېې اقتصادي بهران سره هم مخ کولۍ شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button