دحکومت مزاکراتي ټیم: تر هر څه مښکې باید د جګړې د مشروعیت په اړه بحث وشي

د حکومت مزاکراتي ټیم: تر هر څه مښکې باید د جګړې د مشروعیت په اړه بحث وشي په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو په جریان کې د حکومت مذاکراتي ټيم غړو ټینګار کړی، چې د خبرو تر وړاندې تګ مخکې باید د روانې جګړې د مشروعیت په اړه بحثونه وشي.او مختلفو طرفونو نه ارزیابي شي.

هغه وای باید د دیني احکاماتو پر بنسټ هم وارزول شی.د حکومت د پلاوي غړيغړی «حفیظ منصور» وايي «د جمهوریت مذاکراتي ټيم غړو پرېکړه کړې، چې د خبرو له پرمختګ وړاندې باید د جګړې د مشروعیت په اړه خبرې وشي او جګړه او سوله د دین په بنسټ و ارزول شي.»د منصور له په خبره، تر څو چې پورته یادې شوې خبرې څرګندې شوې نه وي؛ د سولې خبرې پایله نه ورکوي.او نه هم پایداره او دایمي سولې ته رسېدی شو.

د حکومت مزاکراتي ټیم: تر هر څه مښکې باید د جګړې د مشروعیت په اړه بحث وشي
د حکومت مزاکراتي ټیم: تر هر څه مښکې باید د جګړې د مشروعیت په اړه بحث وشي

د طالب ډلې که څه هم تر دې دمه د حکومت مذاکراتي ټيم د پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د حکومت مذاکراتي پلاوی وايي،د خبرو اجنډا او په مذاکراتو کې خپل لومړیتوبونه یې طالبانو ته سپارلي دي او اوس د طالبانو په تمه دي.چې هغوی په دغه خبرو کې څه وایي.او اینده تګلاره به ېې څه وي.

ددوی په خبره، طالبان خپلمنځي بحثونه لري او ښايي د هغوی له لوري د اجنډا د موضوعاتو سپارل به وخت وغواړي.یاده دې وي که څه هم تر دې دمه هغه موضوعات څرګند نه دي، چې په دویم پړاو مذاکراتو کې به ورباندې بحث کېږي؛ خو د کابل مذاکراتي ټيم تر دې وړاندې ټینګار درلود چې تر هر څه وړاندې باید د اوربند په اړه خبرې وشي.

طالبان که څه هم د اوربند په اړه مذاکرات نه ردوي؛ خو ټینګار لري، چې لومړی باید اسان او داسې موضوعات بحث شي، چې مشترکات پکې ډېر وي.ځکه د دويي په خبره چې اول اسان مثایل حل شي نږ د اوربند او اینده نظام او نورو موضوعاتو په اړه به بیا ارام او سکون سره بحث وشي.

خلیلزاد:روان تاوتریخوالی به دسولې بهیر ته زیان ورسوي

خلیلزاد:روان تاوتریخوالی به دسولې بهیر ته زیان ورسوي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزادوایي، هدفي وژنې د سولې بهیر ګواښي او باید ودرول شي.نوموړي د خبره د يو ټویټ په کولو سره کړې.

زلمی خلیلزاد پر خپل ټویټر د شفافو او عادله ټاکنو د رییس یوسف رشید، د ښځو د حقونو د فعالې فرشته کوهستاني او د پلچرخي زندان د ډاکټرانو وژل کېدو ته په اشارې ویلي، چې دا ډول بریدونه «ترهګریز دي او له امله یې د سولې بهیر ګواښل کېږي، چې باید ودرول شي.خلیلزاد مدني او د بشري حقونو فعالان د ټولنو اړتیا بللې او په خبره یې، که دا ډول خلک نه وي په ټولنه کې به د حقونو لپاره د مبارزې سرلارې پیدا نشي.

نوموړي د ټارګټ کلنګ د بندېدو د غږ تر څنګ اوربند او سیاسي جوړجاړي ته رسېدل بېړني بللي او پر مذاکراتي ټیمونو يې غږ کړی، چې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي «دا هدفي وژنې او قتلونه باید بند شي. دا د سولې بهیر ګواښوي. افغانان سوله غواړي. اوربند او سیاسي جوړجاړی بیړني دي. زه له مذاکره کونکو ډلو غواړم چې خپلې هڅې دوچنده کړي. موږ مرسته کولو ته چمتو یو.

د خلیلزاد له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په پلازمېنه کابل او نورو  ولایتونو کې هدفي وژنو زورا خیستی او په تېرو څلوېښتو ورځو کې تر شپږو ډېر خبریالان او د مدني حقونو فعالان وژل شوي دي.هېره دې نه وي چې په وروستیو دوو ورځو کې د شفافو او عادلانه ټاکنو د بنسټ رییس «یوسف رشید» او کاپيسا کې د ښځو د حقونو فعاله «فرشته هوکستانۍ» ووژل شول؛ خو مسئولیت يې چا په غاړه وانخيست

خلیلزاد:روان تاوتریخوالی به دسولې بهیر ته زیان ورسوي
خلیلزاد:روان تاوتریخوالی به دسولې بهیر ته زیان ورسوي

ټارګټ کلنګ او دغه مرموزې وژنې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو ټيمونو د اجنډا د موضوعاتو په اړه د لا مشورو په موخه درې اوونۍ وقفه اخیستې او توافق یې کړی چې د نوي کال د جنوري میاشتې پر پنځمه به مذاکرات له سره پيلوي.او پر جزیاتو به غږیږي.

طالبان د پاکستان په رسمي بلنه اسلاماباد ته لاړل

طالبان د پاکستان په رسمي بلنه اسلاماباد ته لاړل د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردګ خبر ورکړی دی چې د طالبانو مرستيال مشر ملا غني برادر په مشری د دویي هیت پاکستان ته په سفر روان شوی دی.

د دغه ډلې وياند په‌ دې هکله زيات څه نه دي ويلي خو دومره معلومات تاييد شوي دي چې برادر به د پاکستان د صدراعظم عمران خان سره هم وګوري.د طالبانو مرستيال مشر په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کوي چې بين الافغاني خبرو ته ددريو اونيو لپاره وقفه ورکړل شوې ده.په خپل منځي خبرو کې وقفه ددې لپاره وه چې دواړه ډلې د مذاکراتو لپاره خپل اجنډا ګانې د خپلو مشرانو سره شريکې کړي.

بلخوا بیا افغان هيئت د خپلې اجنډا په هکله د سلا مشورو لپاره کابل ته راغی او تمه ده دلته د ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره په هغه موضوعاتو سلا مشورې وکړي چې د طالبانو سره به ورباندې جدي بحثونه او خبرې پيل کېږي.د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر بيا په داسې حال کې چې افغان هيئت کابل ته راغی.

طالبان د پاکستان په رسمي بلنه اسلاماباد ته لاړل
طالبان د پاکستان په رسمي بلنه اسلاماباد ته لاړل

د طالبانو لخوا هم ويلي و چې دوی به هم پدې وقفه کې په هغه څه سلا مشورې وکړي چې وروسته به ورباندې د افغان حکومت د هيئت د غړو سره بحثونه وشي د طالبانو مرستيال مشر د وقفې سره سم ځان نن پاکستان ته ورساوه او تمه ده هلته د پاکستان د دصدراعظم عمران خان او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري.راپورونه وايي دویی به هلته د چارواکو سره په سوداګری . بارډر مدیریت او د مهاجرینو ستونزو باندې خبرې وکړي

سرچینه: دحکومت مزاکراتي ټیم طالبانو ته د ګډ حکومت اونور وړاندیزونه کړي

سرچینه: دحکومت مزاکراتي ټیم طالبانو ته د ګډ حکومت اونور وړاندیزونه کړي قطر پلازمینه دوحه کې یوې سرچینې يو رسنی ته ویلي، چې د افغان حکومت مذاکراتي ټیم طالبانو ته د ګډ حکومت جوړولو په ګډون ۸ وړاندیزونه کړي دي.او نتیجې ته د رسېدو وعده ېې هم ورسره کړې ده

د دغه رسنی په وینا د اوربند، د کلیوالو سیمو ملکي ګرځولو، د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو ته د بشري مرستو رسولو او د ښوونځیو فعالول په هغو اتو وړاندیزونو کې شامل دي چې د کابل مذاکراتي ټیم لخوا د طالبانو مرکچي پلاوي ته سپارل شوي ترڅو راتلونکو خبرو کې د بحث وړ موضوعاتو په توګه شامل او بحث ورباندې وشي.یاده سرچینه زیاتوي، چې د «ګډ» یا «مصلحتي» حکومت جوړول، د اساسي قانون تعدیل، د ښځو د حقونونو او بنسټیزو لاسته راوړنو خوندیتوب او د جګړې د قربانیانو لاسنیوی پاتې هغه موارد دي چې د سولې اصلي خبرو په اجنډا کې شامل کړل شي.

دغه راز دويي ادعا کړې چې په راتلونکو بحثونو کې به د طالبانو لومړیتوب د «ګډ حکومت» رامنځ ته کېدل وي؛ خو طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د یک تلویزون سره په مرکه کې وویل چې د ګډ حکومت یا موقت حکومت خبره تر اوسه هیڅ یاده شوې نه ده او نه هم بحث باندي شوی دی.

ټاکل شوې ده چې نن د سه شنبې په ورځ د کابل مذاکراتي ټیم د لا زیاتو سلا مشورو لپاره کابل ته راستون شي.د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، چې کابل ته په رارسېدو به یاد ټیم ددې شورا له مشرتابه سره وګوري او ورپسې به د ملي پخلاینې د رهبرۍ کمیټې غونډه دائره شي.

له بل پلوه و لسمشر محمداشرف غني پرون د کابینې په غونډه کې ټینګار وکړ، چې د سولې خبرو دوهم پړاو دې په افغانستان کې ترسره شي.بلخوا بیا د سولې په اړه ولسمشر غني وویل افغانان کولای شي په یوه خیمه کې مذاکرات وکړي، حتی که ژمی هم وي، اوس ددې وخت نه دی چې د خبرو لپاره هم ‎یو لوکس هوټل د شرط په توګه وړاندې شي، بلکې ضروري ده چې مذاکرات د ټولو خلکو په وړاندې ترسره شي، ترڅو خلک پوه شي د سولې مذاکرات څرنګه ترسره کیږي او په کومو موضوعاتو خبرې کیږي.

مذاکراتي ټیمونه را روانه شنبه د خبرو آجنډا باندې خبرې کوي

دمذاکراتي ټیمونه را روانه شنبه د خبرو آجنډا باندې خبرې کوي. افغان حکومتی پلاوی وایي د سولې د خبرو لپاره یې له مقابل لوري سره پر اجنډا بحثونه پیل شوي او را روانه شنبه به د دواړو پلاوو کاري کمېټې د سولې خبرو د آجنډا د ټاکلو لپاره سره خبرې وکړي

دوحه کې د دواړوخواو د پلاوو ویاندویانو خبر ورکړ چې د سولې خبرو اترو په چوکاټ کې هوکړې ته رسېدلي او د سولې خبرو د آجنډا د معلومولو لپاره یې ګډه کمېټه جوړه کړې ده.کمېټې به هغه موارد په نښه کړي چې دواړه غاړې پرې باید د سولې د خبرو پر مهال وغږیږي.د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی وایي کاري کمېټې به را روانه شنبه پر مواردو او اجنډا خبلې وکړي او تر ټولو مهمه مسله د اوربند ده چې موږ به یې په آجنډا کې خاص ځای ولري.

قطر کې یو شمېر سرچینې وایي، طالبانو سره د امریکا مذاکراتي پلاوی د افغانانو هوډ، د مرکچي پلاوو هوکړه لیکونه او د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونه د سولې د خبرو بنسټ بولي.افغان حکومت، ملګرو ملتونو، امریکا متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې، ناټو، برېټانیا، فرانسې، پاکستان او یو شمېر نورو بهرنیو هېوادونو دوحه کې د مرکچي پلاوو تر منځ د شوې هوکړې نه هرکلی کړی.

د افغانستان عام ولس ، نړیواله ټولنه او بهرني هېوادونه له طالبانو په کلکه غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او پر اوربند سلا وکړي، خو طالبان تمه ښيي چې د سولې خبرو له پیل سره سم د دوی ځیني بندیان ازاد شي او د ملګرو ملتونو له تور لېست وویستل شي.تر څو د خبرو لپاره فضا نوره هم پراښه شي.

مذاکراتي ټیمونه را روانه شنبه د خبرو آجنډا باندې خبرې کوي
مذاکراتي ټیمونه را روانه شنبه د خبرو آجنډا باندې خبرې کوي

بلخوا بیا دوحه کې د مذاکراتي پلاوو تر منځ له اوږدې مودې را هیسې خبرې او اړیکې په ټپه درېدلې وې، د سولې مذاکراتو له پیل غونډې سره سم چې د سپټمبر پر ١٢مه په دوحه کې پرانیستل شوه، افغانانو د ژر اوربند او سولې هیله او تمه درلوده خو د ټولو تمو خلاف رسمي مذاکرات او د سولې هوکړه دې ځای ته را ورسېده، چې څو میاشتې یې په بر کې ونیولې، لا هم معلومه نه ده چې مذاکراتي پلاوي به کله سره هوکړې او دایمی سولې ته ورسیږي.

مایک پمپیو قطر کې مرکه چي ټيمونو سره خبرې کوي

مایک پمپیو قطر کې مرکه چي ټيمونو سره خبرې کوي راپورونه وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به نن قطر کې له مذاکراتي پلاوو، سره وګوري او پر مهمو مسایلو ورسره ږغیږي.سرچینی زیانوي دا به د پمپیو همم ملاقات وي چې له دويي سره ېې کوي.

د پمپیو سفر پرداسې حال ترسره کیږي چې په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت پلاوو یو له بل سره تراوسه مخامخ خبرې نه دي پيل کړې او نه هم کوم پرمختګ تر سترګو سویامریکا د نوی کال تر جنورۍ ښايي کوښښ وکړي چې  د سولې خبرې په یوه نه په یوه توګه بریالۍ کړي او د امریکايي ځواکونو د ټول شموله وتلو لپاره زمینه برابره کړي تراوسه پوري د بین لافغاني خبرو د پیل لپاره کوم بریالی اقدام نه دی ترسره شوی. خو امریکا غواړي یو نه یو نتیجې ت ورسیږي.

ښاعلی پمپیو به د مذاکراتي پلاوي ټیمونو غړو سره وګوري او په جلا جلا ډول سره به دا لیدنې ترسره سي د مالوماتو  له مخې ټاکل سوې چې نوموړی  به د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وګوري.ویل کیږي چې د دوحې خبرو کې یوازي دومره پرمختګ راغلی چې دواړه مذاکراتي ټیمونه پر ځینو مسایلو توافق ته رسیدلي او کیدلای شي چې په نژدې راتلوونکي کې د سولې بین لافغاني خبرې پیل شياو یو نتیجې ته هم سره ورسږي.

هېره ې نه وي چې دغه هیوادغواړي تر راتلوونکي جنورۍ میاشتي د ټرمپ په مشرۍ حکومت خپلې هغه ژمنې چې ټول امریکايي ځواکونه به له افغانستانه باسي عملي کړي ټرمپ د امریکا تر ټاکنو وړاندې ویلي وو، چې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ پوري به خپل ټول سرتیري له افغانستانه باسي او دا د امریکا خلکو ته بیا هم یو لاسته راوړنه وښايياو خپل حکومت کارونه بریالی ثابت کړي .

دا هم باید یاده کړو چې ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې ماتې خوړلې او د ۲۰۲۱ کال پوري به خپله واکمني جوبایډن ته سپاري په کور دننه دا پریکړه د یو شمېر لوړ پوړو امریکايي چارواکو له لوري له غبرګون سره مخ سوه هغوی له ټرمپ څخه وغوښتل چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل ښه پریکړه نه ده او  دا کیدلای شي د ټولي نړۍ لپاره یو لوی ګواښ واوسي او سیمه یو وار بیا په جنګ بدلیدلی شي.

عبدالله عبدالله:

عبدالله عبدالله: دحکومت مزاکراتي ټيم تقویت لپاره باید کار وشي داسې مهال چې په قطر کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې دوام لري ؛ دافغان دولت د ملي مصالحې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» پر افغان سیاسيونو غږ کړی چې د مذاکراتي ټيم د تقویت او غښتلتیا لپاره اقدامات وکړي.

عبدالله عبدالله چې  د کندهار مخکیني امنیه قوماندان «عبداالرارق» د دوهم تلین په مناسبت  یې په کابل  کې رابلل شوې ناستې ته وینا کوله، پر سیاسي مشرانو باندې غږ وکړ چې « د حکومت مذاکراتي ټیم د غښتلتیا لپاره کار وکړی، تر څو دغه ټیم په ښه توګه خپلې چارې مخته یوسي او د ولس غږ په ورسوي.»عبدالله زیاته کړه، چې د افغان دولت مذاکراتي ټیم د «افغانانو د هویت او تمامیت ساتنې» په موخه مذاکراتو ته ناست دی او د افغانستان له خلګو استازیتوب کوي.دويي باید سم تقویه شي.

ښاغلي عبدالله ددې تر څنګ طالبانو باندې غږ وکړ، چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته دې د امارت د بیا راوستلو کوشش نه کوي؛ ځکه دده په خبره، دا «ناسمه محاسبه ده.»عبدالله د طالبانو له لوري په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې په زیاتوالي هم اندېښنه وښوده او په خبره يې، د جګړې او په یو ولایت یا ولسوالۍ کې د برلاسۍ له لارې د سولې مزل لنډېدای نشي.هغه وویل اوس باید د بل هر څه نه زیات سولې ته لومړیتوب ورکړی شي.

د هغه لخوا پورته څرګندونې په داسې وخت کې دي چې په قطر کې طالبانو او د افغان جهتونو مذاکراتي ټيمونه د خبرو مېز ته ناست دي.که څه هم له مذاکراتو یوه میاشت تېرېږي؛ خو لا هم دواړه لوري نه دي توانېدلي د ناستو د طرزالعمل په تړاو هوکړې ته ورسېږي.او نه هم کوم داسې پرمختګ شوی چې د سولې خبرې پکې یو پایله یا یو طرف ته ورسیږي.

طالبان ټينګار لري، چې بین الافغاني مذاکرات د طالبانو-امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس پیل شوي؛ نو ځکه باید راتلونکي توافقات هم په همدې بنسټ وي؛ مګر له کابله تللی پلاوی په دې اړه توافق نه کوي.اوس د دواړه لورې په هيڅ کوم توافق ندي راضي شوي. ځیني سیاسي شنونکې په دې اړه وايي چې دويي باید په داسې نوکاتو خبرې وکړي کوم چې د بحث وړ وي.

بلخوا بیا سوشل ميډيا کې په دې اړه ویل شوي چې دواړه لورې باید ژر تر ژره په اور بند باندې له ټولو خبرو څخه اول خبرې وکړي تر څو افغان وژنه بند شي او افغانان د سکون ساه واخلي که داسې ونشي نو ښايي د سولې خبرې ناکامې شي او بې له کومې پایلې نور هم ځنډ سره مخ شي. د نړی په هیڅ قانون او توافق کې دا نسته چې د سولې د خبرو په دوام کې تاتریخوالی هم وي.

 طالبان: د سولې مزاکراتوسره سره به جګړه هم روانه وي د قطر دفتر سياسي وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ ميډيا ته ويلي چې د سولي بین الافغاني خبرو هم مهاله به په افغانستان کې جکړه هم وي. هغه وايي چې مونږ هځه کوو چې په ځیني موردو باندې ژر توافق وکړو.

ډاکټر نعيم دا خبري لهغونډي وروستوپه داسي حال کې ميډیا ته کړي چې ډيرو رسنيو راپورونه نشر کړل چې د سولي په بین الافغاني خبرو و کې ډير پرمختګ شوی او په ځينو جنجالي مسايلو هم متفق شوي دي سره. که څه هم د سولي بین الافغاني خبرو لومۍ غوڼډه پع ډيره دوستانع ماحول کې پيل اوپای ته ورستيده له دې غونډي وروسته د ټولو افغانانو سولي ته د رسيدو هيله په زړونو کې را ژوندۍ شوې.اوس باید دواړه خواوې د افغانانو زړونه بد نکړي او افغان سولې ته کار وکړي.

دې وخت کې سولا دا دۍ چې د افغان حکومت او عامو افغانانو له پرلپسي غوښتنو سره سره ولي طالبان اروبند نه کوي. په ادې اړه د سياسي چارو شنونکی يونس فکور وايې دا چې طالبان ولي له اروبند څخه ويره لري او ولي اروبند نه کوي دا څو خارجي او داخلي لاملونه لري.

يونس فکور زپاتوي چې په خارجي اړخ کې د طالبانو تر ټولو قوي او لړی ملاتړي د سیمې هيوادونه دی طالبان نشي کولای د سیمې هيوادونو بې اجازه د اروبند ياد داسي کوم بله پريکړه په خپل سر وکړي ځکه دده په وينا د طالبانو اوسنۍ ټول تحريک پاکستان چلوي قومانده د پاکستاني جنرالانو په لاس کې ده نو هفوي نه غواړي چې افغانستان دې داسي ژر د يوې سولې او اوربند خاوند شي. تر څو چې د سیمې هېوادونو خپل اهدافو ته نه وي تر لاسه کړي.

د يونس فکور په قول دا چې طالبان ولي اروبند نه کوي داخلي اړخ يې دا دی چې دوی ويره لري که يو ځل هم اروبند وکړي همدا اوسنۍ ډله به يې نه وي ډله يې سره پاشل کيږي او بله دا چې طالبان له دې ويرع لري چې که اروبند وکړي او دوی په کوم سياسي موقيف کې نه وي شايد بيا دا چانس څوک دوی ته ورنه کړي بلکي له دوی سره د تيري شل کلني جګړي د جنايتونو پوښتنه وکړي.

ښاغلی فکور وايي چې طالبانو دا درک کړي که يو ځل هم افغان ولس د سولي له نعمت څخه برخمن شو نو دړی ځوک بيا جکړي ته نه پريږدي چې خپله ناروا جکړه د پاکستان په غوښتنه مخته بوزي.اوس باید دواړه خواوې داسې یو لاره غوره کړي چې د عام افغانانو حقوق پکې خوندي وي او د سولې نه وروسته افغانستان نور پرمختګ وکړي تر څو د نورو د احتیاج نه ازاد شي او افغانان په ځان بسیا شي.

د یادونې وړ ده چې د سولي بين الافغاني خبري په داسي حال کې تر سره کيږي چې په ټول افغانستان کې سخته جکړه روانه ده هره ورځ پکي سل کونه افغانان شهيدان او زخميان کيږي.عام افغان په سوشل ميدیا کې په دې اړه مختلف نظریات لري او وايي چې دا کوم منتق دی چې هم سوله کوي او هم دې جګړه روانه وي

دخپلمنځي مزاکراتو ناستې ته د شیخ عبدالحکیم پر مهال متن

بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله الذي صدق وعده,  ونصر عبده و اعز جنده , وهزم الأحزاب وحده, والصلاة والسلام على من لانبي بعده, الذي بلغ الرسالة , و أدى الأمانة , ونصح الأمة , و على آله و اصحابه  و من سار على دربه اجمعين.

اما بعد فاعوذ بالله من الشيطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم:وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ  إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ )40( الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ (41)

د خپلمنځي مذاکراتو د غونډې ټولو درنو برخوالو !

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته دا یو ښه فرصت دی چې له ډیرو ستونزو او مشكلاتو وروسته مونږ د هیواد د تیر څلویښت کلن بحران د حل په اړه  د تفاهم په فضا کې سره راغونډ او د هغه په اړه خبرې کوو.اسلامي امارت د تفاهم اصل ته په احترام سره متعهد دی چې له بهرني اشغال څخه را ولاړو شویو مشكلاتو ته له نورو  أفغاني جهتونو سره په مشترك تفاهم کې د پای ټکی کیږدي.په دې کې شک نشته چې افغانان د یوه مسلمان ملت په حیث ټول یو  وجود او افغانستان د ټولو مشترک کور دی .کوم مشکلات چې په تیرو څلورو لسیزو کې په دې کور کې د افغانانو ترمنځ راغلي هغه د بهرنیو یرغلګرو د اشغال او نامشروعې مداخلې له وجې دي.

دا سمه ده چې افغانان د یوه کور د غړیو په حیث مختلف فکري، تنظیمي او سیاسي تمایلات لري ،خو هغه څه چې ټول افغانان ورباندې متفق دي هغه د دوي إسلامي هويت دى چې ټول سره په یوه محور را ټولوي.د اشغال تر سیوری لاندې ترویج شوې ځیني نامأنوس مصطلحات هغه بهرني وارادات دي چې نه په اسلامي قاموس کې ځای لري او نه هم د افغانانو ستونزې حل کولا شي.لهذا په دې مذاکراتو کې زمونږ هره خبره باید د مسلمانانو په حیث د خپل هيواد د ستونزې د حل لپاره وي , نه د نورو د خوشاله کولو لپاره.اسلامي امارت متعهد دی چې د اسلام د مقدسو ارشاداتو په رڼاکې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه پر مخ بوزي.

په بین الافغاني مذاکراتو کې ټول اړخونو بايد د يو بل منلو ، زغم او تحمل په روحیه سره را غونډ شو ،په همدې روحیه یو له بل سره تفاهم وکړو او  په همدې روحیه د خپل جګړه ځپلي هیواد د امن او سوکالۍ لپاره لاس په کار شو.دې هدف ته د رسیدو په لاره کې مو باید د سرو او شنو کرښوټاکل او وړاندې کول خنډ نشي،بلکې د مسلمانانو په حیث ټولو ته د اسلامي ارشاداتو تعمیل اساسي نقطه وي کوم چې الله تعالی یې په اړه په قرآن کریم کې داسې فرمايلي:وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (85)او بل ځای یې ارشاد کړی:يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (59)په بين الافغاني مذاكراتو کې زمونږ ګډون د دې لپاره دی چې په خپلواک افغانستان کې د اسلامي نظام د قیام په اړه په ګډه پرېکړه وکړو.مونږ د هيواد د خپلواکۍ مقدسه مبارزه د جهاد ، شهادت، زخمونو او اسارتونو په بدل کې  تر دې ځايه را ورسوله،

دخپلمنځي مزاکراتو ناستې ته د شیخ عبدالحکیم پر مهال متن
دخپلمنځي مزاکراتو ناستې ته د شیخ عبدالحکیم پر مهال متن

د بین الافغانی مذاکراتو له لارې مونږ په افغانستان کې د يوه داسې افغان شموله اسلامي مرکزي نظام غوښتونکي يو چې سياسي،‌ اقتصادي او ټولنيزه پالېسۍ يې د افغانستان د اسلامي هويت استازيتوب وکړي، داسې يو نظام چې نه نورو ته ګواښ وي او نه د نورو له خوا وګواښل شي.مونږ په دې باور يو چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د دغه ګډ‌ کور اداره کول، ‌ابادول،‌ د اسلامي او ملي ارزښتونو ټينګول، او له استقلال او ځمکنۍ تمامیت څخه يې دفاع كول د دغه کور د هر غړي مسؤوليت دی،او د دغه مسؤوليت د تر سره کولو لپاره د اهليت په چوکاټ کې مساوي فُرصت ته لاسرسی د هر افغان حق دی.زمونږ جهاد او مبارزه د قدرت د تصاحب په غرض نه ؛ بلکې د اسلامي نظام د رامنځ ته کولو لپاره ده,

په اخیر کې ستاسې ټولو برخوالو له توجه څخه مننهوالسلام علیکم ورحمت الله و برکاتهد وینا متن په في ډي ایف بڼه په لاندې لینک کتلای شئ

جرمني: مونږ د سولې مزاکراتو ملاتړي یو په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو او افغان دول د مذاکراتي پلاوو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي ، د نړۍ یو شمېر هېوادونو د سولې پروسې د کامیابۍ په صورت کې طالبانو ته ډاډ ورکړۍ چې مونږ هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.

جرمني: مونږ د سولې مزاکراتو ملاتړي یو په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو او افغان دول د مذاکراتي پلاوو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي ، د نړۍ یو شمېر هېوادونو د سولې پروسې د کامیابۍ په صورت کې طالبانو ته ډاډ ورکړۍ چې مونږ هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.

پرون ناوخته افغانستان لپاره د جرمني هېواد ځانګړي استازي د طالبانو سیاسي استازو ته ډاډ ورکړی، چې د سولې په روانه پروسه کې به جرمني پوره همکاري ورسره کوي.د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په یو ټویټ کې ویلي، چې پرون مازدیګر د افغانستان لپاهر د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوټزل په مشرۍ پلاوي په دوحه کې د اروپايي څانګې لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر مسئول ملا عبدالحق وثیق په مشرۍ هیئت سره د بین الافغاني مذاکراتو د پروسې په هکله بحث کړۍ.

هغه زیاته کړې په دغه مهال د جرمني خاص استازي د سولې پروسه کې د خپل هېواد د مرستې ډاډ ورکړی: «نن مازديګر د ا.ا.امارت د سیاسي دفتر د اروپائی بخش مسئول محترم ملا عبدالحق وثیق او ورسره مل هئیت دجرمني له خاص استازي سره په دوحه کې وکتل.

دواړو لوريو د سولې په روانه پروسه خبرې وکړې. د جرمني خاص استازي د سولې په پروسه کې د خپل هیواد د ملاتړ او مرستې ډاډ څرګند کړ.بل خوا افغانان هم دې ته خوشبین دي. او وايي که چېرې داسې په ريشتیا هم وکړي نو دې سرهبه افغانستان کې نورې پروژې هم پلي شي او افغانستان به پرمختګ وکړي.

طالبان: ډېرژربه یوتوافق ته ورسېږو
طالبان: ډېرژربه یوتوافق ته ورسېږو

دغه هېواد په داسې مهال طالبانو ته د سولې پروسه کې د مرستې ډاډ ورکوي، چې تیره ورځ د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې «انې ماري ارکسن» هم د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې اترې کړي او د سولې پروسه کې یې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي «پرون ماسپښين۲ بجې دافغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئيس محترم ملا برادر اخند او ورسره مل هئیت او د ناروې هېواد د وزیرې خارجه آغلې انې ماري ارکسن تر منځ دویډیو کانفرانس له لارې خبرې وشوې